د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

یو شمېر کابل ښاریان: لاهم له غلو او غلاګانو سره مخ یو


ارشیف
ارشیف

که څه هم طالبانو ویلي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې، د وسله‌والو غلاوو او لوټ مخه‌یې نیولې، خو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي اوس هم له غلو او غلاګانو سره مخ دي.

ځینو خلکو ازادي رادیو ته ویلي چې کابل ته د طالبانو له راتګ سره لا هم په دې ښار کې د وسله‌والو غلاوو پېښې شته او خاص کمښت په‌کې نه‌دی لیدل شوی. دوی وايي وسله‌والو غلو یې سامان او لوازم لوټ کړي دی.

د یوه خصوصي شرکت کارکوونکی وايي درې ورځې مخکې یې وسله‌والو غلو لاره نیولې او پیسې او لوازم‌یې ترې لوټ کړي دي.

دی زیاتوي: "سره له دې چې طالبان کابل ته راغلي او ګرځي، خو غلاګانې اوس هم شته، خلک‌یې اندیښمن کړي دي، تېره ورځ زه له دغې پېښې سره مخ شوم. غلو مې د پیسو بکس واخیست، همدارنګه په سرای شمالي کې شاهد یم چې غلو د یو کس موبایل واخیست، په خواشینۍ سره دا پېښې کمې شوې نه‌دي."

سربېره پر دې د خلکو په خبره وسله‌والو غلو په لویو لارو کې هم خلک تنګ کړي دي.

خان شیرین وايي د کابل-بغلان په لویه لاره غلو وهلی او موټر یې ځینې اخیستی دی.

خان شیرین زیاته کړه: "کابو دوه اوونۍ مخکې چې له بغلانه کابل ته راتللم، غلو رانه کارت او موټر واخیست او ويې‌وهلم، تر اوسه نه‌یم توانېدلی چې پیدا یې کړم. متأسفانه چې د نوي حکومت له راتلو سره هم په وضعیت کې بدلون نه‌دی راغلی."

په ورته وخت کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه ادعا ردوي وايي، د دوی له راتګ سره د جنایي په ځانګړي ډول د غلاوو کچه صفر ته راټیټه شوې ده.

ښاغلي کریمي وویل: "دغه ادعاګانې چې خپرې شوې موږ یې نه‌تأییدوو، د اسلامي امارت مجاهدینو چې ټول ولایتونه‌یې نیولي، وسله‌والې غلاګانې صفر ته ټیټې شوې دي، په کوم ځای کې چې غلا وشي، مجاهدین ځانونه ورورسوي او غلا له‌منځه وړي."

غلاګانې او جنایي جرمونه له پخوا راهیسې په کابل کې روانې دي او اوس چې طالبان له غلو او وسله‌والو سره جدي چلند کوي بیا هم د غلو او جنايي جرمونو د پېښېدو اندېښنې پر ځای پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي غلاګانې او جنايي جرمونه به له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG