د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: طالبان له بندي ښځو سره د شکنجې په ګډون ظالمانه چلند کوي


په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور. May 10 2022
په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور. May 10 2022

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، هغه افغانې ښځې چې د طالبانو لخوا بندیانېږي، د شکنجې په ګډون له دوى سره ظالمانه چلند کېږي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، د طالبانو له ظالمانه سیاستونو څخه د ښځو هر ډول سرغړونه دوی له هغه ځورونې، وېرولو او لفظي او فیزیکي ځورونو سره مخامخ کوي چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت برابر کړي دي.

دې انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې طالبانو په خپله ۲۸ میاشتنۍ واکمنۍ کې د ښځو او نجونو حقونه له منځه وړي او د هغوی پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر ازادۍ یې سخت بندیزونه لګولي دي.

هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.

یو شمېر معترضې ښځې چې د طالبانو د زندانونو تجربه لري هم وايي چې دوی د اعتراضونو پر مهال سخت وهل شوي او له سپکاوي ډک چلند ورسره شوى.

له دوی څخه یوې رقیه ساعی ازادي راډیو ته وویل: "د دوی په زندانونو کې هېڅ ډول بشري حقونه په پام کې نه نیول کیږي، بندیان خپل وکیل او کورنۍ ته لاسرسی نه لري او په داسې حالاتو کې له ځانه د دفاع حق نه لري، چې د برق شارټونه ورکول کېږي، وهل کېږي، سپکاوي یې کېږي او له رواني او فزیکي شکنجې سره مخ کېږي."

په ورته وخت کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما د طالبانو له لوري د معترضو ښځو د دغو د دې سازمان په ټکو د "خپل سري او اوږدمهاله نيونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

یوناما د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وویل چې طالبانو د سپټمبر له ۱۹مې راهیسې په کابل کې د ښځو د حقونو ۴ فعالانې نیولي دي.

د تورونو له مخې، ژولیا پارسي، ندا پرواني، منيژې صدیقي او پاریسا آزاده د روان کال د سپټمبر او نومبر ترمنځ نیول شوې وې.

که څه هم د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره پر واټونو د ښځو اعتراضونه ځپلي، خو تر اوسه یې د دغو معترضو میرمنو نيول نه تاييد او نه هم رد کړي دي.

د بشري او ښځو د حقونو یو شمېر مدافعین وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په بې ساري ډول زیات شوی او دوی له خپلو اساسي حقونو او آزادیو بې برخې دي.

د بشري حقونو یوې ملاتړې او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال اندېښنه وښوده چې د ملاتړ میکانیزم د نشتوالي له امله ښځې اړې شوي چې روان تاوترېخوالى وزغمي.

سیما سمر
سیما سمر

سيما ثمر زیاته کړه: "د امربالمعروف وزارت ډېره دنده د ښځو د حقونو او ازادۍ محدودول دي. له بده مرغه طالبانو د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون او نورو میکانیزمونو په له منځه وړلو سره چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره جوړ شوي وو، د ښځو ستونزې څو چنده زیاتې کړې دي، ځکه چې له ښځو د ملاتړ هېڅ مرجع موجود نه شته."

له څه باندې دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، پوهنتونونه یې د دوی پرمخ تړلي او په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې یې له کار کولو، دغه شان سیاسي فعالیتونو او په ټولنه کې له ګډون څخه منع کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره طالبانو حکومت تل د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین ادعا کړې او د افغان ښځو په اړه یې د خپلو سیاستونو د بدلولو لپاره د نړۍ غوښتنې له پامه غورځولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG