د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

مسکو کې د ټولیز امنیت تړون سازمان غونډه جوړېږي


د ټولیز امنیت د تړون سازمان مشران
د ټولیز امنیت د تړون سازمان مشران

مسکو د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د سرمشریزې کوربه دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونه چې له افغانستان سره ګډې پولې لري د دغه سازمان غړي دي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان د خپل تاسیس دېرشمه کلیزه په مسکو کې د سازمان د غړیو هېوادونو په یوې سرمشریزې سره دایروي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې د مې په شپاړسمه د دې سرمشریزې دوره يي مشري د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان کوي چې واردمخه مسکو ته رسېدلی دی.

هغه ویلي، چې د سازمان په دې سرمشریزه کې به په اړوندو مسوولیتونو او د سیمې په تحولاتو باندې بحث وشي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان په منځنۍ اسیا او شاوخوا سیمو کې د امنیتي تحولاتو او اړوندو مسایلو په اړه د اقداماتو او پرېکړو یو عمده اییتلاف دی.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان د ۱۹۹۲ کال د مې پر ۱۵ د روسیې، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او بلاروس له لوري تاسیس شو.

د دغه سازمان د لږ تر لږه یوه غړي تاجکستان سره افغانستان اوږده پوله لري.

د یاد سازمان دا سرمشریزه داسې وخت ترسره کېږي، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره تاجکستان او روسیې په تېر اکتوبر میاشت کې د افغانستان پولې ته نږدې د شاوخوا پنځه زره روس او تاج عسکرو په ګډون پوځي مانور ترسره کړ.

تاجکستان او روسیې په تېر اکتوبر میاشت کې د افغانستان پولې ته نږدې د شاوخوا پنځه زره روس او تاج عسکرو په ګډون پوځي مانور ترسره کړ.
تاجکستان او روسیې په تېر اکتوبر میاشت کې د افغانستان پولې ته نږدې د شاوخوا پنځه زره روس او تاج عسکرو په ګډون پوځي مانور ترسره کړ.

د دغو مانورونو هدف له افغانستانه د هر ډول احتمالي پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې چمتووالی ښودل شوی وو خو هغه وخت د طالبانو حکومت ویلي و چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا او ګاونډیانو ته کوم ګواښ نه پېښېږي.

د ازادې اروپا راډیو تاجکي څانګې راپور ورکړی چې د ټولیز امنیت د تړون سازمان تر همدې سرمشریزې دوه ورځې مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي.

د راپورونو په اساس رحمان او پوتین د افغانستان – تاجکستان د ګډې پولې په امنیتي مسلو او هم له پولې هاخوا یعنې د افغانستان په خاوره کې دننه د زیاتیدونکو ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث کړی دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو او داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو تر منځ په نښتو کې د تاجکستان په خاوره هم د څو مرمیو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې دا یواځې یوه پېښه بللې وه او ډاډ یې ورکړی و چې د پولې امنیت تامین دی.

تر دې مخکې داعش ډلې ادعا کړې وه، چې د افغانستان له خاورې یې د ازبکستان ترمذ ښار په توغندي باندې ویشتی وو.

XS
SM
MD
LG