د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

پاکستاني رسنۍ: د خوست پېښه زموږ د بې پيلوټه الوتکې حمله ده؛ طالب چارواکي: د پېښې څرنګوالی نه دی معلوم

د افغانستان سویل ختیځ ولایت خوست
د افغانستان سویل ختیځ ولایت خوست

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، نن شاوخوا ۱۱ بجې د خوست ښار په مرکز کې یوه چاودنه شوې، چې ځینو وزیرستاني کډوالو او د خوست ښاریانو ته په کې تلفات اوښتي دي.

د طالبانو حکومت د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني تائیدوي چې په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي، خو وايي، لا د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.

نوموړی وایي:"نن د غرمې په ۱۱ بجو په خوست ښار کې سپین جومات ته نېږدې په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده چې دا معلومه نه ده چې څه ډول چاودنه وه، ۳ تنه شهیدان او ۷ تنه ټپيان لرو. "

ښاغلی عثماني وايي، د مړو جسدونه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی همدا شان وايي، چې ممکن د پېښې په تلفاتو کې زیاتوالی راشي.

په خوست کې خبریالان بیا وايي، د پېښې د ځای او هغه روغتون ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د وژل شویو جسدونه او ټپیان په کې دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نننۍ پېښه د هوايي برید له امله رامنځ شوې که نه؟ څه و نه ویل.

خو پاکستاني رسنیو د خوست پېښه یو هوايي برید بللی دی. د پاکستان اج تلویزیون نن پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي چې په دې هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه مهم قومندان حافظ ګل بهادر او کسان یې په نښه شوي دي، خو خپلواکو سرچینو لا دا موضوع نه ده تائید کړې.

اج همدا شان لیکلي دي چې د دې برید اصلي هدف خپله حافظ ګل بهادر و، خو معلومات نشته چې نوموړی په دې برید کې وژل شوی دی که نه.

په پاکستان کې د ناامنیو له ډېرېدو وروسته بیلابیلو پاکستاني چارواکو تور ولګاوه و چې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه تنظیمېږي او پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته ور اوړي او هلته بریدونه کوي.

یادو چارواکو همدا شان خبرداری ورکړی و چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو کسانو مخه و نه نیسي چې په پاکستان کې ناامنۍ جوړوي، خپله به اقدام وکړي.

خو په افغانستان کې طالب چارواکو بیا د ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې و چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستاني چارواکو د ادعا په ځواب کې د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې افغانستان په سیمه کې د هېڅ هېواد ناکامۍ مسول نه دی او پاکستان دې خپل امنیتي وضعېت ته سمه پاملرنه وکړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په تېرو دوو کلونو کې څو ځله پاکستاني الوتکو پر افغانستان بریدونه کړي - د پاکستان د یوې الوتکې تصویر

XS
SM
MD
LG