د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

د افغانستان پر وضعیت اندېښنې؛ نن پرې امنیت شورا ته راپور وړاندې کیږي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

تمه ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روز اتنبایوا، په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر نصیر احمد فایق او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس د غونډې ګډونوالو ته خپل معلومات وړاندې کړي.

نصیر احمد فایق چې د مخلوع جمهوریت له وخته د افغانستان په دایمي څوکۍ پاتې دی ازادي راډیو ته یې د غونډې د اجنډا په اړه لنډ وویل:

"د دې غونډې اجنډا د افغانستان د وضعیت په اړه د سرمنشي درې میاشتنی راپور وړاندې کول دي. د افغانستان دایمي استازولي به هم په دې غونډه کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب ګډون او وینا وکړي."

ښاغلي فایق د نورو جزیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی هم ګډون لري.

د ملګرو ملتونو استازې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي - ارشیف
د ملګرو ملتونو استازې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي - ارشیف

تمه ده، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقونه به د دې غونډې د بحثونو عمده برخه وي.

د دې غونډې په درشل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا غونډه د امنیت شورا د غونډې په درشل کې د پراخو سلامشورو یوه برخه وه او دا چې ملګري ملتونه رغنده تعامل ته ژمن دي او ډاډ ورکوي د ټولو افغانانو غږ اورېدل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په خپل تېر درې میاشتني راپور کې ویلي، که طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا د منل کېدو هیله لري باید د بشري حقونو د درناوي او ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

انتونیو گوتیرش ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي
انتونیو گوتیرش ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي

هغه وویل، طالبان په افغانستان کې د خپل واک ساتلو او ټینګولو ته دوام ورکوي، چې په نتیجه کې یې جګړه او شخړې نسبتاً کمې شوي، خو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او ازادۍ محدودیتونه دوام لري.

ښاغلي ګوتیرش په خپل راپور کې زیاته کړې وه ،چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیت هم د طالبانو د هغې پرېکړې په نتیجه کې له خنډ سره مخ شو چې د دې سازمان په دفترونو کې یې د ښځو د کار مخه ونیوله.

دې پرېکړو خدمتونو ته د ښځو لاس رسی محدود کړی دی.

طالبانو په بهرنیو او کورنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې د زده کړو د دوام اجازه نه ده ورکړې او د پوهنتونونو دروازې یې د ښځو او نجونو پر مخ تړلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG