د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

افغانستان کې د تېر ژمي لومړۍ دوه میاشتې؛ ملګري ملتونه: تر ۲۰۰ زرو څاروي پکې تلف شوي


په بامیان کې یو شمېر څاروي او مالداران - ارشیف
په بامیان کې یو شمېر څاروي او مالداران - ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی ویلي، په افغانستان کې مالدارانو د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر منځ د سړې څپې له امله له ۷۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پورې څاروي له لاسه ورکړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې کروندګر په افغانستان کې د سړې څپې احتمالي خطرونو ته چمتو نه وو او له همدې امله یې د کرنیزو محصولاتو سربېره خپل ډېر څاروي له لاسه ورکړي دي.
په دغه راپور کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۶۷۰۰ کورنیو سره مرکې شوې او له هغوی څخه د سړې څپې د اغېزو او د څارویو د تلفاتو په اړه پوښتنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې دا وار یخني د سانتي ګراد له منفي ۲۰ درجو څخه ټیټه وه او ۹۲ سلنه کورنیو د سړې څپې پر مهال د خپلو غواګانو، وزو، پسونو او څارویو له لاسه ورکولو خبره کړې ده.
راپور زیاتوي، چې تېر ژمی په بادغیس، بغلان، فاریاب، غور، هرات، سمنګان او تخار ولایتونو کې مالدارانو ته ډېر زیانونه اوښتي دي، ځکه په دغو ولایتونو کې ډېر څاروي ساتل کېږي.
د څارویو د تلف کیدو یو اصلي دلیل په ژمي کې د هغوی د ساتنې لپاره د مناسبونو ځایونو نه لرل ښودل شوي
د څارویو د تلف کیدو یو اصلي دلیل په ژمي کې د هغوی د ساتنې لپاره د مناسبونو ځایونو نه لرل ښودل شوي

د څارویو د له لاسه ورکولو له امله شاوخوا ۷۶ سلنه کورنۍله اقتصادي زیان وروسته د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو توان نه لري او د محصولاتو په پلور کې یې ۷۱ سلنه کموالی راغلی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د سړې څپې ترڅنګ وچکالي او د څارویو لپاره د خوراکي توکو کمښت د دې لامل شوی چې د سړې هوا په وړاندې د څارویو مقاومت کم شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په سلو کې ۴۸ سروې شوې کورنۍ نه دي توانېدلي چې خپلې ټولې رمې وساتي او بیا څاروي واخلي.
په دې اړه یو شمېر کروندګر او مالداران چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کولې هم وايي، له یوې خوا سوړ ژمی او له بلې خوا وچکالي د دې لامل شوې چې د دوی څاروي له منځه ولاړ شي.
د فاریاب یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "تېر کال پر موږ سخت ژمی و، چې له امله يې ډېرو کروندګرو خپل څاروي له لاسه ورکړل. په شخصي توګه مو شاوخوا ٣٥٠ پسونه، غواګانې او اوښان مړه شول، نه يوازې زموږ څاروي له منځه ولاړل؛ بلکې باغونه او ونې مو هم د يخنۍ له امله له منځه ولاړې. "
د پنجشېر ولايت يو کروندګر رهیاب وايي، چې د سړې هوا تر څنګ وچکالي د دې لامل شوې، چې د کروندګرو څاروي د وحشي ژويو تر ستوني تېر شي.
هغه وایي: "له بده مرغه هر کال د سړې هوا او د وښو د نشتوالي له امله حیوانات غرونو ته استول کیږي، حیوانات د لیوانو او پړانګانو له خوا څیرل کیږي او د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کوي او هر کال د دوی له دریو څخه تر پنځو پورې څاروي له منځه ځي."
څاروي د افغان مالدارانو د عاید تر ټولو مهمه سرچینه ده او تلفاتو یې سخت زیان ور اړولی
څاروي د افغان مالدارانو د عاید تر ټولو مهمه سرچینه ده او تلفاتو یې سخت زیان ور اړولی

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ يو کروندګر او مالدار غوث الله توحيد هم وايي، چې سړه هوا په دې ولسوالۍ کې د څارويو د زيانمنېدو لامل شوې ده.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "ډېر څاروي له منځه تللي دي. د سړې هوا او وچکالۍ له امله، موږ د هلمند په تاريخ کې هېڅکله دومره وچکالي نه ده تجربه کړې، د اوبو سطحه ډېره ټيټه شوې ده."
توحید زیاتوي، په داسې شرايطو کې د څارويو ساتل ستونزمن شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې اعلان کړی و، چې تېر کال د سړې هوا او سختو بارانونو له امله څه باندې ۲۳۵ زره څاروي له منځه تللي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د اقلیم د بدلون له ګواښ سره د مخامخو هېوادونو په لېست کې څلورم ځای لري.

XS
SM
MD
LG