د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

ګارډین: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو ځان وژنه زیاته شوې


یوه افغانه نجلۍ او د طالبانو پوځي موټر - ارشیف
یوه افغانه نجلۍ او د طالبانو پوځي موټر - ارشیف

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو ځان وژنه زیاته شوې، دا له برېتانیا د خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی.

په مقاله کې د ورځپاڼې هغې څیړنې ته اشاره شوې، چې د نیمروز او هرات په ګډون د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې یې ترسره کړې او ویل شوي، چې په دغو ولایتونو کې د ځان وژنې ګڼې پیښې او هڅې شوي، چې یوازې یوه یې د نارینه او پاتې نور یې د نجونو او ښځو له خوا شوي دي.

که څه هم په مشخص ډول نه دي ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ځان وژنې څومره پیښې شوي، خو مقاله لیکونکي د خپلې څیړنې له مخې لیکلي، افغانستان کې د نارینه وو په پرتله ښځې ۷۵ سلنه زیاته ځان وژنه یا د ځان وژنې هڅه کوي، حال دا چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په نوره نړۍ کې د ښځو پرتله د نارینه وو د ځان وژنې پیښې ډېرې دي.

ورځپاڼې د لطیفې په نوم د یوې نجلۍ کیسه را اخیستې، چې د ځان وژنې هڅه یې کړې او په وینا یې دا اقدام یې وروسته تر دې وکړ، چې د ډاکټرې کېدو هیلې یې په اوبو لاهو شوې.

وړاندې د رویا په نوم په هرات کې د بلې نجلي د ځان وژنې یادونه شوې، چې لامل یې د مېړه له خوا ورسره دوامداره تاوتریخوالی بلل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ګارډین ته ویلي، دوی دا مهال په افغانستان کې د هغو نجونو شمېر مخ په زیاتېدو ویني، چې له ژونده مرګ ته ترجیح ورکوي.

د مقالې په پای کې راغلي، چې دوی د نجونو او ښځو د ځان وژنې په اړه معلومات په شخصي ډول له روغتیایي کارکوونکو ترلاسه کړي او په وینا یې د طالبانو د حکومت مسولو چارواکو له خبرو کولو ډډه کړې.

ګارډین دا هم لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې یوشمېر پیښې ان ثبتیږي نه او د ټولنیزو دودونو له کبله یوشمېر نجونې له ځان وژنې وروسته په پټه خاورو ته سپارل کیږي.

یورایشیا ټایمز

یورایشیا ټایمز خپرونې په افغانستان کې د اېغورانو د څارلو او د افغانستان د سرچینو د ترلاسه کولو لپاره د چین د نفوذ د زیاتېدو په اړه لیکنه خپره کړې او هغې ته یې په افغانستان کې «د چین لویه لوبه» سرلیک ورکړی دی.

په دې لیکنه کې لولو: چین له دې سره- سره چې اېغور فعالانو ته د پناه ورکولو په خاطر له طالبانو نارضایتي لري، خو د دې لپاره چې د افغانستان طبیعي سرچینو ته یې سترګې نیولې، په دې نارضایتۍ یې سترګې پټې کړي دي.

چین تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم د شي جین پینګ د ولسمشرۍ په دوره کې چین په کابل کې د طالبانو له رژیم سره تعامل لري، خو د اېغورانو پر سر نارضایتۍ پیکینګ اړ باسي چې له احتیاطه کار واخلي.

خپرونه د چارو د کتونکو په قول هغه راپور ته اشاره کوي، چې وايي په افغانستان کې د چین نفوذ تر ډېره د اېغور فعالانو د څارلو په خاطر دی، ځکه چې هغوی د چین کورنی او سیمه ییز امنیت ګواښي.

خو له دې سره -سره چینايي شرکتونه په افغانستان کې په شدت د فرصتونو د ارزولو او په ځانګړي ډول د طبیعي سرچینو د استخراج لپاره د قراردادونو د لاسلیکولو په حال کې دي.

یورایشیا ټایمز خپرونه زیاتوي، د نړۍ اکثره قدرتونه په وچه کې اېسار افغانستان ته د اسیا د دروازې په سترګه ګوري.

دغې خپرونې د لیکنې په دوام کې د باختر خبري اژانس د جولای د میاشتې د راپور یادونه کړې، چې پر اساس یې د طالبانو له قوله ویل شوي وو چې د چین فان چاینا کمپنۍ د افغانستان د برېښنا، سیمنټو او روغتیا په برخو کې نژدې ۳۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG