د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

کابل ښار کې به پرمختللې امنیتي کمرې ولګول شي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل ښار کې د امنیتي او جنايي پېښو زیاتوالي حکومت اړ کړ چې په ښار کې امنیتي کمرې ډېرې کړي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي چې دا کمرې به پرمختللې وي او ټول کابل ښار به تر پوښښ لاندې راولي.

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد د چهارشنبې (د مرغومي ۱۷مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا کمرې به د کابل ښار د امنیت لپاره ګټورې تمامې شي: "دا کمرې د جنایتونو د کنټرول او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي، د غلو او هغه کسانو لپاره چې د ښار امنیت او نظم خرابوي لګول کېږي، له شک پرته به دا ډېرې ګټورې وي."

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد
د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد

ښاغلي مراد زیاتوي د دې امنیتي کمرو لګښت به له سلو میلیونو ډالرو زيات وي او نړیوال متحدین به یې لګښت ورکوي.

  • دا چې دغه کمرې به په څومره شمېر کې وي؟
  • او څه وخت به لګول کېږي؟
  • د انرژۍ ستونزه به يې څه ډول هوارېږي؟

ښاغلي مراد په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په يو استولي ویډیو پیغام کې د کابل ښار د امنیت او په ښار کې د مجرمینو او ترهګرو پېژندلو او نیولو لپاره دا اقدام مهم بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

نوموړي ازادي راډيو ته ويلي چې د کمرور د برېښنا موضوع هم په پام کې نيول شوې، خو ده هم په دې اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون غړی غلام ولي افغان په ښار کې د امنیتي او جنائي پېښو د کشف او مخنیوي لپاره د کمرول لګول چندیانې ګټوره لار نه بولي: "زموږ دښمن معلوم نه دی چې په کوم لباس کې او څه وخت تګ راتګ کوي، فکر نه کوم چې دا کمرې به ګټورې تمامې شي، پولیس پېښې نه شي کشفولای، نو امنیتي کمرې په دومره لور لګښت څنګه کېدای شي، ګټورې وي. "

په لومړي ځل په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له لوري د کابل ښار له ګڼو ګوڼو مېشتو سیمو او د ښار په څلور لاریو کې امنیتي کمرې ولګول شوې.

خو د جمهوري ریاست لومړی معاونیت وايي چې دغو کمرو ځینې فني ستونزې درلودې چې د ښار د امنیت ترهګریزو بریدونو او جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره ګټورې تمامې نه شوې.

په کابل ښار کې امنیتي وضعیت او جنائي پېښو په دې وروستيو کې کابل ښاریان سخت اندېښمن کړي، په ځانګړي ډول مقناطبسي ماين چاودونو او هدفي وژنو دا اندېښنې پراخې کړي.

XS
SM
MD
LG