د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

پل تخنیک پوهنتون کې د کب په ٧مه نېټه زده کړې پیلیږي


آرشیف-پوهنتون پلتخنیک کابل
آرشیف-پوهنتون پلتخنیک کابل

په هغه اعلامیه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د کابل پل تخنیک پوهنتون اړونده بلل کېږي، د یاد پوهنتون له ټولو کارکوونکو او محصلینو غوښتنه شوې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د حوت میاشتې په ۷ نېټه دې پوهنتون ته حاضر شي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د نجونو او هلکانو د درسونو وخت سره جلا دی، نجونی به د سهار له ۷:۳۰ تر ۱۰:۴۵ او هلکان به له ۱۱:۴۵ د ماسپښین تر یوی بجی خپلو درسونو ته حاضریږي.

د یادې اعلاميي په وروستی برخه کې راغلي چې، محصلی نجونې او ښځینه استادانې باید د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د لارښونې پر بنسټ د اسلامي حجاب په پام کې نیولو سره، تور حجاب چې نسبتآ ازاد وي، ساده وي او ډېر نازک نه وي، پوهنتون ته ورشي.

د کابل پل تخنیک پوهنتون یو شمېر نجونې محصلانې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اعلامیه تائید کړه.

د کابل پل تخنیک پوهنتون یوې محصلې ازادي راډیو ته وویل:" زه د کابل پل تخنیک پوهنتون یوه محصله یم، د هغې اعلامیي پر بربنسټ چې خپره شوې او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، زه د جامو له مسئلې ډیره اندیښنه نه لرم، زما وېره دا ده چې استادان او د لوست سیستم مو نه وي بدل شوی او بله اندېښنه می دا ده چې ایا پخواني استادان به مو وي چې موږ ته درس ووایي که نه."

خو یو شمېر نور محصلین بیا وایې چې پر دوی د تور حجاب منل نجونو ته د یوه تیاره راتلونکې د جوړولو په معنی ده.

د پل تخنیک پوهنتون دوه تنه نورې محصلانې وایي، په اوسني حکومت کې یوه نجلۍ هم روښانه راتلونکی نه لري، نو له همدې امله ډېریو هېواد پرېښود او کډوالې شوې.

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت او کابل پل تخنیک پوهنتونو له مسؤلانو سره هم خبرې وکړو، خو د دی راپور ترخبرېدو د دوی د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه شوو.

XS
SM
MD
LG