د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

۶ ولایتونو کې نن پوهنتونونه پرانیستل شول؛ د نجونو په ورتګ ولې چوپتیا غوره ده؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ګرمسیرو ولایتونو دولتي پوهنتونونه د محصلانو پر مخ پرانېستل شوي دي او د زده کړو بهیر په کې پیل شوی دی.

ضیا الرحمان د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي محصل دی هغه ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له دې پریکړې خوښ دی: "هیله کوو چې بیا ځل لپاره ځنډ رانه شي او د وطن بچیان او محصلین له بې سرنوشت توب سره مخ نه شي."

خو د هلمند پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل امان الله مقدس بیا له طالبانو غواړي چې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

دی وايي: "لویه اړتیا دا ده چې نجونو ته دې هم د زده کړو اجازه ورکړل شي، څو هغوی هم وشي کولی پوهنتونونو ته راشي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي نن سهار ازادي راډیو ته وویل:"په شپږو ولایتونو کې درسي بهیر پیل شوی دی، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او لغمان."

امان الله مقدس بیا له طالبانو غواړي چې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.
امان الله مقدس بیا له طالبانو غواړي چې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

ازادي راډیو له ښاغلي تقي پوښتنه وکړه چې ایا نجونو محصلانو ته پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده که نه، خو هغه دې پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه، خو ګرمسیرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو یو شمېر محصلانو ازادي راډیو ته وویل، پوهنتونو کې ورته ویل شوي چې د نجونو ټولګي او د زده کړو وخت به له هلکانو جلا وي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د سې شنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي:"​ملګري ملتونه د دې اعلان هرکلی کوي چې پوهنتونونه دې د فبرورۍ په دوهمه د ټولو ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره بیا پرانستل شي. دا ډېره مهمه ده چې هر ځوان زده کړې ته مساوي لاسرسی ولري."

د طالبانو د لوړو زده کړو د معلوماتو پر بڼسټ ټاکل شوې چې په سردسېره ولایتونو کې به دولتي پوهنتونونه د حوت میاشتې په اوومه پیل شي.

خو لا تر اوسه مالومه نه ده چې نجونې دولتي پوهنتونونو ته د تګ اجازه لري او که نه؟

د اګست له پنځلسمې او افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دولتي پوهنتونونه د محصلانو په مخ تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG