د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

افغانستان

طالبان په جولای کې د ۵۶ بشري پروګرامونو په مخنیوي تورن شول

افغانستان سره د بشري مرستو یوه څنډه
افغانستان سره د بشري مرستو یوه څنډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې وايي، چې په تېره جولای میاشت کې په افغانستان کې ۵۶ پروګرامونه د بشري چارو پر وړاندې د خنډونو له کبله په موقت ډول ځنډېدلي دي.

په راپور کې راغلي دي، چې په دې خنډونو کې د پروژو په تطبیق کې د طالبانو د لاسوهنې، د بشري مرستو د پرسونل او امکاناتو د تګ راتګ د مخنیوي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي موارد هم شامل دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو پالیسیو او چلند هم په افغانستان کې د بشري بحرانونو پرمهال د مرستو د رسولو هڅې ستونزمنې کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د اوبو سطحې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا د غبرګولي ۲۸مه د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او د سېلابونو اټکل کړی دی.

دې وزارت پرون شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د هېواد د هواپېژندنې د ادارې او نورو نړیوالو ادارو د وړاندوینې له مخې د پنج، آمو، کابل او هلمند سیندونو په حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو او په نتیجه کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې همداراز راغلي چې د بدخشان، تالقان، بامیان، لوګر، پنجشېر، غوربند، میدان وردګو، کونړ، لغمان، پکتیا، سمنګان، بلخ، دایکنډي، فراه او غور د سیندونو په اوږدو کې د ورښتونو، د واورو د ویلي کېدو او د اوبو د کچې د لوړېدو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د انساني مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د دې سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د سېلاب پرمهال د سیندونو غاړو ته له تلو دې ډډه وکړي او همداراز د لوړو سیمو اوسېدونکي دې د کوزنیو سیمو خلکو ته سمدستي د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړي.

طالبان: ملګرو ملتونو د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې

ارشیف: د کونړ د ځنګلونو یو انځور. د ملګرو ملتونو د تایید شوې طرحې پر اساس به دا پروژې په په کونړ او بدخشان کې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې تطبیق شي.
ارشیف: د کونړ د ځنګلونو یو انځور. د ملګرو ملتونو د تایید شوې طرحې پر اساس به دا پروژې په په کونړ او بدخشان کې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې تطبیق شي.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان کې د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پرون په یو بیان کې وویل، د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ او د نړیوال پرمختګ ادارې به دا پروژې د ۲۰۲۹م کال تر جولای میاشتې په کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلې کړي.

د بیان له مخې دا پروژې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې دي.

افغانستان که څه هم د نړۍ په اقلیمي بدلونو کې ډېره ونډه نه لري، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډېر متضرر شوی او چاپېریال ته یې د سېلونو او وچکالیو په څېر د طبیعي پېښو له کبله سخت زیان اوښتی دی.

طالبانو د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ

د کابل ښار په زړه کې د شاه دوشمشېره ترڅنګ طالب وسله وال د پیرې پر مهال
د کابل ښار په زړه کې د شاه دوشمشېره ترڅنګ طالب وسله وال د پیرې پر مهال

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت پرون د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي پیغام کې په اخترونو او نورو جشنونو کې ګڼو ترافیکي پېښو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي: "د لوی اختر په مناسبت د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ټولو هېوادوالو ته سپارښتنه کېږي چې د موټر چلولو پرمهال ترافیکي اصول او قواعد په جدي توګه مراعات کړي."

قانع دا هم ویلي چې خلک دې د نورو د خوندیتوب په خاطر د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو څخه ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې له متخلفو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

د جرمني پولیس: یو افغان بل افغان په چاقوګانو وهلی او مړ کړی یې دی

تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.
تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.

د جرمني پولیسو ویلي، یو افغان کډوال د دغه هېواد په ختیځ کې یو بل افغان په چاقوګانو وهلی او مړ کړی یې دی.

د پولیسو په خبره پېښه جمعه ماښام د جرمني په یوه ختیځ ښار ولمېرشټېټ کې چې له پلازمېنې برلین ۱۳۰ کیلومتره لرې دی، رامنځته شوې ده.

بریدګر همدارنګه وروسته په یوه حویلۍ کې درې نور کسان هم چې د یورو فوټبال لیګ د پیل لوبې یې کتلې په چاقوګانو وهلي چې دوه یې سخت ژوبل شوي دي.

پولیسو وروسته بریدګر په داسې حال کې په ډزو ویشتلی چې لا یې هم چاړه په لاس کې وه او د پولیسو په خبره چې د دوی په خوا یې ورمنډه کوله.

بریدګر روغتون کې ساه ورکړې ده.

پولیسو ویلي چې د برید انګېزه نه ده څرګنده.

د کورنیو چارو وزارت په ساکسوني‌انهالټ ایالت کې، چې په‌کې ولمیرشټېټ هم شامل دی، وویل چې پولیسو په ټول ایالت کې خپل حضور زیات کړی دی.

د اروپا د ملتونو اتلولۍ سیالۍ د جرمني په کوربه توب پیل شوي چې د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.

دا په جرمني کې په څه کم یوه میاشت کې درېیمه پېښه ده چې افغان کډوال په‌کې ښکېل دي.

تېره اوونۍ یوه افغان کډوال په فرانکفورت کې یوه المانۍ ښځه د چاقو په ګوزارونو سخته ټپي کړه.

تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.

پولیس وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د افغان کډوالو له خوا دغو بریدونو د جرمني سیاستوالو او چارواکو کلکې نیوکې پارولي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز دا پېښې غندلي او ویلي یې دي چې خطرناکه مجرمین که له سوریې او افغانستان هم راغلي وي، باید له جرمني وایستل شي.

له ایران او پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د جبري اخراج راپورونه ورکړل شوي

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې د افغانستان لوېدیځ ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې د افغانستان لوېدیځ ته رسېدلي دي.

له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د جبري اخراج راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون او وړمه ورځ له ایرانه ۴۸۸۱ افغانان د نیمروز له لارې په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

ویل شوي له دې جملې ۵۷۹ یې چې اړ کسان بلل شوي وو، د مرستو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.

دغه وزارت وړاندې ویلي چې نن شنبه هم د تورخم له لارې ۷۷۵ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

له پاکستان څخه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، روسره ایران له هغه هېواده د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي وو، د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم ملیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

مجیب‌الرحمن د کرکټ د نړیوال جام له پاتې لوبو بهر او پر ځای یې حضرت‌الله ځاځی نیول شوی

حضرت‌الله ځاځی د پیل کيڼ لاسی یو قوي توپوهونکی دی.
حضرت‌الله ځاځی د پیل کيڼ لاسی یو قوي توپوهونکی دی.

مجیب‌الرحمن د کرکټ د نړیوال جام له پاتې لوبو بهر او پر ځای یې حضرت‌الله ځاځی نیول شوی.

د کرکټ نړیوالې شورا تایید کړې چې د مجیب‌الرحمن د ښي لاس ګوته ژوبله شوې او له ټورنمینټ بهر کېږي.

حضرت‌الله ځاځی د افغانستان په احتیاطي لوبغاړو کې و.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې دی د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

مجیب‌الرحمن د افغانستان له مخکښو ورو توپ اچوونکو دی.

حضرت‌الله ځاځی بیا د پیل کيڼ لاسی یو قوي توپوهونکی دی.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په ګروپي دور کې سه شنبه له ویسټ اینډیز سره مخ شي او تر هغه وروسته په اتو غوره پړاو کې له هند، اسټرالیا او په غالب ګمان له بنګله‌دېش سره لوبه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو نور تعلیم اجازه ورکړي

په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړي.

دغه بنسټ پرون ناوخته په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د بندیز د زرو ورځو پوره کېدو په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه بندیز له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

تېره پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا ۲۴مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د طالبانو د لګول شوي بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره د ناسمو شرایطو یادونه کړې، خو نه یې دي ویلي چې دغه ښوونځي به دقیقاً کله بیا پرانیستل شي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي چې د نجونو پر تعلیم د زرو ورځو بندیز د درې ملیارده درسي ساعتونو له ضایع کېدو سره برابر دی.

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې دي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې سېلاب ځپلې مېرمنې او ماشومان
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې سېلاب ځپلې مېرمنې او ماشومان

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

دغې ادارې نن په خپله ایکس­پاڼه کې د بغلان په شیخ جلال کلي کې د یوه سېلاب ځپلي شاه میر په باب معلومات خپاره کړي چې د تېرې میاشتې په سېلابونو کې یې خپل کور او هرڅه له لاسه ورکړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له خپلو همکارو ادارو سره یوځای د سېلاب ځپلو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

دغې ادارې پرون جمعه په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې د سېلابونو په نتیجه کې ۳۴۷ کسان مړه او ۱۰زره کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

ډبلیوایچ‌او: په افغانستان کې د کانګو وینې بهوونکې تبې ناروغۍ په زیاتېدو ده

ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه مېرمن تر درملنې لاندې ده.
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه مېرمن تر درملنې لاندې ده.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کریمیا کانګو وینې بهوونکې تبې ناروغۍ په زیاتېدو ده.

د دغه بنسټ د افغانستان څانګې نن په یوه اطلاعیه کې له خلکو غوښتنه کړې چې د کانګو تبې د وقایې لپاره لازم احتیاطي تدابیر په پام کې وساتي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید خلک د څارویو د حلالولو پر وخت دستکشې، د خوندیتوب چپنه چې اوږده لستوڼي او لمن ولري وکاروي.

دغه بنسټ غوښتنه کړې چې له څارویو سره تر اړیکو وروسته باید غوجله پاکه وساتل شي، لاسونه په اوبو او صابون پاک ومینځل شي.

د طالبانو روغتیا وزارت روانه میاشت ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ شا و خوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي او له امله یې د ۶ تنو مړینه ثبت شوې ده.

د افغانستان په شمال کې ملخانو کروندو ته زیانونه اړولي

ارشیف: په افغانستان کې ملخانو له دې وړاندې هم د کروندګرو کروندو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په افغانستان کې ملخانو له دې وړاندې هم د کروندګرو کروندو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان شمالي ولایتونه د پرله‌پسې دوهم کال لپاره د ملخانو له سخت افت سره مخ دی.

یواین نیوز UN News بېګا په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې دا خبره کړې او ویلې یې دي چې دغه افت د افغانستان د غنمو، سبزیجاتو او د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

په هغه ویډیو کې چې په دې پاڼه کې خپره شوې د محمد ابراهیم په نوم یو بزګروایي: "ټول تاوان دی. په خپله وینئ چې له دې خوا یې شروع کړې، مالچرې یې خوړلي او هغه یې خلاص کړي. اوس یې په فصل شروع کړې. دا فصل چې وخوري بیا ښکته شېوه کېږي، پیاز، ترکاري، شوتله او ونه هغه ټول خوري. نور به څه شی راته پاتې شي؟ له لاندې خوا چینجیو ورباندې شروع کړې، هغه یې د لاندې خوانه وهي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې ریس ریچارډ ترینچارډ وایي، مراکشي ملخان په نړۍ کې د نباتاتو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي چې د ده خبره د له منځه وړلو لپاره یې د افغانستان د کرڼۍ او مالدارۍ وزارت یو لوی کمپاین پیل کړی دی.

د خوړو او کرنې اداره وایي چې حکومتي کارکوونکي روزي څو هغه سیمې د حشراتو ضد دوا پاشۍ لپاره په نښه کړي چې ملخانو په‌کې هګۍ اچولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG