د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

مسکو غونډه؛ کابلوف: ډېر تمرکز به په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو وي


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه سبا جمعه د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې جوړېږي.

ټاکل شوې د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو او له ترهګرۍ او نشه‌یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.

ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله د اجنډا دې مسئلو ته اشاره کړې ده.

کابلوف ویلي چې غونډه کې به ډېر تمرکز په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د تېرې دوشنبې په ورځ دغې غونډه کې د ګډون په هدف روسیې ته تللی دی.

متقي په مسکو کې د افغانستان سفارت دننه له خپلو ډیپلوماتانو سره په خبرو کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه خپرې کړي ادعا کړې چې د سیمې له هېوادونو سره یې ګډې ستونزې هواري کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

هغه ویلي: "سره له سختو شرایطو، سره له مشکلاتو، بیا هم په ډیپلوماتیک ډګر کې مونږ او تاسو ډېر ښه روان یوو. اکثرو هېوادونو سره مو ډيپلوماتیکې اړیکې ډېرې ښې دي، بلکې ورځ تر بلې وده کوي او ښې کېږي. اوس یو مرکزي حکومت راغلی او په ټوله جغرافیه باندې تسلط لري. په تېرو دوو کلونو کې ثابته شوه چې له دې خاورې چاته ضرر نه دی رسېدلی او نه رسېږي. دنیا چې د امنیت او مخدره موادو په برخه کې له مونږ سره مشکلات درلودل، هغه حل شوي دي."

که څه هم متقي د مسکو فارمټ د غونډې احتمالي بحثونو ته اشاره ونه کړه، خو له امنیت او نشه‌یي موادو پرته یې نور مسایل کورني یاد کړل او په باور یې بهرنیانو پورې اړه نه لري.

د متقي له دې ډاډ سره سره د افغانستان څو ګاونډیو هېوادونو چې د مسکو فارمټ د غونډو غړي هم دي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت او دوی ته یې د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه هېوادونه پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران دي چې چارواکو یې په ځلونو په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو په ځانګړې توګه داعش، القاعده او تحریک طالبان پاکستان ګواښونه جدي ګڼلي.

دې ډله کې پاکستان تر ټولو زیات اندېښمن دی او په ځلونو یې تور پورې کړی چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان دننه بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي، هغه تور چې طالبانو تل رد کړی دی.

پر پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران سربېره ترکمنستان، قزاقستان، چین او هند هم د مسکو فارمټ غړي دي چې ټاکل شوې استازي يې سبانۍ غونډه کې ګډون ولري.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې دوه غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله کړې دي.

که څه هم طالبان د ماسکو فارمټ دوو مخکېنیو ناستو ته نه وو وربلل شوي، خو دا وار څو میاشتې مخکې دوی ته رسمي بلنه لېږل شوې وه.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې بیا په یوه شپږ ماده‌ییزه اعلامیه کې د مسکو فارمټ د غونډې له ګډونوالو ځینې غوښتنې مطرح کړي دي.

دوی ویلي چې د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې سولې او د یوه ولسواکه حکومت جوړېدو ته زمینه برابره کړي او د طالبانو له حکومت سره پر اوسني چلند یا تعامل له سره کتنه وکړي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا رسنیو ته ویلي چې د مسکو فارمټ په دې غونډه کې به د افغانستان پر اوسني وضعیت، د سیمې پر امنیت او له جګړې وروسته د بیا رغونې په مسایلو بحث وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا

هغې هیله وښوده چې د غونډې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG