د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

هند او روسیه: په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی


د هند صدراعظم نارندرا مودي (چپ) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره
د هند صدراعظم نارندرا مودي (چپ) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره

د هند صدراعظم نارندرا مودي پرون دوشنبې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین کوربه و چې د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ ترڅنګ یې د افغانستان پر وضعیت بحث وکړ.

پوتین په دې غونډه کې وویل چې د ترورېزم، د مخدره موادو د قاچاق او تنظیم شوېو جرمونو پر وړاندې مبارزې ته په پام په افغانستان کې رامنځته شوي وضعیت ته اندیښمن دی.

له دې مخکې روسیې او هند دواړو واک ته طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان وضعیت ته اندیښنه ښودلې وه.

دواړو هېوادونو ویلي و چې دغه وضعیت په افغانستان کې بشري بحران رامنځته کړی چې نه یوازې د دې هېواد بلکې د سیمې لپاره یې د بې ثباتۍ خطر رامنځته کړی دی.

له پوتین سره نوي ډیلي ته په سفر کې د هغه د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هم ملګرتیا کوله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له خپل هندي سیال اېس جی شنکر سره په کتنه کې وویل چې طالبان باید دا مساله یقیني کړي چې په نوي حکومت کې مختلفو سیاسي او قومي څیرو ته ځای ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف

طالبان باید بشري حقونه تامین کړي او پرې نږدي چې د افغانستان له خاورې د تروریستي او د مخدره موادو د قاچاق لپاره کار واخیستل شي.

هغه زیاته کړه، طالبان باید په نهایت کې پرینه ږدي چې افغانستان ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي.

د لاروف په وینا روسیه تر ډېره د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته اندېښمنه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې رامنځ ته شوي وضعیت پر سیمې خپل سیوری غوړولی دی.

نوموړي وویل: "پخوانۍ او اوږدمهاله ننګونې په خپل حال پاتې دي او اوس نوې ننګونې را منځته شوي دي. تر ټولو لویې ننګونې، ترورېزم، تاوتریخجن افراطیت او بنسټپالنه ده. د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا لپاره خورا پراخې پایلې لري. همدا راز د آسیا لوېدیځ او منځني ختیځ د بحران د تودو ځایونو په توګه پاتې کېدای شي."

هند په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

نوی ډیلي د افغانستان د پخواني حکومت له نژدې متحدانو و او په تېرو نژدې دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره شااوخوا درې میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG