د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ایران کې د ښځینه فعالانو د بندي کولو لړۍ؛ یوه میاشت کې یې ۲۲ تنه نیولې دي


د ایران یو شمېر ښځینه فعالانې - ارشیف
د ایران یو شمېر ښځینه فعالانې - ارشیف

په ایران کې د بشري حقونو مرکز وایي، ایراني چارواکو د حقونو د فعالانو په ځانګړې توګه د ښځینه فعالانو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده.

دې مرکزپرون دوشنبې په یوې خپرې کړې اعلامیه کې وویل، په داسې حال کې چې د تېرکال په سپټمبرکې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې یوکال په پوره کیدو دی، په څه کم یوه میاشت کې ۲۲ تنه فعالان نیول شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د مرکز په وینا، ایراني چارواکو په ټول هیواد کې د فعالینو په تیره د ښځینه فعالانو نیولو ته دوام ورکړی، ترڅو په خلکو کې د ویرې یوه څپه خپره کړي.

امیني چې د اسلامي حجاب د نه مراعتولو په تورنیول شوې او د پولیسو په توقیف کې مړه شوې، مړینې یې په ټول ایران کې اعتراضیه لاریونونو ته چې ساری یې ندی نیول شوی، لاره هواره کړه.

د ایراني پولیسو له شکنجې وروسته په روغتون کې بستر شوې مهسا امیني، چې بیا د همدغو شکنجوله امله مړه شوه
د ایراني پولیسو له شکنجې وروسته په روغتون کې بستر شوې مهسا امیني، چې بیا د همدغو شکنجوله امله مړه شوه

په عین حال کې د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انترنشنل هم پرون دوشنبې له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د هغو کسانو د یاد د لومړنۍ کلیزې نمانځلو ته دې اجازه ورکړي چې په دې هیواد کې د ښځې ژوند او ازادۍ لپاره اعتراضونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

دغه غوښتنه داسې مهال کیږي، چې د ایران امنیتي ځواکونو هڅې کړي چې د ځورونې او ډار له لارې د قربانیانو کورنۍ غلې او له مجازاتو ځان خوندي کړي.

د بشري حقونو دغې ډلې په یوه بیان کې وویل، چې د یوه نوي څیړنیز راپور موندنې ښیي چې ایراني چارواکو د قربانیانو د کورنۍ غړي په خپل سرنیولي او توقیف کړي او پرسوله ییزو لاریونونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي او هم یې په هغو هدیرو کې چې د قربانیانو مړي ښخ شوي، شناختې یې نړولې دي.

امنیستي انترنشنل د ایران په لسو ولایتونو کې د ۳۶ هغو کورنیو وضعیت څیړلی چې په وروستیو میاشتو کې یې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا بشري حقونه نقض شوي دي.

په عین حال کې د ایران د محصلینو صنفي شوراګانو د تیرې یکشنبې په ورځ وویل، چې د نوي ښوونیزکال ترپیلیدو او د مهسا امیني د مړینې د کال له پوره کیدو د مخه د محصلینو په تېره د ښځینه محصلینو په لیلیو کې سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

د دې شوراګانو په وینا، په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو په ځینو لیلیولکه د تبریز د فرهنګ پوهنتون د ښځو په لیلیه کې کې داسې سخت مقررات وضع شوي، چې هغه په زندانونو کې نه تطبیق کیږي.

د ایران په مختلفو برخو کې د ښځینه فعالانو د نیولو خبرونه زیات شوي - تصویر له ارشیفه
د ایران په مختلفو برخو کې د ښځینه فعالانو د نیولو خبرونه زیات شوي - تصویر له ارشیفه

د ایران د محصلینو صنفي شوراګانو په یوه راپورکې ویلي، چې د دوبني سمسټرد آزموینو په جریان کې د پوهنتونونو له خوا په لیلیو کې د وضع شویو محدودیتونو په ترڅ کې هغو ښځینه محصلانو ته چې په لیلیو کې اوسي، په ۲۴ ساعتونو کې د یوه ساعت لپاره د ګرزیدو اجازه ورکړل شوې، په دې معنی چې هغوی ۲۳ ساعته په لیله کې اوسیدو ته مجبوره کړای شوي او که چا له لیلیې دباندې له یوه ساعته زیات وخت تیرکړی، په اړه یې سمدستي امنیتي چارواکو ته خبرورکړل شوی دی.

د ایران د محصلینو صنفي شوراګانو همدارنګه ویلي، چې له دغو مقرراتو د سرغړونې په صورت کې د محصلې کورنۍ ته خبرورکول کیږي، د محصلي کارت یې ضبطیږي او هم له لیلیې څخه له وتلو منع کیږي او د سرغړونو د تکرار په صورت کې یې په وړاندې نور انضباطي اقدامات کیږي.

په ایران کې پوهنتونونو او محصلینو له اوږدې مودې راهیسې د پراخو ټولنیزو او سیاسي ازادیو لپاره د مبارزې مخکښان پاتې شوي دي.

د ایران ښځینه فعالانو د مهسا امیني د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یو شمېر سیمو کې د ازادي غوښتنې انځورونه کښلي
د ایران ښځینه فعالانو د مهسا امیني د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یو شمېر سیمو کې د ازادي غوښتنې انځورونه کښلي

له کلونو راهیسې چارواکو د محصلینو فعالان او مشران نیولي، زندان ته یې اچولي او له زده کړو یې منع کړي دي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو اعتراضیه لاریونو کې چې د تیرکال په سپټمبرکې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې پیل شوي، د پوهنتونونو لږترلږه اوه سوه مصلان نیول شوي دي.

د دغو اعتراضیه لاریونونو په ترڅ کې چې ډیری یې په تاوتریخوالي بدل شوي، د بشري حقونو مدافع ډلو د په لسګونو کسانو د وژل کیدو او زرګونو نورو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG