د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د طالبانو لخوا د ازادۍ جشن د مخنیوي ادعا؛ د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي: د ملي بیرغ په سر یې تیت و پرک کړو


د طالبانو له واکمنیدو مخکې په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې د ولسي نمانځنو یو تصویر
د طالبانو له واکمنیدو مخکې په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې د ولسي نمانځنو یو تصویر

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، طالب وسله والو ورته د ازادۍ د جشن د نمانځلو اجازه نه ده ورکړې.

ننګرهار چېرته چې د افغانستان د ازادي ګټونکي پاچا امان الله خان مقبره ده، او اوسېدونکو یې د تېر جمهوري حکومت پر مهال دا ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځله، یو اوسېدونکی یې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په دې راپور کې نوم خپور شي وايي، د جلال اباد یو شمېر اوسېدونکي چې درې رنګه ملي بیرغونه ورسره وو واټونو ته راوتلي وو خو د طالبانو له لوري تیت او پرک شول او د ازادي د جشن نمانځلو ته پرېنښودل شول.

سرچینې وویل:

"موږ تلو د غازي امان الله خان قبر ته په لاره کې وو، چې د طالبانو رینجر چې طالب وسله وال په کې ناست وو راغی، له موږ یې بیرغونه واخیستل او موږ یې ووهلو، نو موږ ته اجازه رانکړل شوه چې د ازادۍ جشن ونمانځو."

د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې هم چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ادعا وکړه، چې طالبانو له خلکو ملي ارزښتونه اخیستي او هیچاته د ازادۍ د ورځې په څېر د ملي ارزښتونو د نمانځلو اجازه نه ورکوي.

دې وویل طالبانو خلک ډار کړي او هیڅوک د دې ورځې د نمانځنې په نوم له کورونو نه دي راوتلي.

د کابل یادې اوسیدونکې وویل:

"یو لامل یې دا دی چې خلک له اوسني حکومت ډاریږي، اوسنی حکومت د امان الله خان په څېر شخصیتونو، ملي بیرغ او ملي ارزښتونو سره -ستونزه لري، ولس نه پرېږدي چې دغه ډول ورځې ونمانځي او دغه ارزښتونه یاد کړي."

امان الله خان د خپلواکۍ ګټونکي ترڅنګ په افغانستان کې د مدني ژوند د ترویج موسس هم بلل کیږي
امان الله خان د خپلواکۍ ګټونکي ترڅنګ په افغانستان کې د مدني ژوند د ترویج موسس هم بلل کیږي

د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته ویلي، چې په سیمو کې یې د ازادۍ ورځ په ولسي کچه نه ده نمانځل شوې.

خو دوی ویلي، چې دا ورځ یې په زړونو کې ځانګړی ځای او مقام لري او لږ ترلږه د ټولنیزو رسنیو له لارې یې هڅه کړې، چې یو بل ته د دې ورځې مبارکي ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خلکو د څرګندونو په اړه زموږ اړیکې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت د زمري اته ویشتمه رسمي رخصتي اعلان کړې او د افغانستان د دفاع وزارت په انګړ کې یې په دې اړه رسمي مراسم هم نیولي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو د دې ورځې په ویاړ په خپرو کړو بیانونو کې د مبارکې ترڅنګ له طالبانو غوښتي، چې د نجونو په وړاندې دې د زده کړو دروازې پرانیزي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل بیان کې چې په ټویټر یې خپور شوی لیکلي:

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

"په دې تاریخي ورځ یو وار بیا د سرپرست اسلامي حکومت نه غواړم چې هر څه ژر په ټول هیواد کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ټولو ته د زده کړو زمینه برابره کړی ترڅو د خلکو له احتیاجه خلاص او په واقعي معنا د خپلواکۍ او په ځان بسیا هیواد څښتانان شو."

نوموړي لیکلي، چې د نورو له احتیاجه خلاصون د علم له ترلاسه کولو پرته نا ممکن دی.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په داسې وخت کې رارسېدلی چې افغانستان له ګڼو سیاسي، اقصادي او اجتماعي ستونزو سره مخ او په افغانانو کې بې ورلي زیاته شوېده.

خو هغه لیکلي چې له هر څه سره -سره باید د خپلواکۍ ورځ نادیده ونه نیول شي، ځکه په خبره یې دا ازادي د ګڼو افغانانو په قربانۍ ترلاسه شوې ده.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله

د تېر جمهوري حکومت دملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر خپل فیسبوک په یو لنډ پیغام کې خلکو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده.

نن د اسد یا زمري اته ویشتمه له برېتانیا د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۴ مه کلیزه ده.

۱۰۴ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان د هغه وخت واکمن امان الله خان د هيواد د سیاسي خپلواکۍ اعلان وکړ او له هغې ورځې وروسته دا ورځ د افغانانو ترمنځ د ازادۍ د ورځې په نوم نمانځل کیږي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به دا ورځ په ولسي او حکومتي کچه په ډیر شاندارو مراسمو نمانځل کیدله او د پلازمینې او نورو ولایتونو سربیره به په دې ورځ د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د ګټوونکي پاچا امان الله خان په قبر باندې د ګلونو د ګیډۍ د ایښودلو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دا ورځ نمانځل کیدله.

XS
SM
MD
LG