د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی


ارشیف: په افغانستان کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی دی.

یوناما وايي، سره له دې چې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.

یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، له نجونو او ښځو سره د طالبانو سیستماټیک تبعیض چې هغوی یې د ورځنې او عامه ژوند له ډېرو برخو ایستلي؛ روښانه دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ بیا وايي، دوی د غیرقانوني وژنو، شکنجو، خپلسري نیولو او بدني سزاوو ثبتولو ته دوام ورکوي، خو هغه کسان چې د بشري حقونو په ملاتړ؛ په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي، له خپلسري نیولو، ګواښونو او سانسور سره مخ دي.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د افغانستان د باثباته او سوله‌ییزې راتلونکې لپاره د بشري حقونو مکلفیتونو ومني او د اساس په توګه ورڅخه کار واخلي.

په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا
په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

په اعلامیه کې په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله راغلي: "واکمن چارواکي په افغانستان کې د اوسېدونکو ټولو وګړو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو د ساتنې او ترې د ملاتړقانوني او لوی مسوولیت لري."

هاخوا په ملګرو ملتونو د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ۷۵مه کالیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقوق او بنسټیزې ازادۍ نقض کړي دي.

فایق په خپله ایکسپاڼه زیاته کړې، دوه کاله کېږي چې نجوني او ښځې له زده‌کړو او کار محرومې دي او د افغانانو ژوند، ازادي، امنیت او خصوصي حریم هیڅ ډول خوندي نه‌دی.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ویلي، د بشري حقونو مدافعان باید ونه نیول شي.

هغه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو هغه ښځینه او نارینه ملاتړي له بنده خوشې کړي چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ

د راپورونو پر بنسټ، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو څلور فعالانې ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا ازاده او بهاره کریمي همدا اوس د طالبانو حکومت په زندان کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ کمېټې په یوه لیک چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ، د افغان نجونو او ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر ټوماس نیکلاسن ته یې لیکلی، د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د زنداني فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې.

د دې لیک په یوه برخه کې له دوی غوښتل شوي چې: "د بشري حقونو د ملاتړو ازادي، امنیتي خوندیتوب، د زندانیانو د شکنجې، د مخکنیو قاضیانو، څارنوالانو او امنیتي ځواکونو د ترور مخنیوی باید د خپلو کارونو په سر کې راولي."

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا غوښتنې او اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو اوسنی رژیم په نړیواله کچه په جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو په نقض تورن دی.

خو دوی تل دا موضوعات رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG