د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

چارواکي: په خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید له کبله ۹ سرتېري وژل شوي


ارشیف: په خیبر پښتونخوا کې د برید له کبله یو شمېر امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ارشیف: په خیبر پښتونخوا کې د برید له کبله یو شمېر امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان پوځ وایي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۹ سرتېري وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وایي، ځانمرګي له یوه موټرسایکله پر استفادې د دوی د پوځیانو پر کاروان پرونی برید کړی دی.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې په برید کې لږ تر لږه ۹ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ازادي راډيو مشال څانګې تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه جاني‌خېلو کې د پرون ماښام برید ۹ تنه وژلي او د یوه ملکي قراردادي په ګډون یې له شلو ډېر نور ټپيان کړي دي.

د پاکستان سرپرست صدر اعظم انوار الحق کاکړ پر ایکس ټولنیزه شبکه یا پخواني ټویټر دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې د نهو سرتېرو پر وژنه سخت خواشینی شوی دی.

د چارواکو په خبره، په دغه برید سره د روان ۲۰۲۳ کال له پيله په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي او پوځي سرتېرو د ځانمرګو بریدونو شمېر شپږو ته ورسېد.

تر بېګا ناوخته پورې د برید مسوولیت کومې ډلې نه و منلی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان تر ډېره د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' له ۲۰۲۲ کال راهیسې پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.

پاکستاني چارواکو تل تور پورې کړی چې'ټي ټي پي' په افغانستان کې ځای پر ځای دی او له همغه ځایه دا ډول بریدونه پلانوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو بیا دا تورونه رد کړي او په تکراري ډول یې ډاډ ورکړی چې چاته د افغانستان له خاورې د بل هېواد په ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د طالبانو حکومت په پاکستان کې د بریدونو یوشمېر عاملان نیولي دي.

جیلاني له خبریالانو سره یوه غونډه کې ویلي، د طالبانو حکومت د دغو مشکوکو کسانو د نیولو په اړه اسلام اباد ته معلومات ورکړي دي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو چارواکو هم تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر پر خبرو تبصره نه ده کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG