د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ايران کې د حجاب پر سر ناندرۍ؛ محصلانې له فشارونو سره مخ دي


ارشیف: د ایران د یوه پوهنتون محصلانې چې د حکومت ضد پالیسو په مخالفت یې لاریون کړی.
ارشیف: د ایران د یوه پوهنتون محصلانې چې د حکومت ضد پالیسو په مخالفت یې لاریون کړی.

په داسې حال کې چې د ایران چارواکي هڅه کوي په نجونو او ښځو جبري حجاب رعایت کړي، د ایران محصلان له زیاتېدونکي فشارونو سره مخامخ دي.

د ایران د محصلانو د اتحاد شورا وايي، په وروستیو کې د 'ښه ژوند او په پښو درولو د علومو په پوهنتون' کې ځینې محصلانې احضار کړای شوي او د پوهنتون مسوولانو په وار وار ورته خبرداری ورکړی، که د جبري حجاب قانون رعایت نه کړي، له پوهنتونه د ایستل کېدو او بندیز له خطر سره مخامخېدای شي.

د محصلانو د اتحاد شورا وايي، د پوهنتون چارواکو د موټرسایکل سپرو کسانو د ګزمې د ایجاد خبر ورکړی چې دنده به یې د اجباري حجاب د نه رعایت په صورت کې له له محصلانو سره مقابله وي.

ویل شوي محصلانو ته له تهدید ډک لیکلي پیغامونه هم لېږل شوي او په کې د حجاب نه رعایت په صورت کې ورته خبرداری ورکړل شوی دی.

راپورونه وايي، په دې پوهنتون کې د حراست ځواکونو شمېر زیات شوی، دوی په پوهنتون کې پر موټرسایکل ګزمه کوي او هغه محصلانې په نښه کوي چې د دوی په باور غیرمناسب کالي یې وي، یا یې هم جبري حجاب نه وي رعایت کړی.

په ایران کې د حجاب د مقرراتو پر سر غوسه زیاته شوې ده چې له مخې یې له ښځو او نجونو غوښتل کېږي څو په عامه ځایونو کې خپل سر په بشپړ ډول پټ کړي.

د ۲۰۲۲م له سپټمبر میاشتې راهیسې د خلکو اعتراضونه وروسته له هغې زیات شول، چې په تهران کې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه ښځه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایتولو په تور ونیول شوه او په توقیف کې یې ساه ورکړه.

د توقیف شویو د وضعیت د څار کمېټې په حواله په ایران کې د ۱۰۰ پوهنتونو څه باندې ۷۲۰ محصلان د اعتراضونو پر مهال نیول شوي دي.

د مهسا امیني د مړینې تر پېښې وروسته په زرګونو ایرانیان لارو سړکونو ته راووتل او د ښځو لپاره یې د زیاتو ازادیو او حقونو غوښتنه وکړه.

د ایران په ځانګړي ډول د تهران په بېلابېلو پوهنتونو کې زیات اعتراضونه شوي او ګڼو محصلانو ټولګیو ته له ننوتلو ډډه وکړه.

اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: ښځه، ژوند ازادي! او مرګ پر دیکتاتورانو! ځینو ښځینه محصلانو خپل پړوني له سرونو لیرې کړي او اور یې وراچولی دی.

راپورونه وايي، د ایران د شمالي ښار بابل په نوشیرواني پوهنتون کې چارواکو ځینې کمېټې ګمارلي، چې د جبري حجاب رعایت وڅاري.

د متحدو محصلانو کانال چې په دې پوهنتون کې یې د څارنې کمېټې موضوع افشا کړې وايي، د دې کمېټې دنده له محصلانو سره د دوی چلند ته په پام مقابله ده.

ویل شوي، د حراست ځواکونه په داسې حال کې چې استادانو تدریس کاوه ټولګیو ته داخل شوي او محصلانو ته یې د حجاب د رعایت کولو ګوتڅنډنه کړې ده.

د الزهرا، بهشتي او ازاد پوهنتون په ګډون په ځینو نورو پوهنتونونو کې د دېته ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG