د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

پاکستاني چارواکي: د پاکستان دننه تروریستي بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي


ارشیف: په د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د پاکستان په کوټه کې د شوې چاودنې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
ارشیف: په د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د پاکستان په کوټه کې د شوې چاودنې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان دننه تروریستي بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد پر امنیتي اډو بریدونو ته ډېر اندېښمن دی.

د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ د جمعې په ورځ خبرې غونډې ته وویل چې دا ګواښونه د افغانستان له خاورې پاکستان ته متوجه دي.

دې زیاته کړه چې دا اندېښنې یې د طالبانو له چارواکو سره په افغانستان کې شریکې کړې دي او خبرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ

بلوچ ادعا وکړه چې په افغانستان کې ډېره امریکایي وسله پاتې چې یو برخه یې د ترهګرو لاسونو ته لوېدلې ده.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا دا تور رد کړ.

د دې شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو محدود شمېر تجهیزات د کابل په هوایي ډګر کې پرې ایښي وو چې هغه هم د استفادې وړ نه و.

بل لور ته په افغانستان کې طالبانو بیا بیا د پاکستان تور رد کړی دی او وایي چې اسلام اباد د دې په ځای چې نور ملامته کوي، خپل امنیت دې سم ټینګ کړي.

طالبانو دا خبره هم په کراتو کړې چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او د نړۍ د نورو هېوادو پر ضد برید وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په چترال کې پراخ برید وشو چې د پاکستاني ځواکونو په وینا، د دوی څلور عسکر په کې ووژل شول.

په چترال کې د پولیسو مشر محمد علي فرانس پرېس اژانس ته وویل چې په سلګونو برید کوونکي د افغانستان له نورستانه د پاکستان خاورې ته داخل شول او په سپکو او درنو وسلو یې پر دوو امنیتي مرکزونو حملې وکړې.

په همدې ورځ په تورخم کې د پاکستاني پوځيانو او افغان طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې دا لاره ورسره بنده شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده زهرا بلوچ وایي، د پاکستان دننه ناامنیو ته اندېښنې د دې سبب کېږي چې پولې وتړل شي.

د تورخم له بندېدو سره په زرګونو تنه د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته ایسار دي.

په دې ډله کې یو هم سمیع‌الحق نومېږي چې د خبرو له لارې د دې لارې د پرانیستو غوښتنه کوي.

هغه وویل: "موږ مسافر یوو. کله دلته کله هلته ایسارېږو. د هېڅ لورې پلوي نه کوو. د همدې ستونزې له امله پاتې شوي یوو او دا ستونزه تجربه کوو. اوبه او ډوډۍ نه لرو. له دواړو حکومتونو غواړو چې دا ستونزه سره هواره کړي."

د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر اوسه په تېرو دوو کلونو کې څو ځله له پاکستاني ځواکونو سره پر پوله نښتې شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع تازه ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې نژدې پنځوس ځله د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په سرحدونو کې نښتې رامنځته شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG