د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

امریکا د طالبانو له بنده د ښځینه معترضانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې


د طالبانو په بند کې معترضې مېرمنې ندا پرواني او ژولیا پارسي
د طالبانو په بند کې معترضې مېرمنې ندا پرواني او ژولیا پارسي

په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له زندانه د ښځينه فعالانو د بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نیول کېدو او مجازات کېدو پر ځای باید افغان معترضې مېرمنې وستايل شي او هغه چې بندیانې دي، باید خوشې شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

رینا امیري د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو وغوښتل چې ژولیا پارسي، منيژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا آزاده او د بشري حقونو ټول هغه مدافعان چې د افغانانو د حقونو لپاره د مبارزې له امله نیول شوي دي، خوشې کړي.

هممهاله د افغان مېرمنو خودجوشه غورځنګ غړو د طالبانو له‌خوا د اعتراض کوونکو ښځو د سختو شکنجو او پلچرخي روغتون او زندان ته د هغوی د لېږد د دوام په تړاو په يو سر پټي ځای کې اعتراض کړی دی.

په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور. ارشیف
په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور. ارشیف

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ غړو بیا هم د طالبانو له زندانه د ياد غورځنګ د ۳ غړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د دغه حرکت غړې لیلا بسيم ازادي راډیو ته وویل: "دوه میاشتې کېږي چې درې معترضې مېرمنې او مبارزې مېرمنې د افغان ښځو د حقونو او عدالت غوښتنې په جرم د طالبانو په زندان کې دي، خو نړۍ لا هم چوپه خوله ده، د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو د دغو ښځو د خلاصون لپاره کوم عملي کار نه‌دی کړی. زه د افغانستان له خلکو او په ياده قضيه کې له اړوندو بنسټونو څخه هيله کوم چې د دغو درېیو اعتراض کوونکو مېرمنو د عدالت غوښتنې لپاره کار وکړي او عملي ګام دې واخلي، څو هغوی بېرته د خپلو کورنيو غېږو ته ستنې شي."

د ياد غورځنګ غړو په یوه پرېکړه‌لیک کې ادعا کړې چې د دغه غورځنګ ۳ تنه غړې چې د طالبانو په بند کې دي، د طالبانو له‌خوا تر سختو فزیکي او روحي شکنجو لاندې دي.

دوی دا ادعا هم کوي چې طالبانو د دغه غورځنګ د مشرتابه غړې ژولیا پارسي روغتون ته او د دغه غورځنګ یوه بله غړې منيژه صدیقي یې پلچرخي زندان ته لېږدولې او ندا پرواني يې د هغې له څلور کلن ماشوم سره په يو بل زندان کې ساتلي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغه غورځنګ د غړو او په د نورو اعتراض کوونکو مېرمنو د نیولو خبر نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان او د اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګ نورې غړې هم په افغانستان کې د ښځو له حقونو په تېره بیا په زندانونو کې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د نړۍ پر کړنو انتقاد کوي.

د افغانستان د ښځو د پیوستون غړې فرشتې قاريزاده ازادي راډیو ته وویل، دغو ښځو د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې او مجازات کول یې عادلانه نه‌دي.

هغې وویل: "ښځو د خپلو شرعي حقونو، چې د زده‌‌کړې او د کار حق دی، مبارزه کړې او مجازات کول يې عادلانه نه‌دي. زه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوم چې د دغو ښځو خلاصون ته پام وکړئ او له زندانه يې خوشې کړئ."

د ښځو د حقونو یوې فعالې هما رجبي ازادي راډیو ته وویل: "طالبان فکر کوي چې که ښځې له موږ سره وي، نړۍ به يې رسميت پېژندلو ته نږدې شي او په رسميت به يې وپېژني، خو د دې ښځو د خوشې کولو په برخه کې د نړيوالې ټولنې چوپتيا عادلانه نه‌ده."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د يادو غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما تېره اوونۍ پنجشنبه وویل چې طالبانو د سپټمبر له ۱۹مې راهیسې په کابل کې د ښځو د حقونو څلور فعالانې نیولي دي.

یوناما په خپله ایکسپاڼه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې روغتیايي پاملرنې، له کورنیو سره لیدنې او د ښځینه فعالانو قانوني حق چې وکیل ته لاسرسی دی، برابر کړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د دغو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې وه او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي وو چې د ښځو په اړه خپل چلند کې بدلون راولي، خو د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

هغه ادعا چې ښځو، د بشري حقونو بنسټونو، نړیوالې ټولنې او اکثرو اسلامي هېوادونو نه‌ده منلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG