د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

سي‌ پي‌ جي: د رسنیو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات زیات شوي، ۶۴ تنه یې تر اوسه د خبریالۍ له امله بندیان کړي


دوه افغان خبریالان، چې د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې یې د طالبانو لخوا د شکنجه کیدو ادعا کړې وه - ارشیف
دوه افغان خبریالان، چې د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې یې د طالبانو لخوا د شکنجه کیدو ادعا کړې وه - ارشیف

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه (سي‌پي‌جي) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې روان وضیعت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې طالبانو په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې ځپونکي اقدامات زیات کړي دي.

دغې کمېتې د جمعې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره د افغان خبریالانو او رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی، د اطلاعاتو سانسور، خپل‌سرې نیونې او د ښځینه خبریالانو په وړاندې د محدویتونو دوام ته په اشارې سره روان وضیعت بد یاد کړی.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې وړاندې لیکلي، د دوی د څېړنو له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې په افغانستان کې لږترلږه ۶۴ خبریالان د دوی د دندې له امله نیولي دي.

یادې کمېټې له طالبانو سره په بند کې د خبریالانو له ډلې د مرتضي بهبودي یادونه کړې چې چې د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

طالبانو د ډېری خبریالانو له نیول کېدو وروسته ویلي چې د دغو خبریالانو نیول کېدل، د دوی د خبریالۍ په کار پورې اړه نه‌لري او د ځینو نورو قضیو په تړاو نیول شوي دي، خو د دغو قضیو په اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په وقفه یي دول د خبریالانو بندیانول تل د رسنیو له خبري سرټکو دی
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په وقفه یي دول د خبریالانو بندیانول تل د رسنیو له خبري سرټکو دی

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې پاکستان او ایران ته د ډېرو افغان خبریالانو کډه کېدل یوه جدي ستونزه یاده کړې او ویلي یې دي، چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دغه خبریالان ګاونډیو هېوادونو کې هم د نیولو او افغانستان ته د بېرته استولو په څېر ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغې کمېټې د افغان خبریالانو د ستونزو د حل لپاره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر طالبانو سخت فشارونه راوړي تر څو دوی یاد وضعیت پای ته ورسوي.

له دې سره خوا کې په افغانستان کې د خبریالانو مرکز بیا دغو اندېښنو ته په کتو سره وايي، چې د اطلاع‌رسونې او رسنیز چاپېریال لپاره ستونزې له پخوا زیاتې شوې دي.

د دغه مرکز د عدالت غوښتنې برخې مسؤلې سمیه ولي‌زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه وضعیت د افغانستان د خبریالانو مرکز لپاره د اندېښنې وړ دی او هغه نیونې چې د طالبانو له‌خوا کېږي زموږ دغه اندېښنې نورې هم ژورې کوي، موږ هیله لرو هغه عدالت غوښتنې چې په دې برخه کې شوې دي د رسنیو د ازاد فعالیت په برخه کې مثبت تغییرات راولي."

طالبانو ګڼ بندیان کړي خبریالان بیرته پرېښي، خو هېڅکله یې د هغوی د نیولو او ورسره شوي چلند په اړه وضاحت نه دی ورکړی
طالبانو ګڼ بندیان کړي خبریالان بیرته پرېښي، خو هېڅکله یې د هغوی د نیولو او ورسره شوي چلند په اړه وضاحت نه دی ورکړی

افغان خبریال عاشق‌الله جلالزی بیا د نورو ستونزو ترڅنګ د اطلاعاتو سانسور یوه جدي او د اندېښنې وړ مسئله یادوي.

نوموړی وایي:

"په افغانستان کې ډېری رسنۍ او خبریالان سانسور شوي دي او د سانسور برخې لپاره جدي کار روان دی، که چېرته غواړې کار وکړې، نو د دوی [طالبانو] په خوښه به کار کوې، هغه څه چې د دوی خوښه نه‌وي، نو بیا نه‌شې کولای هغه ته پوښښ ورکړي."

هڅه مو وکړه، چې د دغو اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

مجاهد مخکې له دې تل ویلي، چې خبریالانو او رسنیو ته د خوندي فضا رامنځته کولو ته ژمن دي.

له دې سره خوا کې د بې‌پولې خبریالانو نړیوال فدراسیون سکرتر جنرال کریستف دیلوار بیا د جمعې ورځې ناوخته پر خپلې اېکس یا پخواني ټویټر په افغانستان کې د خبریالانو نیونې ته په اشارې سره لیکلي چې لا هم شپږ خبریالان له طالبانو سره په بند کې دي او د سمدستي او له شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه‌یې کوي.

طالبانو په تېر اګسټ میاشت کې شااوخوا ۱۳ خبریالان نیولي وو، چې ځینې یې خوشې او ځینې یې لا هم دوی سره په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG