د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

خوست د چرګوړو د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی


مسوولین وايي، د خوست فارم لرونکي هره میاشت ۳ لکه چرګوړو ته اړتیا لري
مسوولین وايي، د خوست فارم لرونکي هره میاشت ۳ لکه چرګوړو ته اړتیا لري

په خوست کې د چرګوړو د تولید کارخانه ' HATCHERY' جوړه شوې چې په یو کال کې نږدې ۱۷ لکه چرګوړي تولید او د فارم لرونکو په اختیار کې يې ورکوي.

د چرګوړو د تولید د کارخانې مسوولین وايي، یاده 'هېچري' په میاشت کې د یو لک ۵۸ زره چرګوړو د تولید ظرفیت لري.

د مسوولینو په وینا، د خوست فارم لرونکي هره میاشت ۳ لکه چرګوړو ته اړتیا لري چې د نوې ماشینرۍ په نصب سره به دوی وکولای شي، له دې شمېر زیات چرګوړي تولید کړي.

سره له دې چې په خوست کې د چرګوړو تولید له هغې اندازې نږدې نیمايي لږ دی چې د دې ولایت د چرګانو فارم لرونکي ورته اړتیا لري، خو بیا هم له دې ځایه یو شمېر نږدې او لېرې ولایتونو ته دا چرګوړي وړل کېږي.

د خوست په صحرا باغ کې د نسلي چرګانو د فارم بلاکونه
د خوست په صحرا باغ کې د نسلي چرګانو د فارم بلاکونه

په خوست کې د چرګوړو د توليد کارخانه د باغدارۍ او مالدارۍ او د کرنې د ودې او د کليو د پرختيا يا ' CARD-F' برنامې په ملاتړ د مرکز اړوند د صحرا باغ په سيمه کې جوړه شوې ده.

نن د جمعې(د غبرګولي ۷مه) په ورځ په خوست کې د چرګوړو د تولید کارخانې مسوول نورالله خان ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال يې تولید په خوست کې تر شته اړتیا لږ دی.

دی وايي: "د چرګوړو د تولید دا فابریکه په یوه میاشت کې د یو لک ۵۸زره څلور سوه چرګوړو د تولید ظرفیت لري، په کلني ډول دلته تر ۱۷ لکو پورې چرګوړي دلته تولیدیږي، د دې تولید خوست ښار او یو شمېر نورو ولایتونو ته ورکول کېږي، خو د اوس وخت لپاره د خوست تر اړتیا زموږ د تولید ظرفیت لږ دی."

نورالله خان زیاتوي، دوی په دې فایریکه کې د نوې ماشینرۍ د نصبولو کار پیل کړی چې په هغې سره به د دوی د تولید ظرفیت ۳لکه ۱۶ زره ته لوړ شي.

ده وویل، خوست کې تر ۳ لکو چرګوړو ته اړتیا ده چې بیا د خوست اړتیا پوره کولای شي.

نورالله خان وايي، خوست او د افغانستان نورو ولایتونو ته له پاکستانه هم چرګوړي واردیږي، خو دا چې مزل يې اوږد دی، نو په لاره کې مرضونه اخلي او فارم لرونکو ته يې ضایعات يې ډېر وي.

شاهد الله د مهدي خېلو په چینې کلي کې د چرګانو فارم لري، هغه هم وايي، دا چرګوړي د نورو سیمو د چرګوړو پرتله ورته په ګټه تمامیږي، ځکه له بهره راتلونکي چرګوړي په لاره کې مرضونو سره مخامخیږي، په کارتونونو کې ورباندې زور راځي او یو شمېر يې مري.

شاهدالله زیاتوي، دا چرګوړي نه یوازې دا ستونزه نه لري، بلکې هر وخت يې چې په څومره اندازه وغواړي، دوی يې ترلاسه کولای شي.

نورالله خان وايي، خوست او د افغانستان نورو ولایتونو ته له پاکستانه هم چرګوړي واردیږي
نورالله خان وايي، خوست او د افغانستان نورو ولایتونو ته له پاکستانه هم چرګوړي واردیږي

د خوست په ښار، ولسوالیو او نورو وړو ښارګوټو په ګڼو ځایونو کې غوښین چرګان پلورل کېږي چې دوکانداران يې د خرڅانه لپاره د خوستیو فارم لرونکو څخه راوړي.

د خوست ښار یو هټیوال عبیدالله یې په اړه وايي:"مخکې به ټول چرګان موږ ته له پاکستانه راتلل، خو په خپل وخت راته نه رارسېدې، اوس چې په خوست کې فارمونه جوړ شوي، چرګوړي راته په ښه بیه او ښه وخت کې رسېږي."

د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم په خوست کې د چرګوړو تولید فارم لرونکو لپاره په ګټه بولي او وايي، اوس هغوی اړ نه دي چې د روزنې لپاره چرګوړي له پاکستان او یا ننګرهاره راوغواړي.

د یاد ریاست یو تن مسوول محب الله مستعان وايي، د خوست په 'هېچري' کې چرګوړي او هګۍ دواړه تولیدیږي چې خوستوالو ته په اقتصادي لحاظ ګټور تمامیږي.

خوست ته اوسمهال پاتې برخه چرګوړي د پاکستان او د افغانستان له ننګرهاره راځي، خو د مسوولینو په وینا چې د دې ځای هوا سره بلد نه دي او یوه برخه يې ضایع کېږي.

د خوست د کرنې او مالداري ریاست د مسوولینو په وینا، د خوست د چرګانو په فارمونو چې خصوصي سکټور له خوا ورباندې په سلګونه میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، زرګونو خلکو ته په کې کارموندنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG