د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د امنیت شورا غونډه کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د دایمي استازي نصیر احمد فایق
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د دایمي استازي نصیر احمد فایق

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق او پاکستاني استازي منیر اکرم ترمنځ وروسته تر هغې لفظي نانندرۍ رامنځته شوې چې پاکستاني استازي په ښکاره ډول د طالبانو سره د نړیوالو د تعامل غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سازمان په ۷۸مه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ ترسره شوه د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق او پاکستاني استازي منیر اکرم ترمنځ لفظي شخړه وشوه.

د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، پاکستان د ترهګریزو ډلو په ملاتړ او پاکستاني لوري د افغانستان استازی د امنیت شورا په غونډه کې د ناسمو معلوماتو په وړاندې کولو تورن کړ.

دا لفظي ناندرې وروسته تر هغې رامنځته شوې چې د پاکستان استازي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اړه د خپل حکومت دریځ په ډاګه کړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه دې د 'افغانستان موقت حکومت' او افغان ولس لومړیتوبونو ته ځواب ووایي.

نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه دې په سفرونو د طالب چارواکو بندیزونه لرې کړي او په ملګرو ملتونو کې دې طالبانو ته استازیتوب ورکړي.

دغه پاکستاني ډیپلومات د دې ترڅنګ دا هم وویل چې نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د هیچا استازیتوب نه کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست استازي نصیر احمد فایق وویل: "زه د افغانستان استازی یم او د افغانانو د درد او غم په هکله خبرې کوم چې د هغو هېوادونو له لاسوهنې ځورېږي چې دوه ګوني لوبې کوي، له یوې خوا وايي چې مونږ د ترهګرۍ قرباني یو او له بلې خوا په افغانستان کې د ترهګرۍ ډلې ملاتړ کوي او هغه نورمال ښيي."

خو د پاکستان استازي منیر اکرم د نصیراحمد فایق د دې څرګندونو په غبرګون کې وویل چې دا یوه لویه بې نظمي ده چې د امنیت شورا هغه ته بلنه ورکړې څو په دې شورا کې خبرې وکړي او ناسم معلومات وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی پاکستان استازي منیر اکرم
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی پاکستان استازي منیر اکرم

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په ملاتړ تورن دی، که څه هم اوسمهال د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ظاهراً د پاکستاني طالبانو په سر اړیکې ترینګلي ښکاري او په وروستیو کې دواړو لوریو پر یو بل تورونه لګولي دي.

د سیاسي چارو یوه کارپوه صلاح الدین سعیدي وايي، پاکستان له یوې خوا افغان طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورونوې خو له بلې خوا بیا په نړیوال سټېج په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته لابي کوي.

هغه زیاتوي: "پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو او د سولې پر ضد دوه ګوني او داسې سیاستونه کارولي چې د نړۍ لپاره یې د ترهګرۍ خطرونه رامنځته کړي دي. په نړۍ کې چېرې چې ترهګریز عمل ترسره شوی پاکستان سره یې اړیکه درلوده او نړۍ په دې پوهېږي افغانستان ته دوی ترهګرې ډلې استولي دي نو ویلی شو چې د نړۍ او د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست دوه مخی او جنایی سیاست دی. "

د سیاسي چارو بل پوه احمد خان اندړ بیا وايي، پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې.

نوموړي زیاته کړه: "د پاکستان لپاره مهمه نه ده، چې په افغانستان کې امارت حاکم وي یا جمهوریت او یا هم په ملګرو ملتونو کې د جمهوریت استازی وي یا د امارت، خو دوی هڅه کوي د افغانستان له خلکو سره خپله دښمني وښیي."

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق دا هم وویل چې له دوه کلونو راهیسې له کله چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې، په دې هیواد کې بشري، سیاسي، ټولنیز، امنیتي او د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې انځور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې انځور

هغه وویل چې اقتصادي او بشري کړکېچ لا هم ژور شوی او اوسمهال ۹۷ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې کارۍ اوج ته رسېدلې ده.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې په بهرنیو مرستندویه موسسو کې د طالبانو له لوري د ښځو په کار د بندیز پرېکړې چې په بهرنیو مرستو یې مستقیم اثر وکړ د بې‌وزلۍ کچه لا لوړه کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له‌مخې اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG