افغانستان
اتونبایووا له متقي سره د امنیت شورا د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې د پراخو سلا مشورو په چوکاټ کې شوې.
د یوناما د بیان له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه ولري.
یوناما په خپل بیان کې زیاته کړې چې د رغنده تعامل لپاره متعهده ده او غواړي دا ډاډمنه کړي چې د ټولو افغانانو غږونه واورېدل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه؛ د یوناما مشرې پرې اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث وکړ.
دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مشرې روزا اوتونبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
مېرمن اوتونبایووا په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو پر زده کړو پر لګېدلو محدودیتونو اندېښنه وښوده.
د یوناما مشرې که څه هم د مخدرو موادو د کښت د نسبي مخنیوي په څېر د یولړ مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، خو هغې وویل چې د دوی هڅې د طالبانو د هغو پنځوسو فرمانونو له کبله زیانمنې شوې چې هدف یې له ټولنیز ژوند او زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول دي.
د چین اسیايي سیالۍ؛ د ووشو لوبغاړي خالد هوتک خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ووشو لوبغاړي خالد هوتک د چین د اسیايي سیالیو په منځلوبه یا کوارټرفاینل کې وکړای شول چې خپل هندي سیال سورج یادو ته ماتې ورکړي.
دغه سیالي چې څو شېبې وړاندې ترسره شوه، هوتک په لومړي پړاو کې خپل هندی سیال ناک اوټ کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
نوموړی چې په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې سیالۍ کوي، نیمه پایلوبه به یې سبا چهارشنبه د چینايي یا هم ازبکستاني سیال پر وړاندې وي.
دغه راز تېره ورځ د ووشو لوبې بل لوبغاړي نصرت الله حبیبي هم د خپل تایلنډي سیال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه.
د سره صلیب نړیواله کمېټه: اقلیمي بدلون په افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن شوی دی.
د دې کمېټې د افغانستان څانګې نن په اېکس پاڼه کې کښلي، چې په افغانستان کې پر بشري ناوړه وضعیت سربیره د اقلیم د بدلون اغېزې د دې هیواد په ډیرو سیمو کې څرګندې شوې، ځکه په ځپل شویو سیمو کې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي.
تردې مخکې د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM ویلي وو،چې ۷۹ سلنه افغانان کافي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېرې زمري میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او دا هېواد د اقلیم د بدلون له پلوه د نړۍ له لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: طالبانو د افغان ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې ضرره نه دی پریښی

ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې جوړیږي، د یوناما مشره روزا اوتونباییوا غړیو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
تمه ده، چې د دې غونډې ډیری بحثونه به په افغانستان کې د بشري حقونو پروضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د حقونو پر مسلې متمرکز وي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د دې غونډې په درشل کې ویلي، چې طالبانو د ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې ضرره ندی پریښی او هغوی ته یې هیڅ ازادي نده پریښې.
دې ادارې بیګا ناوخته په ایکس پاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو په افغانستان کې د صادرشویو فرمانونو، پریکړو او د لګول شویو محدودیتونو شمیرله پنځوسو اوړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبانو د ښځو په وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او هم یې پرنجونو او ښځو د پوهنتوني زده کړو بندیزلګولی دی.
همدارنګه پرښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ هغوی په ډیرو دولتي ادارو او نادولتي موسسو کې له کارکولو منع شوي دي.
د طالبانو حکومت: شپیته افغانان د پاکستان له بنده خوشې شول

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو پرون شپیته تنه افغان کډوال خلاص او وطن ته روان شوي دي.
دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل سید عبدالجبار د ازادي راډیو مشال څانګې ته کړې.
نوموړي ویلي:
" شپیته تنه محبوسین چې په دوی کې ماشومان هم شامل دي، د سند له مختلفو جېلونو څخه ازاد او وطن ته ستانه کړای شول. دا کار د کونسلګري په کوشش او لګښت باندې وشو. تر دې وړاندې هم مونږ ۲۶۱۰ کسان مونږ ازاد کړي او وطن ته مو استولي دي."
دا زندانیان داسې مهال خلاصیږي چې په سند کې د افغان کډوالو فعالان وایي پاکستاني پولیسو دغلته پر افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او تېرو دوو اونیو کې یې شاوخوا ۷ سوه کسان زنداني کړي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل تاییدوي چې تر نهو سوو زیات افغانان دا مهال هم د سند ایالت په بېلابېلو زندانونو کې دي.
قانع: کابل او ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو په اړه هواوي شرکت سره پر احتمالي همکارۍ خبرې شوي

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، کابل او ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو طرحه باندې کار روان دی او په دې تړاو یې د چین هواوي شرکت سره د احتمالي همکارۍ په اړه هم خبرې کړي دي.
رویټرز خبري اژانس پرون دوشنبه د دغه وزارت د ویاند عبدالمتین قانع په حواله ویلي، چې د چین له دغه شرکت سره په تېره اګست میاشت کې خبرې شوي، خو په خبره یې کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي.
رویټرز د هواوي شرکت په حواله هم ویلي، چې له طالب چارواکو سره په دې تړاو غونډه کې پر کوم ځانګړي پلان بحث نه دی شوی.
د چین بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه بې خبري ښودلي، خو ویلې یې دي، دوی خپل شرکتونه په افغانستان کې د عملي همکارۍ لپاره هڅوي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو،چې ټول افغانستان کې یې د خلکو " د روحي او فزیکي امنیت" لپاره دوه شپیته زره د څارنې کمرې نصب کړي او په خبره یې د زرګونه نورو د لګولو پلان هم لري.
د دې پلان نیوکه کوونکو بیا ویلي، چې طالبان د اعتراض کوونکو او لاریون والو د ډله ییزې څارنې او ځپنې لپاره دا کار کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت راپور ورکوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي.
د امنیت شورا په دې غونډه کې به ډېر بحثونه د افغانستان د ښځو او نجونو د کار او تعلیم پر مساییلو څرخي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه پر ځای او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د طالبانو له بیا واک ته راتلو سره، دوی نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي او د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ ور تړلې دي.
د پولیو پر وړاندې د واکسین دویمه ورځ؛ د طالبانو روغتیا وزارت یې خلک همکارۍ ته بللي

نن سه شنبه په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د څلور ورځني کمپاین دویمه ورځ ده.
په پام کې ده چې په دې کمپاین کې یوولس میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې همکاري وکړي.
په داسې حال کې، چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال پنځه پېښې په دغه هېواد او هغه هم په ننګرهار کې ثبت شوې دي.
د پولیو ناروغي له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده.
پوليو يا ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده او درملنه نه لري او د واکسيناسيون په واسطه يې مخه نيول کيداى شي
د اتریش د ازادۍ ګوند یو شمېر غړو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د اتریش د ازادۍ ګوند یوشمېر غړو په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس شبکې په یوه بیان کې د دې لیدنې تصویرونه خپاره کړي او د ښاغلي متقي له قوله یې لیکلي دي چې نوموړی وايي، له اتریشي پلاوي سره له لیدنې خوښ دی څو نړیوالو ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې کړي.
ښاغلي ضیااحمد د یوهانس په نوم د اتریش د ازادۍ د ګوند د یوه غړي له قوله لیکلي چې وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی دی.
د اتریش حکومت او د ازادۍ ګوند تراوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.
د ازادۍ ګوند د اروپا په پارلمان کې څلور او د اتریش په ملي شورا کې دېرش استازي لري.
نوموړی ګوند په اروپا کې د مسلمانانو او مهاجرت ضد پالېسیو په لرلو مشهور دی.
ملګري ملتونه: روان کال مو افغانستان کې ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د م. م د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، دې لاسوهنو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې له خنډ سره مخامخ کړې دي.
د اوچا د راپور له مخې، د دې لاسوهنو موارد د سږني کال په اګست میاشت کې ۱۵ ته رسېدل چې ترټولو زیات وو، او د م. م د کارکوونکو د تګ راتګ او زیانګالو سیمو ته د موادو د لېږد مخنیوی پکې شامل وو.
اوچا زیاتوي چې سږني موارد د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۷۳ زیاتوالی ښيي.