د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د سولې نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغانان: په افغانستان کې رښتینې سوله نه ده راغلې


په کابل ښار کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې انځور. دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. November 17, 2021
په کابل ښار کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې انځور. دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. November 17, 2021

نن د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده، خو یو شمېر افغانان وايي چې تر اوسه په دې هېواد کې رښتینې سوله نه ده راغلې.

ملګرو ملتونو دغه ورځ د سولې د ارمانانو د پیاوړتیا، اوربند او تاوتریخوالي ته نه ویلو په موخه اعلان کړې ده.

خو دغه سازمان زیاته کړې چې رښتینې سولې ته رسېدل یوازې په ځمکه د وسلو ایښودل نه دي بلکې داسې یوې ټولنې ته اړتیا ده چې ټول غړي یې احساس ولري، وده وکولای شي او په دې کې د داسې چاپېریال رامنځته کول شامل دي چېرې چې خلک د نژادي توپیر پرته له مساوي چلند نه برخمن شي.

سره له دې چې طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ راپدېخوا تل ادعا کړې چې د دوی له واکمنۍ سره په افغانستان کې سوله ټینګه شوې، خو د دوی له‌خوا د عفوې له اعلان سره سره وخت ناوخت د پخوانیو پوځیانو د هدفي وژنو راپورونه خپرېږي او له دې سره د طالبانو مخالفو جبهو د دوی پر پوستو بریدونه او چاودنې هم کوي.

بل‌خوا افغانستان په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي د سترو سیاسي، ټولنیزو، بشري حقونو او اقتصادي بدلونونو شاهد دی او دا مهال د ملګرو ملتونو په وینا دغه هېواد یو تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کوي.

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

له دې سره په خوا کې د کابل یوه اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او د درېیو اولادونو پلار دی ازادي راډيو ته یې وویل چې له دوو کلونو راهیسې وزګاره دی، اقتصادي ستونزو یې ترې ارامښت اخیستی او سوله یې تراوسه نه ده تجربه کړې.

هغه وویل: "زه د برښنا او کور کرایه هم نه شم ورکولای، له بلې خوا ستونزې او ناروغتیاوې، له دې سولې سره څه کولی شم؟ سوله هغه وخت خوند کوي چې په دسترخوان کې ډوډۍ وي، سوله هغه وخت خوندوره وي چې زما ماشوم په سمه توګه زده کړه وکړي. سوله کله معنی لري چې موږ اقتصادي ستونزې ونه لرو فقر پخپله جګړه ده. "

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو لګول او له زده کړو، کار او ټولنیز چارو څخه د دوی منع کول د سولې د نقض ښکاره نښې دي چې د ټولنیز برابرۍ مفهوم هم په‌کې شامل دی.

له دغو فعالانو څخه یوه سمیرا خیرخواه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو جنسیتي توپیر زیات شوی، هره ورځ افغان مېرمنې د دې قیمت ورکوي، دوی ناامیدي تجربه کوي، دوی له دغه وضیعت نه زیات رنځ وړي. د اوسني وضعیت له مخې، د دې ډول ظلم او بې‌وزلۍ سره چې په افغانستان کې شته سوله هېڅ معنی نه‌لري."

له کله نه چې د طالبانو حکومت واکمن شوی نجونې له شپږم ټولګي څخه منعی شوي او تېر کال د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پر مخ وتړل شوې، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو کار منع شو، په سینګارتونونو کې هم له دوی څخه د کار کولو فرصت واخیستل شو، په تفریحي پارکونو کې، سپورتي تالارونو کې، ښځینه حمامونو او له محرم پرته د دوی په لرې واتڼ سفرونو هم بندیز ولګول شو.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي.

ارشیف: د طالبانو د بندیزونو له مخې په نیمروز کې د یوه تړل شوي سینګارتون انځور.
ارشیف: د طالبانو د بندیزونو له مخې په نیمروز کې د یوه تړل شوي سینګارتون انځور.

خو د شخړو د حل څیړونکې لیزا سوروش وايي، د سولې اصطلاح یوازې د وسله‌والو شخړو د پای ته رسولو په معنا نه ده، بلکې موخه یې د بشري حقونو او د ډیموکراسۍ د اصولو مراعات کول دي.

مېرمن سروش ازادي راډیو ته وویل: "اوس په افغانستان کې قانون نه‌شته، دولتي نظام نه‌شته، د خلکو فردي، سیاسي، ټولنیز، کلتوري او مدني ازادي سلب شوې، خلک شخصي او اقتصادي امنیت نه لري، ټولنیز عدالت په کې نه‌شته. ټولنه او زرګونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي."

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ادعا کړې وه چې بشري حقونه تر بل هر وخت په افغانستان کې ښه ټینګ شوي.

