د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

۶ میاشتې او ۸ زره جنایي جرمونه؛ د طالبانو کورنیو چارو وزارت: څه باندې ۱۱ زره تورن کسان مو نیولي


د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه
د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له اتو زرو څخه د زیاتو جنايي جرمونو په تور له ۱۱۶۳۱ ډېر کسان نیولي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د نشه‌يي توکو د قاچاق، خرڅلاو او تولید په تور یې ۳۶۶۵ کسان نیولي دي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کابل تر ټولو ډېرې جنايي پېښې لري>

ښاغلي قانع زیاته کړه:

"د روان کال په شپږو مياشتو کې د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پوليسو سره ۸۲۱۰ جنايي پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۶۷۵۶ يې د پوليسو له‌خوا کشف او ۱۴۴۵ يې تر څېړنې لاندې دي، چې له دې شمېر ۹۹۵ پېښې په کابل ښار کې رامنځته شوې دي، چې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله کابل کې د جنايي جرمونو کچه لوړه ده."

د کورنیو چارو وزارت مخې ته د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه
د کورنیو چارو وزارت مخې ته د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه شان ويلي، په دغو پېښو کې وژنې، سړي تښتونه، وسله‌والې غلاوې، د نشه‌يي توکو، وسلو او کسانو قاچاق شامل دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د روان کال د سرطان په میاشت کې ویلي وو چې تېر کال په افغانستان کې ۱۱۸۰۰ جنايي پېښې ثبت شوي او د دغو پېښو په تړاو ۱۶۶۰۰ کسان نیول شوي دي.

د امنیتي چارو یو شمېر پوهان بې‌وزلي، بې‌کاري، بې‌عدالتي، د سواد د کچې ټیټوالی او ټولنیز تاوتریخوالی په هېواد کې د جنايي جرمونو د کچې د لوړېدو اصلي لاملونه بولي.

یو له دوی څخه اسدالله ندیم ازادي راډيو ته وویل چې، په پولیسو کې د وړتیا لرونکو کسانو په ګمارنه کېدلی شي د جنايي جرمونو کچه راکمه شي.

امنیتي کارپوه اسد الله ندیم
امنیتي کارپوه اسد الله ندیم

نوموړی وایي:

"د طالبانو د حکومت لپاره دا غوره ده چې په دې برخه کې مسلکي او تجربه لرونکي افسران په دندو وګماري او له خپل ظرفیت او تجربې څخه کار واخلي او تر ټولو مهمه دا چې د مجرمینو د محاکمې او عدالت بهیر عادلانه او د قانون پر بنسټ ولاړ وي."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې هم د دغه ښار له خراب امنیتي وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، چې د خوندیتوب احساس نه‌کوي.

هغه چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

"دوی په ليني موټرو کې هم ځان خوندي نه احساسوي، په جومات کې چې د عبادت ځای دی، د امنیت احساس نه‌کوي، د امنيت له اړخه د افغانستان وضعيت نازک او وحشتناک دی او په افغانستان کې امنيتي وضعيت په خورا جدي ډول د اندېښنې وړ دی."

طالبان تل په ټول افغانستان کې د امنیت د تامين ادعا کوي او دا خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او یو افغان سوداګر په خپل دفتر کې د نامعلومو کسانو له‌خوا ووژل شو.

دغې پېښې د افغانستان د ګڼو سوداګرو اندېښنې یې راپارولې دي.

د جنايي پېښو تر څنګ په کابل او ځينو ولايتونو کې امنيتي پېښې هم رامنځته کېږي چې په ځينو مواردو کې د داعش خراسان څانګه د ځانمرګو بریدونو او ځینو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG