د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د امریکا تازه بندیزونه؛ د طالبانو ۲ چارواکي هم پکې شامل دي


له ارشیفه د طالبانو د بیرغ تصویر
له ارشیفه د طالبانو د بیرغ تصویر

د امریکا د خزانې وزارت پرون اعلان وکړ چې د بشري حقونو د اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت یې له افغانستانه نیولې تر چین، ایران او هایتي پورې پر شلو کسانو چې په خپلو هېوادو کې د بشری حقونو په سرغړونو تورن دي بندیزونه لګولي دي.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکوي چې په دې ډله کې د طالبانو د حکومت دوه وزیران چې د ښځو او نجونو پر وړاندې په ځپونکو اقداماتو، له هغې ډلې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو په بندولو کې ښکېل بلل شوی هم شامل دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حنفي چې د خزانې وزارت د چارواکو په وینا په قتلونو، اختطافونو او وهلو ټکولو کې لاس لري هم په دې فهرست کې شته.

شېخ خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر
شېخ خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته پرخپله اېکس پاڼه دا بندیزونه وغندل او ویې لیکل، د امربالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیر شېخ محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر شېخ فریدالدین محمود لګول شوي بندیزونه او د فشار راوړل د حل لاره نه ده.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې امریکا د دې ډول اقداماتو ناکامه سابقه لري نو باید د ده په وینا پخوانۍ ناکامې تجربې تکرار نه کړي.

د امریکا په بندیزونو کې د ایران دوه استخباراتي چارواکي چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا په بهر کې د ایران د حکومت د مخالفینو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پلانولو تورن دي او دوه چینايي چارواکي چې په سینکیانګ ایالت کې د اویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو په شکنجه کې لاس لري هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنیت یلین پرون وویل د امریکا ژمنه چې د بشري حقونو دفاع به کوي سپېڅلې ژمنه ده.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزیره، جانت ایلین
د متحدو ایالتونو د خزانې وزیره، جانت ایلین

هغې زیاته کړه له بشري حقونو او بنیادي آزادیو سرغړونې چې د نړۍ په هرځای کې وي، زموږ د ګډو بشري ارزښتونو پر زړه ګوزار بلل کېږي.

د دې پرېکړې په اساس هغه کسان چې نومونه یې د بندیزونو په لیست کې راغلي د امریکا له جایدادونو او بانکي حسابونو څخه بې برخې کېږي او دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له امریکايي کمپنیو او افرادو سره کاروبار وکړي.

د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ کلیزې په درشل کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم په ۱۳ هېوادونو کې پر ۳۷ کسانو د ویزو بندیزونه لګولي.

د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین پرون وویل دا بندیزونه پر هغو افرادو لګېدلي چې د جنسیت په اساس په تاوتریخوالي او د ښځو او نجونو د ځپلو په اقداماتو کې لاس لري.

ښاغلی بلینکین زیاتوي متحدایالات دا بندیزونه له هغو اقداماتو سره د حساب کتاب په نیت لګولي دي چې د قانون د حاکمیت په کمزوري چاپیریال کې ترسره کېږي.

د بلینکین په وینا، د دې بندیزونو هدف د ښځو، مدني فعالانو او سیاسي مخالفینو په څېر د ټولنې د بې وسو او زیانګالو غړو ملاتړ دی.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه چې د ۱۹۴۸ میلادي کال د ډسمبر په لسمه په پاریس کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې له خوا اعلان شوه د ټولو وګړو لپاره د بشري حقونو معیارونه او اساسات ټاکي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG