د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د بخښې نړیوال سازمان د 'پریسا ازاده' په ګډون د بندي فعالانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې


د عکس ښي لور ته ژولیا پارسي او چپ لور ته ندا پرواني
د عکس ښي لور ته ژولیا پارسي او چپ لور ته ندا پرواني

د بخښنې نړیوال سازمان د معترضو مېرمنو پریسا ازاده، ژولیا پارسي، ندا پرواني او د پوهنتون د استاد رسول پارسي له قید او شرط پرته د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت له لوري د پریسا ازاده په خپلسري نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان پرون ناوخته پر خپله ایکسپاڼه د اغلې ازاده په ګډون د معترضو مېرمنو ندا پرواني، ژولیا پارسي، د پوهنتون د استاد رسول پارسي او د نورو فعالانو او معترضانو د بې له قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان همدا شان ویلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه او غیرقانوني ځپل یې د بشریت پر ضد جنګي جرایم حسابېدای شي.

دې سازمان د حساب ورکولو د یوه داسې نړیوال میکانیزم په جوړېدو هم ټینګار کړی چې له مخې یې په افغانستان کې د جنایتونو د شواهدو په راټولولو سره مسوولان ځواب ویونکي کړي.

پریسا ازاده چې د ښځو د حقونو فعاله او د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ غړې وه، د تېرې سې شنبې په ورځ د طالبانو له لوري ونیول شوه.

د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ مشرې شمایل توانا ناصري نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د پریسا ازاده د خوشې کېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغې وویل: "موږ د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو څخه جدي غوښتنه کوو چې په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي او د دې مېرمنې د خوشې کېدو لپاره هڅې وکړي چې د کورنۍ او زموږ اندېښنې یې کمې او دا مېرمن د ډېر وخت لپاره د طالبانو په زندان کې شکنجه نه شي."

په داسې حال کې چې د ښځو حقونو ځینې فعالانې او معترضې مېرمنې لا هم د طالبانو په زندان کې دي، د ښځو د حقونو یوه فعاله تمنا زریاب پریاني وايي، د خپلو اعتراضونو په دوام نن په جرمني کې د خپل اعتراض څلورم پړاو پیلوي.

د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني
د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني

نوموړې وايي، له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه په افغانستان کې د جنسیتي توپير/اپارتید په رسمیت پېژندل دي.

هغه زیاتوي: "د ښار په ښار اعتراضي کاروان لومړنی پروګرام دی چې نن د یوې ورځې لپاره په فرانکفورټ کې پیل شو او په پام کې ده چې د شنبې په ورځ به په مختلفو ښارونو کې د یوې ورځې لپاره د اعتراض خیمه ودرول شي."

اغلې پریاني هیله لري چې په اروپا کې مېشت افغانان او د ښځو د حقونو فعالان له دې اعتراض څخه ملاتړ وکړي.

د طالبانو له حکومت څخه د معترضو ښځو د خوشې کېدو او د ښځو په وړاندې د دوی په سیاستونو داسې مهال اعتراض کېږي چې لا هم معترضې مېرمنې پریسا ازاده، ژولیا پارسي، ندا پرواني او منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې دي او همدا ډول دوی افغان ښځې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ډېرو حقونو محرومې کړې دي.

خو د طالبانو حکومت تر دې دمه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او نه یې هم د نیولو شویو معترضو مېرمنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د بشري حقونو سازمان د فریډم‌نو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د پریسا ازاده په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د مدافعانو نیول غندلي و او د دوی د ژر تر ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG