د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د سره صلیب نړیواله کمېټه: اقتصادي بندیزونه، د افغانستان بشري وضعیت نور هم خرابوي


یو شمېر بېوزله افغان ښځې او ماشومان
یو شمېر بېوزله افغان ښځې او ماشومان

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، اقتصادي تحریمونه په دغه هېواد کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې ژوروي.

دې کمېټې په افغانستان کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خپلو فعالیتونو په اړه په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، که څه هم په افغانستان کې د اقتصادي تحریمونو څرنګوالی یې نه په داګه کړی، خو ویلې یې دي، چې په دې وضعیت کې په افغانستان کې د روغتیا او معیشت په برخو کې د میلیونو کسانو د ژغورنې لپاره به د یوې لارې چارې موندلو ته دوام ورکوي.

د سره صليب نړيواله کمېټه په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د ژورېدو په اړه خبرداری ورکوي، چې په دغه هېواد کې د اړمنو کسانو د ژوند حالت مخ په خرابېدو دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د نورو برخو ترڅنګ افغان معلولیت لرونکو سره مرستې کوي - ارشیف
د سره صلیب نړیواله کمېټه د نورو برخو ترڅنګ افغان معلولیت لرونکو سره مرستې کوي - ارشیف

د فاریاب ولایت اوسېدونکی، حمیدالله چې څلور کاله وړاندې بریښنا نیولی و او له امله یې، دواړه لاسونه او پښې پرې شوې، ازادي راډیو ته وویل چې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل:

" دواړه لاسونه او پښې مې قطع شوي، ناتوانه یم، کار نشم کولای، په ١٣٨٨ کال کې زه بریښنا ونيولم. ما په مزار، شبرغان او تخار کې سوالګري کوله او خپل ژوند مې پر مخ وړو، خو له دوو کلونو راهیسې، خپل تعادل نشم ساتلی او له حرکته پاتې یم، په کورنۍ کې ٦ کسان یو، پلار او ورور نه لرم چې راسره مرسته وکړي."

خو کوم اقتصادي تحریمونه په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې ژوروي؟

سره له دې چې نړیوالې ټولنې پر افغانستان د تحریمونو کوم ځانګړی پروګرام نه دی جوړ کړی، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امریکا متحده ایالاتو د دغه هېواد د مرکزي بانک ۹،۵ میلیارده ډالره شتمنۍ په امریکايي بانکونو کې کنګل کړې.

د افغانستان او نړۍ یو شمېر اقتصادي پوهان دې پیسو ته د افغانستان د مرکزي بانک لاسرسی د مالي چارو د عادي کولو، بشري ناورین ته د رسېدنې او د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره مهم بولي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وايي، افغانستان اوس مهال د نړۍ د مالي اقتصاد سیستم له څخه وتلی، د پراختیايي پروګرامونو لپاره له نړیوالو بانکونو پور نه شي اخیستلی او په محدود اقتصاد کې په کورنیو سرچینو پورې تړلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه، اذرخش خافظي
د اقتصادي چارو کارپوه، اذرخش خافظي

ښاغلی حافظي زیاتوي، چې په تېرو سلو کلونو کې، د افغانستان اقتصادي سکتور، په بهرنیو مرستو پورې تړلی و، خو اوس مهال د نړۍ له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلو موضوع، په افغانستان کې د بېوزلۍ او انزوا پر پراخېدو ژورې اغېزې لري.

اذرخش حافظي وایي:

" په لومړي ګام کې، د پانګونې د راجلبولو، د نړیوالې ټولنې د باور بېرته راګرځولو او د افغانستان پر مالي سیستم د بندیزونو لرې کولو لپاره، دا هیواد یو مشروع او رسمي سیاسي بستر ته اړتیا لري، چې نړۍ یې په رسمیت وپیژني. د نړۍ لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل، د هېواد اقتصاد کمزوری کوي. افغانستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې سیاسي رېښې لري."

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، نړیوالې ټولنې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د ژمنو د عمل نه کولو په غبرګون ، د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو سربېره، د دوی د حکومت په وړاندې يې، د سیاسي او اقتصادي انزوا پالیسي تعقیب کړه، چې د ځينو نړیوالو سازمانونو د اټکلونو پر بنسټ، دې پالیسۍ له اوسني اقتصادي کړکیچ او په بشري مرستو باندې د خلکو په تکیه کولو کې مرسته کړې، او له همدې امله، ٢٩.٢ ملیونه خلک بیړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG