د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د زمري ۲۸مه؛ طالبان به افغانان د خپلواکۍ ۱۰۲يمې کلیزې نمانځلو ته پریږدي؟


د افغانستان ملي بیرغ
د افغانستان ملي بیرغ

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د ملي بیرغ د راځړولو پر سر اخ او ډب شوی.که څه هم د یو کس د وژل کېدو راپور په کې ورکړل شوی، خو لا تائید شوی نه دی.

په جلال اباد ښار کې له نن سهار راهیسې سلګونه ولسي وګړي سړکونو ته راوتلي او د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې د ملي بیرغ د لګولو هڅه کوي.

خو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې او دوی يې پرې نه ښودل چې د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۲یمې کلیزې د نمانځنې په پار درې رنګه ملي بېرغونه د دې ښار پر واټونو راوځړوي.

د جلال اباد ښار دوو اوسېدونکو سدیس شرفزي او پاچا ازادي راډيو ته وویل: "نن سهار موږ وغوښتل چې د افغانستان ملي بېرغ د جلال اباد ښار ځینو سیمو کې وځړوو کله چې د پښتونستان واټ ته ورسېدو نو له موږ سره د طالبانو له خوا ډېر جدي برخورد وشو، طالبانو موږ ووهلو او بیرغ يې تر خپو لاندې کړ.

-موږ نن غوښتل چې د اسد د اته ویشتمې د ازادۍ د ورځې په ویاړ ترتیبات ونیسو او خپل بېرغ په جلال اباد کې وځړوو، خو د ښار په منځ کې د طالبانو له خوا زموږ مخه ونیول شوه، په موږ ډزې وشوې، ووهل شو."

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوېو ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې سلګونه وګړي چې ملي بیرغونه يې په لاسونو کې نیولي او د الله اکبر نارې وهي د ښار په واټونو کې ګرځي، خو ناڅاپه پرې هوايي ډزې کېږي.

د ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په تېرو کلونو کې دا ورځ په ولسي او دولتي کچه په جوش او ولولو نمانځل کېده
د ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په تېرو کلونو کې دا ورځ په ولسي او دولتي کچه په جوش او ولولو نمانځل کېده

له خوسته او کونړه هم د ملي بیرغ په ملاتړ د لاریونونو راپورونه ورکړل شوي.

ویل کېږي چې ګڼو ځوانانو ددې ښارونو په مرکزي سیمو کې د افغانستان ملي بیرغونه ځړولي او له طالبانو یې غوښتي چې دا د افغانستان ملي هویت دی او باید ټول یې درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د اسد یا زمري د میاشتې اته ویشتمه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۲یمې کلیزې سره برابره ده.

د ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په تېرو کلونو کې دا ورځ په ولسي او دولتي کچه په جوش او ولولو نمانځل کېده، خو سږ کال چې طالبان له پنجشیر ولایت پرته پر ټول افغانستان واکمن دي، د دغه ورځې د نمانځنې په اړه يې تردې دمه رسمي څه نه دي ویلي.

د بلخ یو اوسېدونکی عبدالرحمن له طالبانو غواړي چې ولس ته دې د دغه ورځې د نمانځنې اجازه ورکړي: "دا چې د ازادۍ ویاړلې ورځ را روانه ده نو په کار ده چې طالبان دا ورځ په ویاړ ونمانځي او د ولسونو خوښۍ ته اجازه ورکړي، دا شان زموږ غوښتنه دا ده چې باید په ملي بیرغ پورې دوی کار ونه لري او خلکو ته اجازه ورکړي چې د ازادۍ ورځ ونمانځي."

دوی دغه شان د افغانستان د ملي بیرغ د برخلیک په اړه هم اندېښنه لري او وايي، طالبان باید دا د افغانستان د ملي بیرغ په توګه ومني.

دوی وايي، تور سور او زرغون بیرغ په نړیواله کچه د افغانانو د بیرغ په نوم پېژندل کېږي او بدلول به يې سمه پرېکړه نه وي.

طالبان سپین بیرغ چې د لا الا الله کلیمه پرې لیکل شوې د خپل رسمي بیرغ په توګه کاروي.

که څه هم دې ډلې تردې دمه د ازادۍ د ورځې د نمانځنې په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ يې عمومي ویاند او د نشراتو د برخې مسول ذبیح الله مجاهد په کابل کې رسنیو ته وویل راتلونکي نظام کې به د بیرغ په اړه پرېکړه کېږي.

XS
SM
MD
LG