د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د غرونو نړيواله ورځ؛ د افغانستان غرونه خپله سینه کې پراخې عایداتي سرچینې لري


د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ سمسوره سیمه
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ سمسوره سیمه

د ډسمبر یوولسمه د غرونو نړيواله ورځ ده. افغانستان په غرونو کې کلابند هېواد دی. د غرونو دا لړۍ له یوې خوا د همالیا او له بلې خوا د لویدیځې اسیا له غرونو سره نښتې.

که له یوه اړخه دا د افغانستان طبیعي ښکلا ګڼل کېږي، له بلې خوا یې د دې وطن د خلکو د ژوند څرخ هم روان ساتلی دی.

کرنه او مالداري چې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس پرې اخته دی، له همدې غرونو څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ډول تغذیه کېږي.

د افغانستان غرونه په خپل غېږ کې ۹۰ سلنه مثمر او غیر مثمر ځنګلونه هم لري

د افغانستان د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، غرونه د افغانستان د خلکو په ورځني ژوند کې د یوه بنسټ په توګه مطرح دي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ۸۵ سلنه کروندې د هغو اوبو په وسیله خړوبېږي چې له غرونو سرچینه اخلي. یوازې دا نه، بلکې دې غرونو د مالدارانو لپاره ۵۰ سلنه څړځایونه هم برابر کړي دي.

د افغانستان د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د افغانستان د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د ښاغلي رستمي له قوله، د افغانستان غرونه په خپل غېږ کې ۹۰ سلنه مثمر او غیر مثمر ځنګلونه هم لري چې خلک ترې ګټه اخلي.

رستمي زیاته کړه: "په ټوله کې اوس زموږ ځنګلونه له ۱،۶ میلیون هکټار زیات شوي، په داسې حال کې چې ۱۰ کاله وړاندې دا سطحه ۱،۳ میلیون هکټار ته رسېده. "

خو په غرونو کې دا ځنګلونه خوندي هم نه دي پاتې، بلکې په ډېرو ولایتونو کې لا هم پرې کېږي.

کونړ یو له همدې ولایتونو دی، ددې ولایت یو تن اوسیدونکی ننګیالی وايي: "غرونه په غیر قانوني ډول وهل کېږي او په قچرو نورو سیمو ته لېږدول کېږي. ماڼوګۍ، شوړېک، ډیوه‌ګل، دانګام، نیشه‌ګام او غازي اباد کې لا هم د ځنګلونو وهل روان دي. "

د کونړ ولایت یوه څنډه
د کونړ ولایت یوه څنډه

خو د پکتیا، خوست او نورستان په ګډون بیا په یو شمېر نورو ولایتونو کې حکومت او د سیمې مشرانو د دې کار مخه نیولې.

د جیولوجي یا ځمک‌پېژندنې او چاپیریال ساتنې کارپوهان وايي، په غرونو کې د ځنګلونو وهل د پراخو سېلابونو او لویو زلزلو د راتلو ګواښ پېښوي.

له کرنې او مالدارۍ سربېره، د افغانستان غرونه په خپلو سینو کې پراخ طبیعي ذخایر هم لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې هېواد کې ۱۴۰۰ بېلابېل کانونه پېژندل شوي چې ډېر یې په غرونو کې دي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د دې کره شمېر نه‌شته چې په غرونو کې د شته طبیعي ذخایرو سلنه څومره ده؟ خو ډېری قیمتي کانونه په همدې غرونو کې دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

دی وايي: "سره زر، اوسپنه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، صنعتي منرالونه لکه، تالف، مرمر، کرومایت او نور مختلفې برخې دي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په مختلفو ظرفیتونو سره شته. "

که څه هم په افغانستان کې د شته ټولو طبیعي ذخایرو بیه نږدې ۳ ټریلیونه ډالر اټکل شوی، خو د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وايي، په کلني ډول له خپلو کانونو نږدې ۷ میلیارډ افغانۍ عاید لري.

خو د افغانستان په یو ډېر شمېر غرونو کې غیرقانوني کېندنې هم روانې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال نږدې ۵۷ ولسوالیو کې د سیمې خلکو، زورواکانو او وسله‌والو له‌خوا دا ډول کېندنې کېږي.

د افغانستان له غرونو له دې پرته په رغنیزه برخه کې هم کار اخېستل کېږي او همدا اوس د ډېرو غرونو څخه تېږي په بېلابېل ډول کېندل کېږي.

د نورستان ولایت یو غر
د نورستان ولایت یو غر

کارپوهان که څه هم دا کار یوه اړتیا بولي، خو په اوږدمهالي کې یې له زیان هم خالي نه بولي.

ستانه میر زهیر یو له دغو کارپوهانو دی، نوموړی وايي: "یوه خبره باید له پامه و نه غورځول شي چې د اوږد مهال لپاره په طبیعت کې د انسان هر ډول لاس‌وهنه ستر زیانونه له ځان سره لرلای شي. "

افغانستان پنځه لوی او مهم غرونه لري چې هندوکش، بابا غر، سپین غر، تور غر او سلیمان یادېږي، خو له دې پرته یې په پراخه او ارته سینه یو شمېر نور لوی او واړه غرونه هم شته.

د افغانستان حکومت وايي، کوښښ کوي چې د امنیت په خوندي کولو سره دا غرنی هېواد د سیلانیانو په یوه ستر نندارتون بدل کړي.

XS
SM
MD
LG