د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

طالب چارواکی: پوهنتونونه د نجونو محصلانو ستنیدو ته چمتو دي، خو چې لوی مشر امر وکړي


د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانې، دا تصویر یې د هغو ورځو دی چې طالبانو پوهنتون ته پرې نه ښودې
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانې، دا تصویر یې د هغو ورځو دی چې طالبانو پوهنتون ته پرې نه ښودې

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت یو سلاکار مولوي عبدالجبار وايي چې پوهنتونونه د نجونو محصلانو منلو ته تیار دي، خو د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده فرمان ته سترګې په لاره دي، ځکه د نوموړي په وینا په دې اړه وروستۍ پرېکړه د هغه په لاس کې ده.

ښاغلي جبار چې له اسوشیتيدپریس خبري اژانس سره خبرې کولې، دا ونه ویل چې دا پرېکړه به څه وخت وشي خو هغه زیاته کړه چې د طالبانو لوی مشر امر وکړ چې پوهنتونونه دې بند شي، بند شول او چې د خلاصولو امر یې وکړي نو په هغه ورځ به بېرته خلاص شي.

نوموړی زیاتوي چې طالبان دا هرڅه په دې خاطر کوي چې د خپلو مشرانو د اوامرو تابعیت کوي.

د افغانستان لسګونه زره نجونې هره ورځ زده کړو ته د بیرته ستنیدو شېبې شماري
د افغانستان لسګونه زره نجونې هره ورځ زده کړو ته د بیرته ستنیدو شېبې شماري

مولوی عبدالجبار دا یادونه هم کړې چې د طالبانو ټول مشران، حتی وزیران یې د نجونو د تعلیم او تحصیل پلویان دي.

مولوي عبدالجبار چې وايي له ملاهبت الله اخوندزاده سره یې د روسانو پرضد یوځای جهاد کړی و، اسوشیتيدپریس ته دا هم ویلي دي چې له خپل لوی مشر سره یې اوه اته کاله مخکې لیدلي دي.

مولوي ندا محمد ندیم، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست
مولوي ندا محمد ندیم، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندامحمدندیم پخوا ویلي وو، چې د پوهنتونونو بندول د ښځو او نارینه وو د ګډو ټولګیو د مخنیوي لپاره یوه اړتیا وه. هغه دا هم ویلي و چې د ده په نظر د پوهنتونونو ځینې مضمونونه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي. ندیم تینګار کړی چې په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل بندیز تراوسه هم تر امر ثاني پورې پرځای پاتې دی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل بندیز موقت بللی و، او ویلي یې و، چې هر کله د جامو او درسي موادو د څرنګوالي په څېر د نجونو اړوندې ستونزې حل شي نو پوهنتونونه به بیا پرانیستل شي.

مولوي عبدالجبار وايي که د نجونو پوهنتونونه دي که ښوونځي، هلته هرڅه مخکې له مخکې چمتو دي خو یوازې وختونه ښايي بدل شي، داسې چې د مثال په ډول هلکان سهار او نجونو ماسپښین درسونه ووايي یا برعکس.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پر افغانستان د دوی د واکمنۍ دوهمې کلیزې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو لومړی له شپږم د پورته ټولګیو زده کوونکې له زده کړو بې برخې کړې او بیا یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې، خو په دې ټوله موده کې یې په وار وار تینګار کړی چې دا کار موقتي دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG