د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۸

ایران کې د حکومت ضد لاریونونو دوام؛ محصلانو نوې غوښتنې مطرح کړي

ایران کې د لاریونونو یوه څنډه
ایران کې د لاریونونو یوه څنډه

د ایران په یو شمېر پوهنتونونو کې د حکومت ضد اعتراضونو د دوام راپورونه ورکول کېږي.

د ایران د محصلینو ټولنې ویلي چې په امیرکبیر، علم او صنعت، علم او فرهنګ پوهنتونونو او د تهران په ګډون یو شمېر پوهنځیو کې محصلینو د اعتراض په توګه پلتۍ وهلي دي.

د اصفهان د صنعتي پوهنتون محصلانو په یوه لاریون کې له نورو محصلینو هم غوښتنه وکړه چې له دغو اعتراضونو سره یوځای شي.

د ازادي راډیو فردا څانګې د دغو اعتراضونو ویډیوګانې ترلاسه کړي او پر ویبپاڼې یې خپرې کړي دي.

د زنداني محصلانو سمدستي خوشې کېدل او په پوهنتونونو کې د سختو امنیتي تدابیرو لغوه کول د معترضو محصلانو له اصلي غوښتنو څخه دي.

دوی همداراز په کردستان او سیستان بلوچستان ولایتونو کې د مظاهرو ملاتړ وکړ.

د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه اي
د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه اي

په عین حال کې د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه اي د بسیج ځواک له یو شمېر چارواکو سره په کتنه کې په غیرمستقیم ډول د مظاهره چیانو په ځپلو کې د هغوی د رول ملاتړ وکړ او ادعا یې وکړه چې په وروستیو پېښو کې پر بسیجیانو د ده په وینا ظلمونه شوي دي.

دغه ادعا داسې مهال کېږي چې په ډېرو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د بسیج ځواک غړي اعتراض کونکي وهي ټکوي او خفیه پولیس هم د خلکو پر کورونو چاپې وهي.

له نږدې دوو میاشتو راهیسې د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون د دې هېواد په ډېرو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوي چې د حجاب د نه مراعتولو په تور د پولیسو په توقیف کې تر شکنجې لاندې د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې نجلۍ د مړه کېدو راپورونه ورکړل شول.

د بشري حقونو د مدافع ډلو په وینا په ایران کې په دغو تاوتریخجنو مظاهرو کې له ۴۰۰ زیات مظاهره چیان وژل شوي او په زرګونو نور بندیان شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG