د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

طالبان: ایران سره د همکاریو د پراختیا لپاره 'تخنیکي ډلې' وګمارل شوې


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اقتصادي، سیاسي او د کډوالو په مساله کې د همکاریو لپاره د تخنیکي ډلو پر جوړولو موافقه وشوه.

ښاغلي متقي له حسن کاظمي قُمي سره تر کتنې وروسته پرون په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "له پلاوي سره د اقتصاد، سرحداتو، کډوالو او بېلابېلو نورو برخو کې تخنیکي ډلې راغلي چې زموږ له خوا هم له اړوندو وزارتونو کسان ګمارل شوي. انشا الله خبرې کېږي. هیله من یو راتلونکي کې د اقتصاد، دغه راز اقتصادي او سیاسي اړیکو له ښه کېدو سره یو بل ته نور هم سره نږدې شو."

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي زیاته کړه، د افغانستان د امن له ښه کېدو سره له نورو هېوادونو سره تعامل پراخېږي او ډېرو پرمختګونو ته زمینه برابروي.

ښاغلي قُمي په عین حال کې ادعا وکړه چې افغانستان په پردیو پورې د تړلو «ترویستي» ډلو له ګواښ سره مخامخ دی: "له بده مرغه نن افغانستان د هغو تروریستي ډلو له فشار سره مخامخ دی چې په پردیو پورې تړلي دي. هغه اشغالګران چې لاړل، نن د تروریستي ډلو په واسطه نیابتي جګړې ته دوام ورکوي. که په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، په واقعیت کې د سیمې له ثبات سره مرسته کوي. دا کار په افغانستان کې بیارغونې او پرمختګ ته لار پرانیزي. دا به د دې لامل شي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان تعاملات پراخ شي."

له «تروریستي ډلو» د ایران د دغه چارواکي هدف ښايي د داعش ډلې خراسان څانګه وي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې د ځینو حملو مسوولیت منلی دی. په دغو حملو کې د افغانستان شیعه وګړي هم په نښه شوي دي.

د سیمې ځینو هېوادونو له دې ډلې ایران، په افغانستان کې د داعش ډلې د تحرکاتو په باب په وار- وار اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي، حسن کاظمي قُمي سره په کتنه کې د روان اقتصادي بحران په وړاندې د مبارزې په باب هم خبرې وکړې.

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱میلادي کاله پورې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د افغانستان او ایران اړیکې ښې نه وې؛ په ځانګړي ډول کله چې په ۱۹۹۸ میلادي کال میلادي کال طالبانو د مزارشریف ښار تر نیولو وروسته د ایران د قونسلګرۍ اته ډپلوماټان او یو ایرانی خبریال ووژل.

دې پېښې هغه مهال طالبان او ایران خپلو کې یوې جګړې ته نژدې کړي وو، خو اوس داسې ښکاري چې ایران هڅه کوي د خپل امنیت د ډاډمنتیا لپاره له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

بل خوا د روسیې تاس خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې د روسیې او ایران ولسمشرانو، ولادمير پوتین او ابراهيم رئیسي پرون په ټیلیفوني خبرو کې پر افغانستان بحث وکړ.

د اژانس په حواله په دې ټیلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د مسکو د بشري مرستو یادونه هم وشوه چې ډېر ژر به افغانستان ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG