د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د نړۍ غوښتنې د منلو نه دي


ندیم په کابل طبي پوهنتون کې د زده کوونکو د فراغت مراسمو کې یوه فارغ ته د هغه د سند ورکولو پر مهال.
ندیم په کابل طبي پوهنتون کې د زده کوونکو د فراغت مراسمو کې یوه فارغ ته د هغه د سند ورکولو پر مهال.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، د نړۍ غوښتنې ورته د منلو نه دي.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د طالبانو حکومت پر نجونو او ښځو د کار او زده کړو د بندیز له امله له ګڼو انتقادونو سره مخ دی، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم یوځل بیا ویلي چې دوی به هیڅکله د نړۍ غوښتنې ونه مني.

هغه د کابل طبي پوهنتون څخه د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د طالبانو حکومت به تل په افغانستان کې د اسلامي اصولو او افغاني دود او کلتور پر تطبیقولو ولاړ وي او ټینګار یې وکړ چې د نړۍ غوښتنې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د هغه د خبرو یوه برخه د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون پر ایکسپاڼه خپره کړې ده.

هغه ویلي: "خپل فرمایشات غواړي په موږ تطبیق کړي، خو د چا فرمایشاتو ته په هېڅ صورت کې اماده نه یوو. څه چې د افغانستان د نظام، د دې مسلمانې طبقې، د دې مسلمان غیرتمن قوم، د دین، د عنعناتو او د عاداتو تقاضا ده، هغه به په افغانستان کې تطبیقېږي."

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت یو شمېر نورو چارواکو هم ورته څرګندونې کړي دي، خو د امریکا متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې بیا له طالبانو سره د تعامل چانس د نجونو او ښځو د حقونو په بېرته اعادې او د یوه داسې حکومت په جوړېدو تړلی بللی چې ټول افغانان په‌کې ځانونه وګوري.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

یو شمېر کارپوهان هم وايي چې د نړۍ د غوښتنو منل چې د افغان ولس غوښتنې هم دي د طالبانو دحکومت د رسمیت پېژندولو په برخه کې ډېر اغېز لري.

د نړیوالو اړیکو پوه شېردل پاڅون ازادي راډيو ته وویل: "تر څو چې دوی نړیوالو سره تعامل ونه کړي زه فکر نه کوم چې دوی به رسمیت ترلاسه کړي. تر ټولو اړینه او بنسټيزه موضوع د ښځو د تعلیم او د ښځو د کار موضوع ده. دا هغه موضوعات دي چې د افغانستان ولس یې هم غواړي او د نړیوالو غوښتنه هم همدا ده. د یوه ملک لپاره باید ټول اقشار ځان په هغه نظام کې وګوري او هغوی ته د کار زمینه برابره شي. د همه شموله حکومت موضوع ده، طبعاً د افغانانو هم همدا غوښتنه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلې نوې ارزونه کې چې د دې سازمان د امنیت شورا ته یې وړاندې کړی، د نه تبعیض د اصل او د ښځو د حقونو پر رعایتولو او په ټولو برخو کې ښځو او نجونو ته د ونډې پر ورکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه او ازادي باید مراعات شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

خو د طالبانو حکومت لا هم دغه غوښتنې نه دي منلي او تل یې ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ څه کم دوه نیم کاله پوره کېږي، خو تر دې دمه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ښځو حقونه، د بیان ازادي، د یو ټولشموله حکومت جوړول او په کور دننه د مشروعیت ترلاسه کول هغه شرطونه دي چې نړیوالو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندولو لپاره وړاندې کړي دي.

خو د طالبانو ویلي چې د ښځو موضوع د افغانستان کورنۍ مسله ده او حکومت یې ټولشموله دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG