د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

مجاهد: له افغانستان پر ازبکستان د داعش د بريدونو ادعا څېړو


ارشيف: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد
ارشيف: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد

طالبان وايي، د هغې ادعا څېړنه کوي چې ویل کېږي داعش د افغانستان له خاورې پر ازبیکستان توغندیز بریدونه کړي.

که څه هم د ازبېکستان د دفاع وزارت ویلي، د افغانستان او ازبېکستان په پوله هیڅ ډول امنیتي فعالیت نه دی شوی خو طالبانو د هغې ادعا څېړنه پیل کړې چې ویل کېږي، داعش له افغانستانه د ازبیکستان په ترمز ښار توغندیز بریدونه کړي.

اعماق خبري چینل چې داعش پورې تړلي خبرونه خپروي، د اپریل په ۱۸مه یوه ویډیو خپره کړې او په پیل کې یې په عربي ژبه په لیکلي ډول دعوه کړې چې پر کاتیوشا توغندیو یې ازبیکستان په نښه کړی.

له دې بریدونو وروسته، ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دا توغندي د افغانستان له خاورې توغول شوي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه دوی څېړنه کوي چې دا توغندي له کومه ځایه توغول شوي دي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډيو ته وويل:

"داعش سره موږ خپله هم افغانستان کې په مبارزه بوخت یوو او تقریبا نشست سره مو مخ کړي دي. اوس دوی هېچېرې فزیکي شتون نه‌لري او نه هم کومه قرار‌ګاه لري. نه داسې کوم ثبوت شته چې دومره په یوه سیمه کې معلوم وښيي. "

خو د طالبانو له دې ادعا سره سره، اندېښنه پر دې ده چې داعش په افغانستان کې په یوه ګواښ بدلېدونکی دی.

شنونکي وايي، که چېرې دا موضوع په اثبات ورسېږي چې داعش د افغانستان له خاورې ازبیکستان په نښه کړی، دا به افغانستان یوې بلې جګړې کې ښکېل کړي.

په افغانستان کې د ناټو مخکنی سلاکار او د چارو شنونکی شفیق همدم وايي، طالبانو د داعش په اړه ناسمه محاسبه کړې او اړینه ده چې دا ګواښ جدي وبولي.

نوموړی وايي:

"دلیل یې هم دا دی چې داعش د دې ډول بریدونو وړتیا پیدا کړې او ترڅنګ یې هغه وسلو او یا توغندیو ته لاس‌رسی پیدا کړی چې کولای شي د افغانستان له خاورې ګاونډي هېوادونه په نښه کړي. "

خو د ازادي راډیو ازېبکې څانګې په حواله، د ازبېکستان د دفاع وزارت ویلي، د افغانستان او ازبېکستان په پوله کې کوم امنیتي فعالیت نه دی ترسره شوی او وضعیت سم دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، داعش په افغانستان کې هم لوی او واړه بریدونه کړي چې له دې یې په کابل، کندهار او کندز کې ځانمرګي حملې یادولای شو چې لسګونه کسانو ته یې په کې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

خو که چېرې پر ازبیکستان د افغانستان له خاورې د داعش برید کره شي، دا به لومړی ځل وي چې دا ډله له افغان خاورې بل یو هېواد په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG