د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

تاتارستان کې د « مسکو فارمټ» نننۍ غونډه؛ کابلوف: طالبان دې د ټول ګډونه حکومت جوړولو ته چمتو شي


په مسکو کې یوه غونډه، چې طالب استازي هم ور بلل شوي وو - ارشیف
په مسکو کې یوه غونډه، چې طالب استازي هم ور بلل شوي وو - ارشیف

د تاتارستان جمهوریت پلازمېنه کازان نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د پنځمې غونډې کوربه دی.

دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د یوشمېر هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی دغې غونډه کې ګډون کوي او دغه پلاوی درې ورځې وړاندې مسکو ته رسیدلی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمټ دغه غونډه یوه سیاسي ډیالوګ ته ورته بللې او ټینګار یې کړی، چې طالب استازي باید له قومي او سیاسي پلوه د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ډاډ ورکړي.

تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي کابلوف په حواله ویلي، که طالبان د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو د نړیوالو غوښتنې ځواب کړي، ممکن روسیه یې په رسمیت وپیژني.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف

کابلوف دغه څرګندونې د مسکو فارمټ د پنځمې غونډې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې کړي او زیاته کړې ده ،چې د مسکو فارمټ دغې غونډه کې به کوم امریکایي استازی د ګډونوال یا څارونکي په توګه ونډه ونه لري.

دا چې د مسکو فارمټ غونډه څومره مهمه ده، مسکو کې پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز یې په اړه وایي.

" دا ځل به هم یوه تشریفاتي او بیروکراتیکه غونډه وي. د دې په پایله کې اوس زه کومه ملموسه نتیجه نه وینم. البته په دې غونډه کې به د نظریاتو تبادله وشي. د منطقې د وضعیت په اړه به هم د نظریاتو تبادله وشي. د امو دریا په تړاو د ازبکستان په تشویشونو به هم خبرې وشي او مجموع کې به د منطقې اوضاع وڅیړل شي.

د افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی د مسکو فارمټ دغې غونډه کې ګډون کوي او د طالبانو حکومت دغه غونډه د خپلو سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بولي.

متقي تر دې وړاندې له مسکوه په غونډه کې د بلنې له کبله مننه کړې او زیاته کړې ده، چې مسکو فارمټ د سیمه ییزې همکارۍ په زیاتېدو کې مهمه ونډه لري.

متقي د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان سفارت دننه له خپلو ديپلوماتانو سره په کتنه کې وویل، له نړۍ سره دوی دوه ستونزمن مسایل درلودل چې هغه امنیت او مخدره مواد وو.

نوموړي ادعا وکړه، چې اوس دغه دواړه ستونزې هوارې شوي او په خبره یې پاتې نور مسایل د افغانستان کورني موضوعات دي او په بهرنیو پورې اړه نه لري.

متقي پرون پنجشنبه په مسکو کې د روسیې فدراتیف له لوی مفتي او د مسکو مرکزي جومات له ملا امام راویل عین الدین سره هم کتلي او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه دیني عالم به د طالبانو د حکومت او روسیې د اړیکو په ښه والي کې رول ولوبوي.

د مسکو فارمټ پنځمه غونډه داسې مهال جوړیږي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه افغانستان کې د بشري وضعیت او د طالبانو د حکومت د یوشمېر تګلارو په اړه اندېښمن دي.

همدا اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت اندیښنه وښوده او ټینګار وشو، چې د افغان میرمنو او نجونو حقونه باید ورکړل شي او غږ یې واورېدل شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه

بل لورته: تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخروا په حواله ویلي، چې د مسکو فارمټ په غونډه کې به د افغانستان پر اوسني وضعیت،د سیمې پر امنیت او له جګړې وروسته د بیا رغونې په مساییلو بحث وشي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په چوکاټ کې روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان غړیتوب لري .

د راپورونو له مخې، په نننۍ غونډه کې يې هم د افغانستان لپاره ځانګړي استازي سره راټولیږي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو، چې دوه غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله کړې دي.

که څه هم طالبان د ماسکو فارمټ دوو مخکینیو ناستو ته نه وو وربلل شوي، خو دا وار څو میاشتې مخکې دوی ته رسمي بلنه لیږل شوې وه.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې بیا په یوه شپږ ماده ییزه اعلامیه کې د مسکو فارمټ د غونډې له ګډونوالو ځینې غوښتنې مطرح کړي دي.

دوی ویلي چې د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې سولې او د یوه ولسواکه حکومت جوړېدو ته زمینه برابره کړي او د طالبانو له حکومت سره پر اوسني چلند یا تعامل له سره کتنه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG