د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

کابل کې د جنايي جرمونو دوام؛ وسله‌والو غلو د یوې کورنۍ ځوان زوی وواژه


ارشیف، د اېمرجنسي روغتون کارکوونکي د یوه مړي د لېږدولو پر مهال
ارشیف، د اېمرجنسي روغتون کارکوونکي د یوه مړي د لېږدولو پر مهال

کابل! داسې یو ښار چې د چارواکو په وینا هره ورځ د څو جنایي پېښو شاهد وي.

په يوې وروستۍ جنایی پېښه کې يوه کورنۍ د خپل زوی په وير کېناسته. د کابل د افشارو په بالاکوه سیمه کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکی حمید د شپې په دوه بجې د یو شمېر وسله‌والو غلو له لوري ووژل شو او پلار او دوه وروڼه‌یې ټپیان شول.

د حمید د تره زوی محمد اکرام ازادي راډیو ته وویل چې تره‌یې له هېڅ‌چا سره دښمني نه‌درلوده او بې‌وزله خلک و، خو غلو یې په کور حمله وکړه یو تن‌یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

دی زیاتوي: "دغه پېښه تېره شپه ١٥ کم دوه بجې وې چې وشوه، د حاجي صاحب یو زوی شهید شو او دوه زامن‌یې ټپیان شول اوس د کابل په اېمرجنسي کې بستري دي، حاجي صاحب یو موټر چلوونکی عادي غریبکار سړی و، هېڅ‌چا سره‌یې دښمني نه‌وه، تقریباً ١٢ مسلح غله وو چې له بام نه حوېلۍ ته ښکته شوي، اته تنه‌یې کور ته دننه شوي او دا پېښه رامنځته شوې ده."

د دغې کورنۍ یو نږدې خپلوان محمد یاسین ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه روښانه نه‌ده چې وسله‌والو غلو له دې کورنۍ کوم څیزونه له ځان سره وړي، خو ټینګار کوي چې دا مسئله باید په جدي ډول وڅېړل شي.

ارشیف، د کابل پولیسو له لوري د بېلابېلو جرمونو په تور له ۱۰ زیاتو کسانو نیول کېدل
ارشیف، د کابل پولیسو له لوري د بېلابېلو جرمونو په تور له ۱۰ زیاتو کسانو نیول کېدل

په کابل کې د جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره د حکومت له اقداماتو سره سره، لا هم په دغه ښار کې جنایي پېښې زیاتې دي او خلک په دې برخه کې د حکومت له کړنو خوښ نه‌دي.

په کابل کې د جنایي پېښو له زیاتېدو سره جمهور رئیس اړ شو چې د ١٣٩٩ کال د میزان په ٢٧مه نېټه د امنیتي چارو مسؤلیت خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاري چې له امنیتي مسؤلینو سره د ښاغلي صالح جلسو او ناستو وروسته د سهار شپږنیمو بجو جلسې په نوم شهرت وموند.

د لومړي معاونیت د دفتر مطبوعاتي غړي ضیا ورسجي ازادي راډیو ته وویل چې دغه جلسې د جنایي جرمونو د کمېدو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلی ورسجي وايي: "موږ په کابل ښار کې د جنایي جرمونو د کمېدو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو، څه باندې اته زره مجرمین وپېژندل شول او ډېر شمېر ونیول شول چې دا د کار د پرمختګ او بریا څرګندونه کوي، خو دې کې شک نه‌شته کله چې یو ښار کې اته زره مجرمین وي، هغوی جرمي فعالیت به کوي، خو موږ هڅه کوو چې د جنایې پېښو کچه صفر ته ښکته کړو."

د ښاغلي ورسجي په وینا، دغه جلسې په بېلابېلو وختونو کې لاهم روانې دي.

په ورته وخت کې، د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د وژنو، غلاوو، فزیکي او لفظي شخړو په ګډون پنځه بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.

فردوس فرامرز
فردوس فرامرز

ښاغلی فرامرز هم کابل ښار کې دغه پېښه تأییدوي، خو وایې قضیه تر څیړنې لاندې ده.

ښاغلی فرامرز وايي: "په خواشینۍ سره چې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي او د کورنۍ د ادعا پر بنسټ چې وسله‌وال غله کور ته ورغلي او څو سیټ ټیلیفونونه وړي او دا مسئله د پولیسو تر جدي څارنې لاندې ده."

ښاغلی فرامرز وایي، په تېره یوه میاشت کې پولیس څه باندې ۲۰۰ تنه د غلا، قتل، د عامه نظم د ګډوډولو، وسلو انتقال او نورو جرمونو په تور نیولي چې دا شمېره د تېر کال په پرتله کموالی ښیي.

XS
SM
MD
LG