د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۸

طالبانو د اوبو کچې معلومولو لپاره دهراود ته د ایراني پلاوي سفر تایید کړ

د هلمند سیند یوه څنډه
د هلمند سیند یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هلمند سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره دهراود ته د ایراني پلاوي سفر تایید کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایراني پلاوي په دهراود کې د اوبو کچه د نورمالو کلونو پرتله خورا کمه ګڼلې ده.

تر دې مخکې پرون یکشنبه په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي وو، ایراني متخصصان په لومړي وار د هلمند سیند د اوبو د لانجې په تړاو د افغانستان د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ ته لاړل.

قمي همدراز وویل چې د دوی تخنیکي پلاوی اوس په کابل کې دی، او ژر به خپل راپور وړاندې کړي.

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پرون یکشنبه وویل چې د ایران تخنیکي پلاوي په دهراود کې د هلمند سیند اوبو د کچې له کتلو وروسته نتیجه ترلاسه کړه چې د وچکالۍ له کبله د نورمالو کلونو په نسبت اوبه ډېرې کمې دي.

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنترول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

دا وزارت وايي، ایراني پلاوي اوبه اندازه کړې، د اوبو بهیر په هره ثانیه کې تر اوو متره ټیټ و او دا ډېر بوږنوونکی حالت دی.

د هلمند د اوبو پر سر د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ په وروستیو کې ترینګلتیا رامنځته شوې وه.

د ایران د ولسمشر په شمول ځینو ایراني چارواکو طالبان په دې تورن کړل چې د ۱۳۶۱ لمریز کال د تړون پر اساس د ایران د اوبو حق نه ورکوي خو طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې د وچکالۍ له کبله د اوبو اندازه کمه شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویندوی مطیع‌الله عابد پرون اریانا نیوز تلویزېون ته وویل چې هېڅ ایرانی پلاوی کجکي او کمال خان بند ته نه دی تللی او د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون پر اساس ایرانی پلاوی یوازې د خاصو شرایطو او میکانیزمونو پر اساس د دهراود هغه ځای ویني چې د اوبو د اندازه کولو اله په‌کې نصب ده.

د دهراود د اوبو اندازه کولو اله تر کجکي پورته نصب شوې او دا اله هلمند سیند ته د بهېدونکو اوبو اندازه معلوموي.

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت په اعلایمه کې ویل شوي چې ایراني پلاوي ته دهراود د اوبو مېچلو الې له کتلو وروسته څرګنده شوې چې په هلمند سیند کې د اوبو بهیر حداقل ته رسیدلی او د دې سیند مرستیال سیندونه لکه ارغنداب، موسي کلا، ارغستان او ترنک سیندونه بیخي وچ شوي او یوازې د سیلونو په مهال اوبه په‌کې بهېږي.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال، چې په دواړو هیوادونو کې شاهي نظامونه وو، د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون پر اساس افغانستان منلې چې په نورمال کلونو کې به، چې وچکالي نه وي، ایران ته ۸۲۰ میلیون مترمکعب اوبه ورکوي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG