د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۳۱

افغانستان

طالبان: د اختر په درې ورځو کې هيڅ امنيتي پېښه نه‌ده شوې

کابل کې د اختر د ګڼې ګوڼي يو انځور - ارشيف

په کابل کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د اختر په دریو ورځو کې یې هیڅ کومه امنیتي پیښه نه ده ثبت کړې.

د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، په نورو ولایتونو کې هم د اختر مراسم په خوندي فضا کې ترسره شوي دي.

نوموړي ويلي: "د خوښۍ ځای دی چې تېرو څو ورځو کې مو هېوادوال د اختر خوښۍ په ډاډمنه امنیتي فضا کې لمانځي، په پلازمېنه کابل کې هیڅ کومه امنیتي پیښه الحمدالله نه ده ثبت شوې."

طالب چارواکو مخکې ادعا کړې چې د جنایي پېښو کچه یې کمه کړې ده، خو پلازمېنه او نورو ولایتونو کې لا هم وخت نا وخت د تښتوونو او غلاوو پېښې ثبتیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تخار کې د واليبال جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

په دغه سیالیو کې تالقان لوبدلې دوهم مقام ترلاسه کړ.

تخار ولایت کې د واليبال حذفي جام سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د افغانستان د والیبال فدارسیون په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د واليبال حذفي جام سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې د ١٨ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې تېره ورځ د دشت قلعه ولسوالۍ په بريا سره پاى ته ورسېدې.

په دغه سیالیو کې تالقان لوبدلې دوهم مقام ترلاسه کړ.

دغه سيالۍ د واليبال فدراسيون له لوري د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د تالقان ښاروالۍ په چمن کې پيل شوې وې، چې موخه يي د غوره ورزشکارانو پېژندل او د مرکز او ولسواليو په کچه د واليبال ورزش وده بلل شوې ده.

د رګبي سیالۍ؛ افغانستان ایران ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لار ومونده

د افغانستان او ایران لوبډلو ترمنځ د رګبي لوبې انځور

د افغانستان رګبي لوبډلې ایران ته په ماتې ورکولو سره د اسيا سياليو پای لوبې ته لار ومونده.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، چې د افغانستان رګبي لوبډلې د اسیا سیالیو په نیمه پای لوبه کې د ۰ـ۲۲ په توپیر ایران لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې پای لوبې ته لاره ومونده.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ چې د اندونیزیا په پلازمېنه جارکاتا کې تېره اونۍ پیل شوې وې، افغانستان، اردن، هندوستان، اندونیزیا او ایران لوبډلو ته په ماتولو ورکولو سره ددې سیالیو فاینل یا پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د معلوماتو له مخې، په پایلوبه کې به نن افغان لوبډله د سنګاپور لوبډلې سره سیالي وکړي.

د شطرنج نړیوالې سیالۍ؛ د افغانستان ملي لوبډلې قبرس ته ماتې ورکړه

ارشیف

د افغانستان شطرنج ملي لوبډلې قبرس ته ماتې ورکړه.

د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، د افغانستان شطرنج ملي لوبډلې د شطرنج نړيوالو لوبو اتم پړاو سیالیو کې تېره ورځ د قبرس ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د شطرنج دغه نړېوالې لوبې دوه اونۍ وړاندې د هندوستان هېواد په چېناى ښار کې پیل شوي، چې افغانستان تر دا مهاله په خپل ګروپ کې درېیم مقام لري.

د راپورنو له مخې، افغانستان به نن يکشنبه يوګانډا سره مخ شي.

په دغه سیالیو کې د ۱۸۸ هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون لري، چې د روانې میلادي میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

طالبان: د اوسپڼۍ پټلۍله لارې تر ۶۷ زره ټنه ډېر انتقالات شوي

دغه انتقالات د اقینې، حیرتان او تور غونډۍ بندرونو له لارې شوي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د اوسپڼۍ پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې ۶۷ زره او ۶۷۷ ټنه انتقالات شوي.

دغې ادارې په یوې خبرپانې لیکلي، چې یاد انتقالات د اقینې، حیرتان او تور غونډۍ بندرونو له لارې شوي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو انتقالاتو ډېره برخه د حیرتان بندر له لارې ده چې ۴۳ زره ۸۲۵ مټریکه ټنه کېږي.

د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په یادو انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور مواد افغانستان ته وارد شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دغه اونۍ کې له دې لارې له افغانستان نه ۹۸۴۰ مټریکه ټنه صادارت هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي.

دغه صادارات او واردات ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته شوي.

پاکستان او هندوستان ته د افغانستان د تازه میوو صادرات زیات شوي

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د تېر کال په پرتله پاکستان او هندوستان ته د تازه میوو صادرات زیات شوي.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، د تېر میلادي کال په ورستیو شپږو میاشتو کې د صادراتو کچه ۴۸۰ میلیونه ډالره وو، خو د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه ۷۵۰ میلیونو ډالرو ته پورته شوې.

د ښاغلي مومند په خبره، که د تازه میوو صادرات په همدې ډول روان وي ښايي د صادراتو کچه تر راتلونکو څو میاشتو پورې څو چند لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان د تازه میوې صادرونکو ویلي وو، چې د تېر کال په پرتله یې د خټکیو او انګورو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.

دوی ویلي، چې د بزګرانو مصارفو ته په کتو د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دي او د مناسب مارکېټ نشتون د دوي لپاره ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان فوټبال لوبډلې تاجکستان ته لوبه وبایلله

دغه لوبه د کابل په وخت تېره شپه اته نیمې بجې پیل شوه چې تاجکستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته ۴-۱ ماتې ورکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې تېره شپه تاجکستان ته لوبه وبایلله.

دغه لوبه د کابل په وخت تېره شپه اته نیمې بجې پیل شوه چې تاجکستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته ۴-۱ ماتې ورکړه.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د اسیا د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلو کوربه ده.

افغانستان له دې وړاندې له قرغزستان هم ماتې خوړلې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس افغانستان دوه نورې لوبې هم لري، چې سبا دوشنبه ایران او جمعې په ورځ ازبکستان سره د لوبې ډګر ته وځي.

افغان کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ ایرلنډ سره شل اوره سیالۍ پیلوي

ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به روانه اونۍ په بلفاسټ کې له ایرلنډ سره د شل اورونو لوبلړۍ پيل کړي.

ټاکل شوې ده، چې لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ وکړي او بیا د اګسټ تر اوولسمې له کوربه ایرلنډ سره د شل اورونو څلور نورې لوبې ترسره کړي.

له هغه ځایه به افغان لوبډله عربي متحد اماراتو ته سفر وکړي او د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې به برخه واخلي.

په دې جام کې به د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا ملي لوبډلي سیالي سره وکړي.

د ایران ځانګړي استازي سیستان ته د افغانستان د اوبو خوشې کول تایید کړل

د کمال خان بند

د ایران سیستان سیمې ته د افغانستان له لورې اوبه داخلې شوې.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پرون وویل، چې د پر له پسې دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې افغانستان اوبه ورخوشې کړې دي.

ښاغلي قمي زیاته کړه، چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي څو اوبه په دوامدار ډول د ایران لور ته وبهېږي.

وروسته تر دې چې طالبانو کابل نیولی دی دا دوهم ځل دی چې د کمال خان بند اوبه خوشې کوي.

خو طالبان وايي، چې اوبه یې د افغانستان پر لور خوشې کړې دي.

د کابل لوېدیځ کې چاودنه شوې

ارشیف

د افغانستان د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې چې اکثره شیعه مېشته دي نن یوه بله بمي چاودنه شوې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښې عیني شاهدانو ویلي، وېره ده چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي وي.

تر اوسه د پېښې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.

پرون مازیګر د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د محرم د مراسمو پر مهال د شیعه ګانو د ماتم کوونکو په منځ کې د چاودنې له امله د طالبانو په وینا لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

د اسلامي دولت ډلې/ داعش د جمعې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.

نن د افغانستان او تاجکستان د فوټبال لوبډلې سیالي لري

ارشیف

افغانستان نن د اسيا د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال سياليو کې له تاجکستان سره لوبه کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوې خبر پانه کې ليکلي، چې دغه سيالۍ د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پيلېږي.

افغان لوبغاړو تېره ورځ له قرغزستان سره په لوبه کې ۰ - ۱ ماتې وخوړه.

د معلوماتو له مخې افغانستان له تاجکستان وروسته ايران او بيا ازبکستان سره لوبې لري.

دغه سيالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کېږي.

هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې

په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالیو یو انځور

په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په يوې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دغه سياليو ١٧پړاو د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوې.

د دې رياست د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې د ١٠ ورزشي کلپونو نه ٥٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود چې د يوې ورځې لپاره وې.

د دې سياليو په پاى کې ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

ترکیې ته د افغانستان د المپیک کمېټې د پلاوي سفر

ترکیه کې د اسلامي هېوادونو سیالیو کې د ګډون په موخه د المپیک کمېټې پلاوی

د المپیک ملي کمېټې او ورزش د مشرتابه پلاوی د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه نن ترکیې ته سفر وکړ.

دغې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پلاوي په تشکیل کې د ملي المپیک کمېټې د رییس په شمول د یادې ادارې څو نور چارواکي شامل دي.

په خبر کې راغلي، چې له افغانستان څخه په دغو لوبو کې د لامبو وهلو، ځغاستې، معلولينو، تکواندو، کراټې او پهلواني ٢٢ورزشکاران په کې ګډون وکړي.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ترکیې په کوربتوب د دې هېواد په قونيه ښار کې د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو سيالۍ د اګسټ له ٩مې نېټې څخه تر ١٨ مې پورې دوام وکړي.

په دغو سياليو کې به د ۱۴ اسلامي هېوادونو لوبغاړي ونډه واخلي.

وسله والو د ننګرهار په مومندره کې یو قومي مشر وژلی

قومي مشر ملک جمیل

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر لومړی له کوره ویستی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

د سیمې اوسېدونکي ملک عباد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پېښه تېره شپه شااوخوا ۸نیمې بجې شوې خو جسد یې نن سهار وختي د دوی لاسته ورغلی دی.

د ملک عباد په خبره، وژل شوی قومي مشر ملک جمیل نومېږي چې د قران حافظ او د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو سیمې اوسېدونکی دی.

د ملک عباد د معلوماتو له مخې، دوی چې غوښتل یې جسد یې د تورخم- جلال اباد لویې لارې ته د احتجاج په توګه انتقال کړي، د سیمې د امنیتي چارواکو او مسوولانو سره یې د یوه تفاهم او دا چې عاملان به یې پیدا او قانون ته سپارل کېږي، له خپل احتجاجه تېر شوي دي.

دی زیاتوي، چې ملک جمیل د هېڅ ډلې ټپلې مربوط سړی نه و او یواځې د خپلې سیمې جرګې مرکې به یې کولې چې څو مخ پټو وسله والو وواژه.

اخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم ازادي راډیو ته د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې ولایت مقام د پېښې په تړاو یوه پلاوي ته د څېړنو سپارښتنه کړې چې سیمه ته رسېدلی او څېړنې یې پیل کړي دي.

رسنۍ: تراوسه شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانان جرمني ته کډه شوي

ارشیف

د جرمني د کډوالو فدرال اداره وايي، شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانان په افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط وروسته جرمني ته کډه شوي دي.

جرمنۍ ویلټ ورځپاڼې د دې ادارې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، جرمني د ۲۳۶۱۴ تنه افغانانو او د هغو د کورنیو د غړو د منلو ژمنه کړې وه.

د ورځپاڼې د راپور له مخې تراوسه ۱۷۵۵۶ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي دې هېواد ته ننوتي دي.

د چارواکو په وینا ۵۱۴۱ تنه افغانانو چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځ سره په ملکي برخو کې یا د ژباړونکو په توګه کار کاوه ویزې ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۳۷۵۶ کسان په جرمني کې استوګن دي.

چارواکي: زابل کې د شري ناروغۍ له امله ۴ تنه مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د کوچیانو په یوه ګرځنده کلي کې د شري ناروغي خپره شوې او تراوسه پورې لږترلږه ۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې ساحې ته یې روغتیايي ټیمونه استولي دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د شري ناروغي ډېره خپره شوې وه خو وروسته یې تر ډېره مخه ونیول شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG