د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د کابل پوهنتون یو شمېر نجونې محصلانې: طالبان د لیلیې دننه هم امنیتي کمرې څاري


د کابل پوهنتون لیلیه
د کابل پوهنتون لیلیه

یو شمېر نجونې محصلانې وایي چې د لیلیې دننه امنیتي کمرې یې د طالبانو له لوري څارل کېږي او دې کار دوی اړې کړي چې د لیلیې دننه اجباري حجاب واغوندي او ان جورابې په پښو کړي.

یو شمېر دغه محصلانو ازادي راډیو ته وویل، طالبانو دوی له خپلو اتاقونو بهر، ان د لیلیې په دهلېزونو کې د امنیتي کمرو له لارې څاري.

یادې محصلانې وایي چې له تور رنګ پرته د نورو رنګونو حجاب د اغوستو اجازه نه‌لري او په وینا یې که حجاب وانه‌غوندي نو د لیلیې مسؤلان‌یې له لیلیې څخه په شړلو ګواښي.

د نجونو محصلانو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له محرم پرته د کرایي کور نیولو اجازه هم نه‌لري او اړې دي چې په لیلیه کې پاته شي.

د صحي خوړو نشتوالی، د اوسېدو ځای په برخه کې ستونزې او روغتیایي اسانتیاوو ته نه‌لاسرسی هغه نورې ستونزې دي چې نجونې محصلانې ورسره مخ دي.

د افغانستان د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکې نجونې چې کابل پوهنتون ته بریالۍ کېږي، یو شمېر یې اړې دي چې شپې او ورځې د پوهنتون په لیلیه کې تېرې کړي.

ارشیف، د کابل پوهنتون یوه څنډه
ارشیف، د کابل پوهنتون یوه څنډه

خو اوس ناسم خواړه د پوهنتون د لیلیې یوازنۍ ستونزه نه‌ده، بلکې د نورو لویو ستونزه په اړه خبرې کوي، ان په پوهنتون کې د څارل کېدو د ستونزو په اړه وايي.

یو شمېر دغه محصلانې نجونې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نومونه‌یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو سره‌یې په خبرو کې خپلې ستونزې بیان کړې.

یوه له دغو محصلو نجونو چې له څو کلونو راهیسې د کابل د یوه دولتي پوهنتون په لیلیې کې شپې او ورځې تېروي وایي چې مسؤلانو ورته ویلي چې له تور رنګه اوږدو جامو، ټور ټيکري او جورابو پرته له اتاقه د وتلو اجازه نه‌لري.

دا وايي: "دا امنیتي کمرې چې دلته لګول شوي، ورته د امارت کسان ناست دي او بیا موږ ته وایي کله چې له اتاقه وځئ، نو ان پښې مو هم باید پټې وي او جورابې به په پښو کوئ، ټیکری به داسې اغوندئ، داسې جامې به په تن کوئ او هر لوري ته چې ځو نو همدا راته وایي. بیا ځیني وخت نه‌کېږي نو د ځینو اړینو کارونو لپاره په عجله د خپلو نورو ټولګیوالو اتاقونو ته ځو، نو کله چې موږ په داسې یو حالت کې ګیر کړي، بیا راته وایي چې د لیلیې کارت دې راوړه او نور دلته مه اوسېږه."

ارشیف، جوزجان کې د نجونو لیلیه
ارشیف، جوزجان کې د نجونو لیلیه

دوی وایي چې یادې امنیتي کمرې به پخوا د لیلیې د امنیتي مدیرانو له‌خوا چې ښځې وې، څارل کېدې.

د طالبانو حکومت ویاندویانو او د لوړو زدهکړو وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دواړو پړاوونو کې د خپلې کورنۍ له غړو پرته له نورو نارینه‌وو سره د ښځو لیده کاته حرام او د اسلامي شریعت مخالف کړنه بللې.

دا ځل‌یې هم د خپلې واکمنۍ په مهال د ښځو د جامو پر څرنګوالي، تګ راتګ، زده‌کړو، کار، سفر کولو او د ژوند پر بڼې هم ډېر محدویتونه لګولي دي.

دا محصلانې وایي چې د پخواني نظام په محال به د نجونو محصلانو په شخصي حریم کې ډېره لږ مداخله کېده.

نجونو دا اجازه هم درلوده چې د اړتیا په مهال له خپلو نورو ملګرو محصلینو سره ګډ کورونه کرایه کړي او د خپل تحصیل تر پایه هلته واوسېږي.

په یوه کور کې د څو محصلو نجونو اوسېدو دوی ته مالي ګټې هم درلودې.

خو اوس په کابل کې د دولتي پوهنتونونو یو شمېر نجونې محصلانې وایي، د طالبانو له لوري له رامنځته شویو محدودیتونو سره، په لیلیه کې له اوسېدو پرته بله لار نه‌لري.

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینې
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینې

په کابل کې د یوه دولتي پوهنتون محصله چې په لیلیه کې اوسېږي وایي، په اوسنیو شرایطو کې څوک کور په کرایه نه‌ورکوي، ځکه طالبانو دوی ته شرط ټاکلی چې باید محرم ورسره وي.

دې ازادي راډيو ته وویل: "څوک نه‌شي کولای چې له محرم پرته اتاق کرا کړي، دا ستونزه او په کابل کې د امنیت ستونزه په خپله د دې لامل ګرځي چې نجونې له لیلیې ونه‌وځي او یا ځان ته یوازې کور کرا کړي."

دوی غوښتنه لري چې باید لږ تر لږه په لیلیه کې دننه ازادې او هوسا واوسي.

د یادو محصلانو په وینا، اوس‌مهال درې زره محصلې نجونې د کابل په دولتي پوهنتونونو کې اوسېږي، خو دا شمېرې په مستقله توګه د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري نه‌دي تأیید شوي، ځکه د یاد وزارت چارواکو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.

که څه هم چې طالبانو د خپل لومړي ځل واکمنۍ خلاف دا ځل د تېر کال د کب/حوت میاشتې په لومړیو کې نجونو ته پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړه، خو یو شمېر هغو محصلو نجونو چې له ازادي راډیو سره‌یې خبرې وکړې وویل، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو له لوري د محدویتونو په ډېرېدو سره، باوري نه‌دي چې لوړې زده‌کړې به‌یې په عادي توګه پر مخ لاړې شي.

XS
SM
MD
LG