خو وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، یو شمېر زیات افغانان د امنیتي ګواښونو په ګډون د ځینو ستونزو له امله له افغانستانه ووتل او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

بل‌خوا د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د طالبانو حکومت د افغانانو له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما په یوه راپور کې ادعا وکړه چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې عمومي بخښنې ته درناوی نه دی کړی او د تیر حکومت د غړو پر وړاندې یې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له ۸۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د یوناما د راپور له مخې، په دغه سرغړونو کې غیرقانوني وژنې، په خپلسر نیول، شکنجه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپور ته غبرګون ښودلی او ویلي وو چې په افغانستان کې لا هم سرتاسري عفوه پر خپل ځای ده او دا راپور یې بې بنسټه بللی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د هوايي ځواک یو پخواني افسر چې په ایران کې اوسېږي او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل چې دی او د هغه دوه زامن چې پخواني سرتېري هم وو ۹ میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا دوه ځلې نیول شوي او شکنجه شوي دي.

هغه وویل: "شاوخوا ۹ میاشتې مخکې موږ دوه ځله د قصبې په ۱۵مه حوزه کې د طالبانو له‌خوا وغوښتل شو، ډېر سخت یې ووهلو، په ډېر ظالمانه ډول یې وهل کول او برښنا یې ورکړو، ۲۰ ورځې وروسته یې د دویم ځل لپاره موږ وغوښتل او هغوی وځورولو چې تاسو درې واړه په اردو کې یاست، وسلې لرئ موږ ته یې راکړئ."

خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ناامنیو کچه راټیټه شوې او امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی دی.

پوځي کارپوه محمد نعیم غیور ازادي راډیو ته وویل، خو دا په دې معنا نه ده چې افغانستان له رښتینې سولې او ثبات څخه برخمن دی.

غیور وویل: "له بده مرغه د طالبانو ځینې کسان او ډېری هغه ډلې چې د طالبانو پر ضد دي او همدارنګه له مخدره موادو څخه نیولې تر اختطاف، وسله‌والو غلاوو او داسې نورو جرمونه دا ټول هغه موارد دي چې په افغانستان کې د بې ثباتي رامنځته کړې."

خو د طالبانو حکومت چې په ټول افغانستان کې د امنیت د ټینګولو ادعا کوي، وايي چې د فساد او جنایي جرمونو مخه یې نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۳ میاشتې وړاندې د سولې او اقتصاد نړېوال انسټېټوټ افغانستان د نړۍ تر ټولو بې ثباته هېواد اعلان کړی و.

د یادونې وړ ده د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د طالبانو او د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ لاسلیک شوې و افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل، له نورو وسله‌والو ډولو سره د طالبانو د اړیکو د پرېکون او له تېر جموري نظام سره خبرې یې هغه مهم موارد و.

له دې سره په خوا کې د سولې خبرې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د همدې کال په سپټمبر میاشت کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره پیل شوې، خو کومې نتیجې ته له رسېدو پرته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلل او ځینې یې حتی له جګړې پرته سقوط شو او د تېر جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده په وتلو سره ړنګ او د اګست په پنځلسمه د افغانستان واک طالبانو ته لا‌س‌ته ورغی.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي وايي، په ډیر امکان چې طالبانو دا نه غوښتل او د پخواني جمهوري نظام له خوا ټاکل شوي پلاوي هم پوره وړتیا نه لرله نو همدا لامل و چې په دوحه کې خبرې بریالۍ نه شوې.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي

ښاغلي فرهادي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که د طالبانو په وړاندې ځیني اپوزېسیونونه د ده په وینا له "تعصبونو" او طالبان له "افراطیت" لاس واخلي، امکان لري داسې یو حکومت جوړ شي چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني او افغانان رښتینې سولې ته ورسېږي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ باید تعصبونه له منځه یوسو، که قومي یا ژبني وي، دا ممکنه ده چې سوله‌ییزه جوړجاړی رامنځته کړي او طالبان له هغو کسانو خپلواک شي چې دوی ته وايي افراطي شئ او ولس او سیاسي طبقې ته نږدې شئ، بیا د بل حکومت د جوړیدو امکان شته."

که څه هم له افغانستانه بهر د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفان طالبان تل د بشري حقونو په نقضولو او ټولنیزو ارزښتونو ته په نه درناوي او د یوه ډله‌ییز حکومت په جوړولو تورنوي، خو د طالبانو حکومت تل په خپل حکومت کې پر ټولشمولتوب ټینګار کړی او له سیاسونو یې غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

خو وخت ناوخت هغه ویډوګانې او راپورنه چې ازادي راډیو یې کره‌والی نه‌شي تاییدولی د فعالانو، پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو په اړه خپار شوي.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یو شرط هم د ټولګډونه حکومت جوړول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG