د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

طالبان: د افغانستان مهمو ځایونو کې د امنیتي کمرو د لګولو تګلاره تر کار لاندې ده


ارشیف: یوه امنیتي کمره
ارشیف: یوه امنیتي کمره

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په ټولو مهمو ځایونو او لویو لارو کې د امنیتي کمرو د لګولو تګلاره تر کار لاندې ده.

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، په ټول افغانستان کې د خلکو د روحي او فزیکي امنیت لپاره د څارنې کمرې نصبوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، دا کار د دوی د څلور کلنې تګلارې یوه برخه ده چې په وینا یې تر اوسه بشپړه نه ده او بودیجه یې هم نه ده ټاکل شوې.

ارشیف: پر یوه لویه لاره لګول شوې امنیتي کمره
ارشیف: پر یوه لویه لاره لګول شوې امنیتي کمره

قانع پرون چهارشنبه رسنیو ته په یوه لېږلي پيغام کې ویلي، دا مهال په کابل او اکثرو نورو مهمو ځایونو کې د امنیتي کمرو شمېر ۶۲ زرو ته رسېدلی دی، خو دا جزییات یې نه دي ورکړي چې دا کمرې د کوم کورني او یا هم بهرني شرکت له‌خوا نصب شوي او څه ډول مدیریت کېږي.

هغه زیاته کړه: "همدا اوس په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې څه باندې دوه شپېته زره کمرې په ظاهري بڼه نصب شوي. ممکن د پټو کمرو شمېر تر دې زیات وي. دا کار د کابل او نورو ولایتونو په ټولو مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې شوی، لکه د تګ راتګ پر لارو، هوایي ډګرونو، سرحدونو او ګمرکونو کې، ټولو دغو ځایونو کې امنیتي کمرې نصب شوي دي."

د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې هم په کابل کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د امنیتي کمرو د نصب موضوع یاده شوه، خو معلومه نه شوه چې هغه پروژه تر کومه ځایه مخته ولاړه.

په ۱۳۹۹لمریز کال کې د پخواني نظام چارواکو کابل کې د امنیتي کمرو شمېر یوازې ۳۰۰ ښودلی و.

د طالبانو حکومت داسې مهال د امنیتي کمرو د زیاتېدو خبره کوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جنایي پېښو کچه زیاته شوې ده.

که څه هم د دغو پېښو کره شمېر معلوم نه دی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نږدې هره ورځ په جنایي جرمونو د لسګونه تورنو کسانو د نیولو خبره کوي.

پر جنایي پېښو سربېره په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې کله ناکله امنیتي پېښې هم کېږي چې مسوولیت یې تر ډېره داعش یا هم د طالبانو د حکومت نور وسله‌وال مخالفان اخلي.

پوښتنه دا ده چې د څارنې دغه کمرې د خلکو د امنیت په مخنیوي کې څه مرسته کولای شي؟

د امنیتي چارو کتونکی او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری
د امنیتي چارو کتونکی او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری

د امنیتي چارو کتونکی او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری یې په اړه وایي: " امنیت تنها په کمرو باندې نه تامینېږي. امنیت ډېر نور اړخونه لري. په امنیت کې چې ولس خپله ونډه وانه‌خلي، پرمختللي هېوادونه چې امنیتي چارو کې ډېر برلاسي دي، هغوی هم دې ته اړ دي چې ولس ورسره د امنیت په برخه کې همکاري او همغږي وکړي. تنها په کمرو باندې نه امنیت تامینېدای شي او نه متاسفانه طالبان دا تخنیکي ظرفیت لري چې د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر له هغو وسایلو ګټه پورته کړي چې د امنیت د ټینګښت لپاره دي."

د څارنې کمرې په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او انټرنېټي معلوماتو له مخې چین کې یې شمېر ۷ سوه میلیونو او د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۷۰ میلیونو ته رسېږي.

د ټکنالوجي د برخې متخصص اغا ملکوک سهار وایي، د چین او یو شمېر نورو پرمختللو هېوادونو امنیتي کمرې د څېرې په پېژندنه کې مرسته کولای شي او پولیسو سره د مشکوک کس په نیولو او ځای ځاېږي کې مرسته کوي، خو په وینا یې کابل کې نصب شوې کمرې یوازې له جرم یا کومې پېښې وروسته د سیمې وضعیت معلومولی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG