د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغانان: طالبانو زمونږ بشري حقونه تر پښو لاندې کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند انځور

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.

د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې طالبانو پرته له کوم جرمه بندیان کړي، شکنجه کړي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو پوځي افسر چې په ایران کې اوسېږي او نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې درې میاشتې بندي و او د طالبانو لخوا په بېلابېلو ډولو شنکجه شوی دی.

هغه وايي: "هغوی زما سر ته د اوبو پایپ نیولی و، زما سترګو او خوله یې په دستمال تړل چې چیغې ونه کړم، په کېبل یې وهلم، د برښنا شاټونه یې راکړل، موږ یې لوڅولو ډېر په خطرناکه ډول یې شکنجه کولو. زه ویلی شم ووایم چې په هرو ۲۴ساعتونو کې موږ دوه ځله په کېبل وهل کېدو، موږ کېبل ته تللو، دوی زموږ لاسونه او پښې ټینګې تړلې، پنځه یا شپږو کسانو موږ نیولو او د اوبو پایپونه یې زموږ خولو ته نیول."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما ادعا کړې وه چې طالبانو له بندیانو څخه د اعترافاتو او معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه، هغوی ته برښنايي شاټونه ورکړي، ساه کښل یې پرې بند کړي، فشارونه یې پرې راوړياو ګواښلي یې دي، په جبري ډول یې اوبه څښلو ته اړ کړل او د وهلو، ټکولو پر مهال یې سترګې پرې اړلې دي.

یوناما ویلي چې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۲۳م کال د جولای تر ۳۱مې پورې یې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو د حکومت له خوا د نیونو او تر هغې وروسته د بشري حقونو د سرغړونو له ۱۶۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت کړي دي.

خو د طالبانو حکومت د یوناما دغه راپور رد کړی دی.

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه، خو څلور میاشتې وړاندې یوناما دغه شان ویلي وو چې د تېر جمهوري نظام د عسکرو او کارکوونکو پر وړاندې یې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو له ۸۰۰ څخه زیاتې قضیېیې ثبت کړي چې له دې شمېر ۲۱۸ قضيې د غیرقانوني وژنو دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د دغه راپور موندنې رد کړې وې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په ورته وخت کې د هرات ولایت د سینګارګرو ټولنې مخکېنۍ مشرې معصومې رحیمي له ازادي راډیو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې پر ښځینه سینګارځایونو تر بندیز وروسته د طالبانو خوا ونیول شوه او ۱۳ ورځې یې په بند کې تېر کړې.

هغې وویل: "هغوی لومړی زما لاسونه وتړلې او زه یې د ۴۸ساعتونو لپاره په یوه ډېره تیاره او خرابه خونه کې واچولم او ویل شوي وو چې دوی به ما ته په ۴۸ ساعتونو کې یو څاڅکی اوبه هم نه راکوي. زه د ۱۳ شپې توقیف کې وم. ټاکل شوې وه چې زه باید محاکمه شم، هغوی وویل، یونیم کال بند به راکړي، په همدې وخت کې زلزله وشوه او فرمان راغی، خوشبختانه له ما سره ۱۵۰ نورې ښځې هم له بنده خلاصې شوې."

ارشیف: په کابل کې یو سینګارتون چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی.
ارشیف: په کابل کې یو سینګارتون چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما د طالبانو له خوا د ښځینه فعالانو په پرله پسې نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

په تېرو له دوو کلونو په زیاته مود کې یو شمېر معترضې ښځې د طالبانو له‌خوا نیول شوي او د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د اعتراض کوونکو مېرمنو له ډلې ژولیا پارسي، ندا پرواني، پریسا آزاده، منیژه صدیقي او بهاره کریمي بندیانې کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د خپلو حقونو د تامین لپاره پر واټونو د ښځو د اعتراضونو او لاریون مخه نیولې او ځپلي یې دي، خو د دغو معترضو مېرمنو د نیونې خبرونه یې رد یا تایید کړي نه دي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نورو مواردو ترڅنګ له زده کړو، تحصیل او کار څخه د نجونو او ښځو بې برخې کول او په دغه هېواد کې د ښځو پر ټولنيز حضور محدوديتونه له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه بلل کېږي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو د حکومت له راتګ راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نه لري او له نږدې یو کال راهیسې پوهنتونونو ته یې پر تګ هم بندیز لګول شوی دی.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډدسمبر په وروستیو کې پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډدسمبر په وروستیو کې پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو کار منع دی او تفريح ځايونو، پارکونو، سینګارتونونو کې له کار کولو او له شرعي محرم پرته له لرې واټن سفر هم راګرځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې طالبانو تراوسه په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو او کړنو د محدودولو په اړه تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا هېواد لا هم د بشري حقونو له سترو ننګونو سره مخ دی او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ټول حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د دغه سازمان د اسيا څانګې مرستيالې پاتريشيا ګاسمن ازادي راډيو ته وويل: "افغانستان لا هم د بشري حقونو له سترو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی. طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې داسې تګلارې جوړې کړې چې تر ډېره د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي. یوازېنی بدلون چې راغلی دی، دا دی چې دغه تګلارې لاپسې سختې شوې دي. دوی دغه انتقادي راپورونه سانسور او خبریالان نیولي دي او کله یې هم پخواني پوځیان په جبري ډول تري تم کړي یا وژل دي."

پاتريشيا ګاسمن
پاتريشيا ګاسمن

د يادونې وړ دهچې په افغانستان کې د پخواني نظام پر مهال هم له بشري حقونو سرغړونې کېدې.

هغه مهال د بشري حقونو بنسټونو جګړه، ناامني او اداري فساد د بشري حقونو د سرغړونو اصلي لاملونه ګڼل او ماشومان او ښځې یې اصلي قربانیان بلل کېدل.

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د غړیتوب، د شکنجې د منع قانون د تصویب، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د قانون د تصویب او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د میکانیزمونو د رامنځته کول په ګډون د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره اغېزمن اقدامات هم شول.

د روادارۍ په نوم د بشر د حقونو د یو سازمان مشره او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، چې د اتباعو په اړه د طالبانو نظر له بشري حقونو سره په تضاد کې دی او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت او د اندېښنې وړ دی.

د روادارۍ په نوم د بشر د حقونو د یو سازمان مشره او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د بشرد حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د روادارۍ په نوم د بشر د حقونو د یو سازمان مشره او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د بشرد حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر ستونزمن او د اندېښنې وړ دی. د تېر جمهوري نظام پر مهال هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت خراب و، خو لږ تر لږه فضا موجوده وه، د دې لپاره چې ښه شي قوانین جوړ شوي وو، په بنسټونو کار روان و. اوس دا یو داسې حالت دی چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او په ټولیز ډول د افغانستان د خلکو د بشري حقونه په اړه ډېره کمه روښنايي لیدل کېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومتي چارواکو مخکې تر دې تل د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه بې بنسټه بللي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خلکو اعدامول او په درو وهل له بشري حقونو د اندېښنې وړ سرغړونې بلل شوې دي.

په بریتانیا کې میشتې د افغان ویټنس په نوم یوې حقوقې ډلې لس ورځې مخکې وویل، چې تېر کال د طالبانو حکومت دوه کسان اعدام کړل او ۴۱۷ نارینه او ښځې یې د نامشروع اړیکو او غلاوو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور په درو ووهل.

د بشري حقونو سازمانونو دا سزاګانې دا مجازات د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې دا سزاګانې ودروي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کړې چې دغه سزا به په راتلونکي کې د جنايتونو د تکرار مخه ونيسي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعاله ساره سیرت وايي، نړۍ باید په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت درک کړي او د افغانانو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

هغې وویل: "مخکې مو کولی شول اعتراضونه وکړو او بېلابېلو بنسټونو په دې برخه کې کار کولو، خو په اوسنيو حالاتو کې ټولې هغه دروازې او ټول ميکانيزمونه چې غږ پورته کولو کې یې مرسته کوله، هغوى (طالبان) په يو ډول تړلي دي. له دې سره سره چې مېرمن یې په زړورتیا سره مبارزه کوي، خو زه هیله منه یم چې نړۍ ژر متوجه شي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله او څلور میاشتې تېرې شوې، خو هېڅ هېواد د د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دی.

خو طالب چارواکو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوق خوندي دي.

د ډسمبر لسمه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونیسکو له خوا د بشري حقونو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه چې ۳۰ مادې لري د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شوه.

د دې اعلامیې محتوا هغه مدني، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حقونه چې د هر هېواد ټول وګړي یې باید ولري مشخص کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG