د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

کابل کې سوداګریز نندارتون؛ ښځینه سوداګرې: نارینه یې نه پرېښودل، بازار خراب و


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

یو شمېر سوداګرې ښځې چې په کابل کې یې د " د خدیجه کبری ملي او نړیوال نندارتون" په نوم نندارتون کې برخه اخیستې وايي، ډیر لېدونکي او ښه بازار نه لري.

یو شمېر دغو مېرمنو ازادي راډيو ته وویل، چې دا نندارتون د لړم میاشتې په ۲۴مه پرانیستل شوی او سبا یې وروستۍ ورځ ده ، د طالبانو حکومت، نندارتون ته د نارینه وو پر تګ بندیز لګولی او یوازې ښځو ته یې د ګډون اجازه ورکړې ده.

يوه سوداګره مېرمن چې د لاسي صنايعو، جامو او د کور د زینتي وسایلو کاروبار لري او نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، چې دغه بنديز د دې لامل شوى، چې د لیدونکي کم او بازار سوړ وي.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "یوازې ماشومان د ننوتلو اجازه لري، دا یو داسې هېواد دی چې پېر او پلور نارينه تر سره کوي، که نارينه یې پرې ښودل نو شاید پير او پلور به ښه و."

په دغه نندارتون کې، په څه باندې ۸۰۰ غرفو کې د ښځو لاسي صنایع او تولیدات، نندارې ته ایښودل شوي دي.

په ورته وخت کې یوې بلې ښځینه ګډونوالې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم یو شمېر ښځو د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په مرسته خپل تولیدات نندارې ته ایښي وو، خو په خبره یې اکثره ښځینه سوداګرو، په شخصي لګښت غرفې په کرایه نیولي وې او د لازم بازار د نه شتون له امله یې زیان وکړ.

هغه زیاتوي:

" ټولې غرفه لرونکې ښځې وې، نږدې زر غرفې وې او د ٣٤ ولایتونو څخه ښځې راغلې وې . هغه ميرمنې به چې راتلې ویلې به يې چې پیسې نه لري، له خاوند سره يې دي. له بده مرغه هغه توقع چې موږ درلوده په دې اوو ورځو کې لیدنه تر هغې ډیره کمه وه. هیڅ پلور مو نه درلود."

دا په داسې حال کي ده، چې يو شمېر ښځو د محدوديتونو او د لږو عایداتو له امله خپلې غرفې وتړلې او ځينو يې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

له دغو مېرمنو څخه یوې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "کله چې فروش نه وي، د سوداګرو لپاره په نندارتون کې خرڅلاو یوه مهمه مسله ده، نندارتون يې په بشپړه توګه ښځینه کړ، په لومړي سر کې داسې احساسیده چې دا د ښځو سوداګرۍ لپاره یو ښه حرکت دی، خو لیدونکو لپاره یې محدودیت وضع کړ او بازار ډیر ضعیفه شو، ځکه زمونږ په ټولنه کې په سودا کې هم نارينه تصمیم نیسي، نندارتون هم لرې دی، او ښځې د ورور يا خاوند پرته نشي کولای نندارتون ته ولاړې شي."

د افغاني لاسي صنایعو یوه بېلګه - تصویر مخکینی دی
د افغاني لاسي صنایعو یوه بېلګه - تصویر مخکینی دی

موږ د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالاسلام جواد څخه د دغه بندیز په اړه وپوښتل خو د دې راپور تر خپریدو پورې مو ځواب ترلاسه نکړ.

خو د طالبانو حکومت څه موده وړاندې اعلان کړی و، تر کومه چې یو میکانیزم جوړ نه شي، په نندارتونونو کې د ښځو ګډون منع دی.

د افغان سوداګرو مېرمنو دغه اوه ورځنی نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې د طالبانو حکومت له خوا په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حضور له بندیزونو او محدودیتونو وروسته د سوداګرو ښځو یو شمېر تولیدي شرکتونه بند شوي او کار کوونکي یې په کورونو ناستې دي.

تر دې مخکې یو شمېر افغان سوداګرو ښځو له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي او له کمزوري اقتصادي وضعیت شکایت کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG