د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

تاوتریخجن چلند؛ راپور: له طالبانو سره ۱۴ خبریالان بندیان دي او ډېری نور بهر وتلي


په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون پر مهال له یوه خبریال سره د طالبانو د چلند انځور. Kabul on October 21
په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون پر مهال له یوه خبریال سره د طالبانو د چلند انځور. Kabul on October 21

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون وايي، په تېرو دوو کلونو کې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند، د دې لامل شوی چې له کبله یې زیات ژورنالیستان له افغانستانه ووځي.

دغه فدراسیون وايي، په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې تر پرځېدو وروسته په افغانستان کې ډول ډول رسنیو د پام وړ وده وکړه چې همدا د تېر جمهوري نظام تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه.

د دغه فدراسیون د هغه تحقیقي راپور له مخې چې پرون سې شنبه خپور شو، د دغو لاسته راوړنو عمر لنډ و او د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په کابل او ولایتونو کې زیاتې رسنۍ وتړل شوې، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې، یا هم جلاوطنه شول چې دې کار د رسنیو د ټولنې پر فعالیت ناوړه اغېزې وکړې.

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند حشمت الله وجداني پرون ماښام په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په تېرو دوو کلونو کې ۵۰ فیصده تلوېزیونونه، ۴۸ فیصده راډیوګانې او ۶۰ فیصده خبري اژانسونه او ۸۰ سلنه هغه رسنۍ چې په انلاین ډول یې په افغانستان کې فعالیت درلود، خپل فعالیت بند کړی دی. د دې تر څنګ تېره اوونۍ ۱۰ نور ژورنالیستان هم د طالبانو له خوا په بېلابېلو بڼو ونیول شول او د طالبانو په زندانونو کې پراته دي."

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

د وجداني په وینا د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د چاپي رسنیو شمېر ۵۹ ته رسېده، چې له ډلې یې ۲۴ رسنۍ فعالې دي او ۳۵ یې غیرفعاله دي او په افغانستان کې د ۵۶ خبري اژانسونو له ډلې یوازې ۳۱ یې فعالیت لري.

د دغه بنسټ معلومات ښيي چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو او داعش په بېلابېلو حملو کې ۱۵۰ خبریالان وژل شوي او یوازې ۲۰ تنه یې په وروستیو دوو کلونو کې قرباني شوي دي.

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون د راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې تر نیمايي پورې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې ۱۱زره ۸سوه ۵۶ ښځینه او نارینه کارکوونکو کار کاوه، چې له دې ډلې یې ۷۷۴۶ یې خبریالان وو په دوی کې ۲۱۳۸ یې ښځې او ۵۶۰۸ یې نارینه وو. د دې تر څنګ ۴۱۱۰ تنه د رسنیو کارکوونکي وو.

د دغه فدراسیون په وینا، دا مهال په افغانستان کې په بېلابېلو رسنیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د خبریالانو په توګه کار کوي چې یوازې ۵ فیصده یې ښځینه دي.

ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ ویانده د خبرونو وړاندې کولو پر مهال. د طالبانو د محدودیتونو له کبله ښځینه ویاندویانې په ماسک سره خبرونه وړاندې کوي.
ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ ویانده د خبرونو وړاندې کولو پر مهال. د طالبانو د محدودیتونو له کبله ښځینه ویاندویانې په ماسک سره خبرونه وړاندې کوي.

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون د راپور له مخې نن سبا د طالبانو په زندانونو کې لږ تر لږه ۱۴ خبریالان او د یوې راډیو د امتیاز خاوند بندیان دي چې د برخلیک په اړه یې دقیق اطلاعات نه شته.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د ټینګولو دوه کاله پرون پوره شول او په دې موده کې پر رسنیو او د هغوی پر کارکوونکو ډول ډول محدودیتونه لګول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG