د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

سپینه ماڼۍ: د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ برنامه نه‌شته


د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي

سپینه ماڼۍ وايي، دوی طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي او د دې کار هېڅ برنامه هم نه‌لري.

سپینه ماڼۍ وايي، طالبان د نړۍ د غوښتنو او د خپلو ژمنو برعکس روان دي او له نړیوال مشروعیت سره یې واټن ډېرېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته دا هم وویل چې متحده ایالات هېڅ داسې برنامه نه‌لري چې پر بنسټ یې طالبان په رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړه: "موږ طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي. اوسمهال د دې کار د کولو لپاره هېڅ برنامه نه‌‌شته. که طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید په مشروع ډول په هغو ژمنو عمل وکړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې د حکومتولۍ د څرنګوالي، په ځانګړي ډول له نجونو او ښځو سره د چلند په اړه کړي. اوسمهال نه یوازې دوی دا کار نه‌دی کړی، بلکې برعکس عمل یې کړی. له همدې امله د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ برنامه نه‌شته. "

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وروستیو کې یې رسنیو سره خبرو کې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د دوی د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

له دوو کلونو زیات تېر شول چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي، خو سره له دې چې یو شمېر هېوادونو ته یې په ډیپلوماتیکه کچه خپل استازي هم لېږلي، ولې د همدې هېوادونو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د تېرې اګست په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د واک د دوهم کال د پوره کېدو په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي چې له طالبانو سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د طالبانو د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو رعایت او له ترهګرۍ سره د بې‌توپیره مبارزې شرایط وړاندې کړي، خو طالبان دا مسایل د افغانستان کورني موضوعات بولي.

د طالبانو حکومت دغه راز تل ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه ‌شته او دوی اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارېږي.

خو په نیویارک کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ په اړه وویل، په دې هېواد کې د القاعده تهدید کم شوی، خو دوی پر نورو ټولو هغو ترهګرو ډلو څار لري چې غواړي د حکومتولۍ له نشتون په ګټې هلته 'افغانستان' او نورو ځایونو څخه ګټه اخلي.

که څه هم د طالبانو اوسني سرپرست حکومت په ځلونو له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د غوښتنې خبره کړې، خو پر دوی نیوکه ده چې د دې تعامل د کولو لپاره یې هېڅ داسې ګام نه‌دی پورته کړی چې د باور فضا جوړه کړي.

د دې برعکس نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي، د طالبانو حکومت په بېلابېلو پلمو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د ځپلو په برخه کې ظالمانه ګامونه پورته کړي چې دوی له نړۍ جلا کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG