د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

پوتین: افغانستان کې د القاعده په ګډون نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیتونه زیاتوي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې پوتین زیاته کړه: "موږ په کابل کې د افغانستان له واکمنانو سره اړیکه ټینګه کړې او موږ پوهېږو چې د سترو اقتصادي پروژو د ترسره کولو پلانونه شته چې کولای شي اقتصادي ثبات رامنځته کړي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې وضعیت خورا ستونزمن وباله او ویې ویل چې مسکو به له کابل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

پوتین دغه څرګندونې پرون چهارشنبې په مسکو کې د یو شمېر هېوادونو له جګپوړو امنیتي چارواکو سره په کتنه کې وکړې او ویې ویل: "په افغانستان کې وضعیت ډېر ستونزمن دی، خو موږ یې هم د حل لارې د موندلو لپاره هر څه چې په وس کې مو وي، ترسره کوو."

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې پوتین زیاته کړه: "موږ په کابل کې د افغانستان له واکمنانو سره اړیکه ټینګه کړې او موږ پوهېږو چې د سترو اقتصادي پروژو د ترسره کولو پلانونه شته چې کولای شي اقتصادي ثبات رامنځته کړي."

په دې اړه د پوتین د څرګندونو نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې دا کومې سترې پروژې دي او مسکو په کې څومره ونډه لري، خو دې ته په پام چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله اروپایي ټولنې د روسیې پر تېلو او ګازو اتکا کمه کړې او نږدې ده چې هغه بیخي له منځه لاړه شي، روسیې د افغانستان په ګډون د سیمې او د نړۍ نورې برخې ته د خپلو ګازو او تېلو د صادرولو هڅې چټکې کړي دي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ دغه غونډه پرون چهارشنبې په مسکو کې د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو او د افغانستان لپاره د ځانګړیو استازیو په ګډون ترسره شوه.

د روسیې ولسمشرپوتین، د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې دا مهمه وه چې د دوی خبرې واوري، ځکه دوی په مسلکي توګه د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي.

پوتین زیاته کړه، د ده په باور د امنیتي مسوولانو د غونډې ترسره کول مهم ځکه وه چې د ګډ کار په ځینو مهمو برخو کې د امکان تر حده معلومات او پلانونه سره شریک او هغه همغږي شي.

د روسیې ولسمشر له افغانستانه د ترهګرۍ احتمالي ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په خواشینۍ سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت ښه شوی نه دی.

د ده په خبره د القاعده په ګډون نړیوالې ترهګرې ډلې په دې هېواد کې خپل فعالیتونه زیاتوي او خپلې وړتیاوې پیاوړي کوي.

پوتین همدارنګه په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړوباله او زیاته یې کړه چې وضعیت په دې هېواد کې ورځ تر بلې مخ خرابېدو دی.

نوموړي له افغانستانه د مخدره موادو د قاچاق په اړه وویل چې له دې هېواده د مخدره موادو قاچاق مخ په زیاتېدو دی او په خواشینۍ سره د کوکنارو کر هم په کې په زیاتېدو دی.

په کندهار کې د کوکنارو کروندې - 03 April 2022
په کندهار کې د کوکنارو کروندې - 03 April 2022

پوتین وویل، ترهغه ځایه چې دی خبر دی ، د نړۍ په بازارانو کې اتیا سلنه اپین د افغانستان دي.

د ترهګرۍ د ګواښونو ترڅنګ د افغانستان له لوري د مخده موادو قاچاق د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا د هېوادونو یوه بله ستره اندېښنه چې په کراتو کراتو یې څرګنده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG