د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

ایفنینګ سټنډرډ او میرر: د داعش خراسان څانګه څوک ده؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د پنجشنبې د ماښام پر خونړیو ترورېستي حملو او د داعش په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د دغو انتحاري بریدونو مسؤلیت ومانه.

  • ایفنینګ سټنډرډ او میرر

د بریتانیا ایفنینګ سټنډرډ او میرر ورځپاڼو په دې اړه خپلې لیکنې په دې پوښتنې پیل کړي چې د داعش خراسان څانګه څوک ده؟

دواړو ورځپاڼو دا ډله په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش څانګې بللي چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

په عراق او سوریه کې دا ډله په ۲۰۱۴م کال جوړه شوه، خو په افغانستان کې یې لومړی ځل د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې سر راپورته کړ، دا هغه وخت و چې دې ډلې په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لرلې.

ایفنینګ سټنډرډ او میرر ورځپاڼو کښلي چې داعش په نسبتاً لنډ وخت کې خپل نفوذ د افغانستان په شمال، لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې ګڼو ولسوالیو ته وغځاوه.

د امریکا د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز پر اساس، ویل کېږي چې دې ډلې په لومړیو درېیو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې په ملکیانو باندې تر ۱۰۰ ډېرې حملې وکړې.

د دې مرکز په وینا له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د داعش خراسان څانګې پر افغان، امریکايي او پاکستاني پوځیانو شااوخوا ۲۵۰ بریدونه کړي دي.

دا ډله پر یوه زېږنتون د تېر کال د حملې په شان د خورا خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه لري.

د سولې او اقتصاد د نړیوال انسټیټیوټ د ترورېزم د فهرست له مخې، تر ۲۰۱۸ پورې داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو په خونړۍ ډلې بدله شوه.

د ملګرو ملتو د یوه راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه د ۵۰۰ او ۱،۲۰۰ تنو ترمنځ وسله‌وال لري، خو ځیني متخصصان اټکل کوي چې په راتلونکو کلونو کې به د دې ډلې د وسله‌والو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي ځکه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له کبله به تشه رامنځته شي.

له ۲۰۲۰ را په دې خوا چې افغان او امریکايي ځواکونو د دې ډلې مشران ووژل یا ونیول، شهاب‌المهاجر یې مشري کوي.

ایفنینګ سټنډرډ او میرر ورځپاڼو لیکلي چې د داعش خراسان څانګه او طالبان له یو بل سره دښمني لري ځکه چې داعش باوري ده چې طالبان پوره سخت‌دریځي نه‌دي.

خو د ترورېستي چارو دوه کارپوهان باور لري چې داعش طالبان خپل سیالان ګڼي او وايي چې د طالبانو ایډیالوژي په افغانستان پورې محدوده ده.

د امریکا استخباراتي چارواکي باور لري چې د داعش یو شمېر غړي له طالبانو جلا شوي کسان دي او داسې راپورونه هم شته چې طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته لږترلږه یو داعشي مشر وژلی دی.

  • سټارز انډ سټرایپس

د سټارز انډ سټرایپس په ګډون څو امریکايي ورځپاڼو په افغانستان کې د داعش د نورو خونړیو حملو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په منځني ختیځ کې د امریکا د عمومي قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي په قول کښلي چې د کابل د پنجشنبې د ماښام له بریدونو وروسته د نورو ترورېستي بریدونو احتمال شته.

مک‌کنزي ویلي چې د داعش ګواښ خورا زیات دی، دوی غواړي چې دا ډول بریدونو ته دوام ورکړي او امریکايي پوځیان هم ورته تیار دي.

XS
SM
MD
LG