د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د امیرخان متقي په ګډون د افغانستان په اړه د " ماسکو فارمټ" نږدې شوې غونډه؛ عمده بحثونه او غوښتنې څه دي؟


تصویر له ارشیفه، ماسکو پر افغانستان له بیا واکمنیدو مخکې هم د طالبانو مشران بحثونو او غونډې ته بللي وو
تصویر له ارشیفه، ماسکو پر افغانستان له بیا واکمنیدو مخکې هم د طالبانو مشران بحثونو او غونډې ته بللي وو

د ماسکو فارمټ شپږمه غونډه را روانه جمعه د طالبانو په ګډه د تاتارستان په کازان ښار کې پيلیږي.

روسيې تمه ښوولې، چې د غونډې ګډونوال په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو او د ترهګرۍ او مخدره موادو د ګواښونو په اړه بحث او خپل دریځونه بیان کړي.

د مسکو فارمټ دوې غونډې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله کړې دي.

که څه هم طالبان د ماسکو فارمټ دوو مخکینیو ناستو ته نه وو وربلل شوي، خو دا وار څو میاشتې مخکې دوی ته رسمي بلنه لیږل شوې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د دوشنبې په ورځ مسکو ته تللی او تمه ده وروسته کازان ته سفر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لارووف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لارووف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شنبه ناوخته په نیویارک کې د مسکو فارمټ د راروانې غونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"د افغانستان په اړه د مسکو په فارمټ کې د سلا مشورو غونډه به په مسکو کې نه، بلکې په کازان کې جوړه شي. موږ په دې اړه بحث ته سترګې په لار یو چې ګاونډي هېوادونه څنګه کولای شي له افغانستان سره د اوسنیو ننګونو په لرې کولو کې مرسته وکړي."

د روسیې دولتي اژانسونو راپور ورکړی چې روسيه تمه لري د کازان په غونډه کې به د سیمې هېوادونه په افغانستان کې له قومي او سیاسي پلوه د یوه ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو او هم له دې هېواده د ترهګرۍ او مخدره موادو د پېښو ګواښونو پر ضد په خپلو دریځونو ټینګار وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا رسنیو ته ویلي د مسکو فارمټ په دې غونډه کې د افغانستان اوسنی وضعیت،د سیمې امنیت او له جګړې وروسته د بیا رغونې په مساییلو بحث وشي. هغې هیله وښوده چې د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د چین،هند،ایران،پاکستان او روسیې له خوا پيل شو چې وروسته ورسره د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه قزاقستان،قرغزستان،تاجکستان،ترکمنستان او ازبکستان هم یوځای شول.

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه له افغانستانه د سیمې د لرې او نږدې هېوادونو د اندېښنو له دوام سره سره پلان شوې.

پاکستان په وروستیو کې بیا- بیا له افغان خاورې د تروریستي خطرونو د ورپېښیدو ادعا لري، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې ادعاوې په مسلسله توګه ردوي
پاکستان په وروستیو کې بیا- بیا له افغان خاورې د تروریستي خطرونو د ورپېښیدو ادعا لري، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې ادعاوې په مسلسله توګه ردوي

د افغانستان نږدې ګاونډی پاکستان ادعا کوي چې له افغانستانه د ترهګرۍ او وسله والو بریدونو ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېره ازبکستان او تاجکستان هم څو واره اندېښنې ښوولي چې له افغانستانه امنیتي ګواښونه او د مخدره موادو د قاچاق له ستونزو سره مخ دي.

د مسکو فارمټ د وروستۍ ۲۰۲۲ کال د غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي وو افغانستان ته د اقتصادي او بشري مرستو د رسولو هڅې باید ګړندۍ شي او د دغه هېواد د موقت حکومت لپاره دا مهمه ده چې د خلکو اساسي حقونه او ازادي تضمین کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG