د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

نیویارک ټایمز: طالبان په سوله کې کرار نه دي او په بهر کې د بلې جګړې لټه کوي


ارشیف: په میدان وردګ کې د طالب وسله والو یو انځور
ارشیف: په میدان وردګ کې د طالب وسله والو یو انځور

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې چې: "د طالبانو وسله‌وال په سوله کې کرار نه دي، دوی په بهر کې د بلې جګړې لټه کوي."

ورځپاڼه د دې مقالې په پیل کې د محمد خالد طاهر په نوم د یوه طالب کیسه کوي چې په افغانستان کې یې مدرسه لوستې وه او کورنۍ یې ویل چې د ده پرله‌پسې شکایت دا و چې د ژوند اصلي هدف ته نه دی رسېدلی چې په بهر کې په جهاد کې برخه واخلي.

نیویارک ټایمز د محمد طاهر یوه ویډیو ترلاسه کړه چې پاکستان ته روان دی او وایي چې: "زما یوازېنۍ هیله دا ده چې شهید شم."

ورځپاڼه د محمد طاهر د خپلوانو په وینا لیکي چې تر دې ویډیو میاشت وروسته دی د پاکستاني پوځيانو له لوري ووژل شو.

نیویارک ټایمز د طالبانو د یو شمېر غړیو، سیمه‌ییزو مشرانو او امنیتي څېړونکو په وینا څرګندوي چې د طالبانو په سلګونو ځوان جنګیالي په غیرقانوني لارو پاکستان ته اوښتي چې هلته د نورو یاغیانو ترڅنګ په جګړو کې برخه واخلي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ په وینا، په تېر یوه کال کې تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۲۳ بریدونه کړي چې په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې موده کې د دې حملو شمېر د کال په ترڅ کې د دې تر نیمایي ښکته و.

نیویارک ټایمز لیکي، دا معلومه نه ده چې څومره افغانان د پاکستان لور ته اوښتي او له تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو سره یوځای شوي، خو پرته له څه شکه چې د طالبانو د لسګونو زرو وسله‌والو له ډلې لږ شمېر افغان طالبان په پاکستان کې په جګړو کې ښکېل دي.

د طالبانو په حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو له لوري د کابل د نیولو د دوهمې کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې څوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ او بې کفایتۍ پړه پر افغانانو نه اچوي.

مولوي یعقوب مجاهد پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي دا خبره وکړه، خو تر دې مخکې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو تور پورې کړی وو چې افغانان د پاکستان په ناکراریو کې لاس لري.

ګارډین:

د لوېدیځ بلې خپرونې ګارډین بیا د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د محدودیتونو پر ضد د یوې نندارې خبر ورکړی دی.

دغې برتانوۍ ورځپاڼې د اګست په پنځلسمه د لندن په شمال کې د کاغذپران د مېلې په ارتباط لیکلي چې دا مېله د دې څرګندونه کوي چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې افغان ټولنه څرنګه له رنګارنګ رنګونو ډکه وه.

د دې نندارې یو شمېر برخه‌والو ګارډین ته ویلي چې دوی د طالبانو تر واک لاندې د نجونو او ښځو د حقونو غوښتنه کوي.

د ګارډین په خپرې کړې مقاله کې وړاندې راغلي چې د اګست په پنځلسمه د کاغذپران دا ننداره د ګوډ چانس په نوم د تیاتر له لوري جوړه شوې وه.

دې تیاتر پروسږ کال د اګست په پنځلسمه د بریتانیا په پنځلس ښارونو کې د کاغذپران ورته نندارې وړاندې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG